د غزې جګړه
2 د لوستلو دقیقې
تورکیې غزې ته په ۹۰۰ ټنو مرستو بار ۱۷مه 'خیریه کښتۍ' واستوله
د "خیر ښېګڼې" ۱۷مه کښتۍ، چې شاوخوا ۹۰۰ ټنه بشري مرستې پکې بار شوې وې او د غزې د خلکو د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو هدف یې درلود، د سې‌ شنبې په ورځ د تورکیې له جنوبي مرسین نړیوال بندر څخه د مصر د العریش بندر پر لور روانه شوه.
تورکیې غزې ته په ۹۰۰ ټنو مرستو بار ۱۷مه 'خیریه کښتۍ' واستوله
تورکیې غزې ته په ۹۰۰ ټنو مرستو بار ۱۷مه 'خیریه کښتۍ' واستوله / Anadolu Agency
14 اکتوبر 2025

تورکیې غزې ته په ۹۰۰ ټنو مرستو بار ۱۷مه 'خیریه کښتۍ' واستوله

په دې توکو کې د اوربند وروسته د روانو بشري مرستو د هڅو د یوې برخې په توګه د غزې لپاره ۹۰۰ ټنه خواړه او د ماشومانو توکي شامل دي.

د "خیر ښېګڼې" ۱۷مه کښتۍ، چې شاوخوا ۹۰۰ ټنه بشري مرستې پکې بار شوې وې او د غزې د خلکو د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو هدف یې درلود، د سې‌ شنبې په ورځ د تورکیې له جنوبي مرسین نړیوال بندر څخه د مصر د العریش بندر پر لور روانه شوه.

دا بار د تورکیې د افتونو او بیړنیو حالاتو ادارېتر همغږۍ لاندې او د مصر د سرې میاشتې په همکارۍ تنظیم شوې وه، پکې د ۱۷ غیردولتي سازمانونو مرستې شاملې وې.

مرستې به د مصر د العریش بندر له لارې، چې غزې ته تر ټولو نږدې بندر دی، د کریم ابو سالم د سرحدي کرښې له لارې غزې ته ورسېږي.

د غزې د اوسېدونکو د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره چمتو شوو مرستو کې د خوړلو لپاره تیار خواړه، بند شوي توکي او د ماشومانو شیدې شاملې دي.

په مرسین بندر کې د لېږلو په مراسمو کې د تورکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا وویل:

"نن موږ وایو، ‘د خیر بېړۍ د غزې پر لور روانه ده.’ دا مدیتراني بېړۍ، چې له ۹۰۰ ټنه خوړو، بندو توکو او د ماشومانو شیدو سره بار ده، اوس د غزې پر لور حرکت کوي."

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ مه په غزه باندې د اسرائيلو د نسل وژنې بریدونو له پیل راهیسې، تورکیې د افاد د همغږۍ لاندې د ۱۶ کښتیو او ۱۴ الوتکو له لارې بشري مرستې رسولي دي.

تیره اونۍ د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلان د یوې برخې په توګه اوربند وشو ترڅو هغه جګړه چې د ۶۷،۰۰۰ څخه ډیر فلسطینیان یې ووژل او سیمه یې ویجاړه کړه، د تل لپاره پای ته ورسوي.

وپلټۍ
اردوغان د اسلامي هیوادونو نه د خپل منځیو اړیکو د پیاوړي کولو غوښتنه وکړه
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان: امریکا او ایران د احتمالي اټومي تړون په اړه خوشبینه یو .
بریتانیا له اوکراین سره د هوايي دفاع په برخه کې د پام وړ ملاتړ ژمنه وکړه
سوریې د امریکا له وتلو وروسته د التنف مهمه اډه ونیوله.
د سویلي کوریا استخباراتي اداره ادعا کوي چې شمالي کوریا د کیم لور د وارثې په توګه چمتو کوي
تورکیې او یونان پراخ دوه اړخیز تړونونه لاسلیک کړل
روسیې یو ځل بیا د خپلواک فلسطیني دولت ملاتړ اعلان کړ او د غزې د جګړې پر مهال یې پر یووالي ټینګار وکړ
امریکا په قطر کې بند پاتې افغانانو ته د بېرته ستنېدو لپاره پیسې ورکوي، دا پلان 'خیانت' بلل شوی
مسعود پزشکیان: ایران به 'زیاتو غوښتنو ته تسلیم نه شي'
سرګي لاوروف: که ګرینلینډ پوځي سيمه شي، روسیه به 'پوځي اقدامات' وکړي
پوهان: د فلسطینیانو پر ضد د اسرائیلو د اعدام سزا قانون «جدي نړیوالې اغېزې» لري
امریکا به د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې لپاره د نایجیریا ځواکونو د روزنې په موخه ۲۰۰ سرتېري واستوي
د تورکیې ولسمشر په کابینه کې د بدلونونو په ترڅ کې د عدلیې او کورنیو چارو نوي وزیران وټاکل
پر اوکراین د روسیې برید کې د دریو ماشومانو په ګډون څلور تنو ژوند د لاسه ورکړ
په کاناډا کې د غبرګو وسله والو بریدنو له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.