نړۍ
4 د لوستلو موده (...) دقیقې
لکه څنګه چې د پاکستان - هند ترمنځ تاوتریخوالی زیاتېږي هوايي شرکتونه خپلې الوتنې لغوي یا مسیر بدلوي
دا هغه څه دي چې هوايي شرکتونه د بحراني سیمو پر فضا د پرواز مخنیوي لپاره کوي.
لکه څنګه چې د پاکستان - هند ترمنځ تاوتریخوالی زیاتېږي هوايي شرکتونه خپلې الوتنې لغوي یا مسیر بدلوي
/ AP
8 می 2025

د اټومي وسلو لرونکي ګاونډیان، هند او پاکستان، ترمنځ د شخړو له امله د چهارشنبې په ورځ هوایي شرکتونه اړ شول چې خپلې الوتنې لغوه، منحرف یا بیا تنظیم کړي.

دواړو هېوادونه، چې اوږدمهاله سیالان دي، د خپل لانجمن سرحد په اوږدو کې د درنو توپونو ډزې وکړې. دا وروسته له هغې وشول چې هند د تیرې میاشتې د مرګوني برید په غبرګون کې د توغندیو بریدونه وکړل.

دلته د هغو هوایي شرکتونو لنډیز وړاندې کوو چې د شخړې سیمې څخه د الوتنو د مخنیوي لپاره ګامونه پورته کړي دي.

پاکستان

د پاکستان یوې محلي خبري شبکې، سما، راپور ورکړی چې پاکستان خپل هوایي حریم لنډمهاله بند کړی دی. د دې اقدام له امله د هېواد په ټولو هوایي ډګرونو، لکه لاهور، کراچۍ، فیصل آباد، سیالکوټ او کویټه کې، ټولې کورنۍ او نړیوالې الوتنې وځنډول شوې. د پاکستان ملي هوایي شرکت، پاکستان انټرنیشنل ایرلاینز (PIA)، د ۱۲ ساعتونو لپاره خپلې ټولې الوتنې لغوه کړې دي.

هند

د هند هوایي شرکت انډیا ګو د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ۱۱ ځایونو څخه یې ۱۶۵ الوتنې لغوه کړې دي، چې په دې کې د کشمیر سرینیګر ښار هم شامل دی، کوم چې د پاکستان سره د شمال لویدیځ سرحد ته نږدې دی.

انډیا ګو، چې هره ورځ له ۲۲۰۰ څخه زیاتې الوتنې ترسره کوي، د هند او پاکستان ترمنځ د شخړو له امله تر ټولو زیات اغېزمن شوی دی. د دې شرکت ونډې د ۳.۱ سلنې پورې راولوېدې او د ماسپښین ۱:۵۲ دقيقو د هند په وخت ۱ سلنه ټیټې وې.

د ایر انډیا، سپیس جیټ او اکاسا ایر الوتنې هم لغوه شوې دي، ځکه چې هند څو هوایي ډګرونه بند کړي دي.

سویلي کوریا

کورین ایر د سیول انچیون څخه دوبۍ ته خپلې الوتنې د پاکستان د هوایي حریم پر ځای د میانمار، بنګله دېش او هند له لارې بیا تنظیم کړې دي. د کورین ایر یوه چارواکي وویل: "موږ اوس مهال د وضعیت څارنه کوو ترڅو نور بدلونونه راوړو."

تایوان

د تایوان د چین ایرلاینز وویل چې څو الوتنې یې منحرفې یا لغوه کړې دي. د تایپي څخه فرانکفورت او امستردام ته دوه الوتنې د تخنیکي ستونزو له امله بانګکاک ته منحرفې شوې او بیا تایپي ته ستنې شوې. درې الوتنې چې پراګ، روم او لندن ته روانې وې، د سه شنبې او چهارشنبې په ورځ لغوه شوې.

ایوا ایرلاینز وویل چې د اروپا پر لور او له هغه ځایه الوتنې به د وضعیت په اساس تنظیم کړي ترڅو د اغېزمنو سیمو څخه ډډه وکړي او د عملې او مسافرو خوندیتوب یقیني کړي.

روسیه

د روسیې ملي هوایي شرکت ایروفلوټ وویل چې د مسکو څخه هند، تایلینډ، سریلانکا، مالدیف او سیچلس ته ټولې الوتنې به بیا تنظیم شي.

سنګاپور

د سنګاپور ایرلاینز وویل چې خپلې الوتنې یې د پاکستان د هوایي حریم څخه د ډډې لپاره بیا تنظیم کړې دي.

مالیزیا

مالیزیا ایرلاینز د کوالالمپور څخه لندن هیټرو او پاریس چارلس ډي ګال ته خپلې دوه الوتنې بیا تنظیم کړې دي. دغه الوتنې په دوحه کې تم شوې او بیا خپلو منزلونو ته روانې شوې. دغه شرکت د هند امرتسر ته او له هغه ځایه ټولې الوتنې تر مې نهمې پورې ځنډولې دي.

تایلینډ

تایلینډ ایرلاینز وویل چې د چهارشنبې په ورځ د سهار له ۵ بجو څخه د اروپا او جنوبي آسیا پر لور خپلې الوتنې د پاکستان د هوایي حریم څخه د ډډې لپاره بیا تنظیم کړې دي. دغه شرکت خبرداری ورکړ چې ځینې الوتنې ممکن ځنډ سره مخ شي.

سریلانکا

د سریلانکا ایرلاینز وویل چې د پاکستان لاهور او کراچۍ ته یې څلور اونیزې الوتنې اغېزمنې شوې نه دي او په خپل مهال ویش کې به پاتې وي.

متحده عربي امارات

د انډیپنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د خلیج هوایي شرکتونو لکه امارات، اتحاد، قطر ایرلاینز او فلای دوبۍ د شمالي پاکستان او هند ښارونو لکه لاهور، اسلام آباد، سیالکوټ او امرتسر ته خپلې الوتنې لغوه کړې دي. امارات خپلو مسافرو ته ویلي چې په اغېزمنو ښارونو کې هوایي ډګرونو ته لاړ نه شي او تایید یې کړې چې کراچۍ ته الوتنې لا هم روانې دي.

کې اېل ایم

د هالنډ هوایي شرکت کې اېل ایم یوه ویاند وویل چې تر بلې خبرتیا پورې به د پاکستان له هوایي حریم څخه الوتنې نه کوي.

وپلټۍ
د پاکستاني طالبانو له خوا پر امنیتي پوسته برید کې شپږ سرتېري وژل شوي
جاپان د ۷.۶ درجې زلزلې وروسته د توسونامي خبرداری ورکړی
اردوغان د اسد وروسته د سوریې پرمختګ ستایلی او د ملي یووالي لپاره یې د دوامداره ملاتړ ژمنه وکړه
تورکیې او هنګري د ستراتیژیک شراکت د پیاوړتیا لپاره د امنیت او کلتور په برخو کې تړونونه لاسلیک کړل
د اوسلو په یوه سوداګریز مرکز کې ډزې شوي، مشکوک کس نیول شوی
پاکستان لوی درستیز منیر له افغانستانه غوښتي  د اسلام اباد او تحریک طالبان پاکستان  ترمنځ یو غوره کړي
د تورکیې ولسمشر اردوغان د وینزویلا له ولسمشر مادورو سره ټیلیفوني خبرې وکړې
پاکستان د بلوچستان په ایالت کې په عملیاتو کې د ۱۲ وسله والو د  وژلو نه خبر ورکړ.
افغان چارواکي: د پاکستان له لوري په برید  کې ۴ ملکي وګړي وژل شوي دي
اسرائيلي ځواکونو په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې پنځه تاریخي اثار ضبط کړل
ګوستاوو پترو: کولمبیا د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په پلمه ګواښل کیږي
نن په تورکیه او نړۍ کې د تورکي قهوې نړیواله ورځ ده.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر  هاکان فیدان به د دوحې په ۲۳مه غونډه کې ګډون وکړي
په غزه کې د اسرائیلو ملاتړې ملیشې مشر ووژل شو
پاکستان: په بلوچستان کې په تېرو ۳ میاشتو کې په ترسره شوو عملیاتو کې تر ۱۰۰ ډېر وسله وال وژل شوي دي