نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ټرمپ د ګرینلنډ پر سر ۸ اروپايي هېوادونو ته د تعرفو ګواښ وکړ
ټرمپ وایي، ډنمارک، ناروې، سویډن، فرانسه، جرمني، برتانیا، هالنډ او فنلنډ به د فبروري له لومړۍ نېټې له ۱۰ سلنه او د جون له لومړۍ نېټې له ۲۵ سلنه تعرفو سره مخ شي، او لامل یې له ګرینلنډ سره تړلې 'ملي امنیتي' اندېښنې په ګوته کړې.
ټرمپ د ګرینلنډ پر سر ۸ اروپايي هېوادونو ته د تعرفو ګواښ وکړ
ټرمپ د ګرینلنډ پر سر ۸ اروپايي هېوادونو ته د تعرفو ګواښ وکړ / Reuters

ټرمپ د ګرینلنډ پر سر ۸ اروپايي هېوادونو ته د تعرفو ګواښ وکړ

ټرمپ وایي، ډنمارک، ناروې، سویډن، فرانسه، جرمني، برتانیا، هالنډ او فنلنډ به د فبروري له لومړۍ نېټې له ۱۰ سلنه او د جون له لومړۍ نېټې له ۲۵ سلنه تعرفو سره مخ شي، او لامل یې له ګرینلنډ سره تړلې 'ملي امنیتي' اندېښنې په ګوته کړې.

ټرمپ پر خپله ټولنیزه شبکه 'ټروت سوشل' په یوه پوسټ کې ویلي چې له ډنمارک، ناروې، سویډن، فرانسې، جرمني، برتانیا، هالنډ او فنلنډ څخه پر وارداتو به له راتلونکې میاشتې ۱۰ سلنه تعرفه ولګول شي، چې د جون په لومړۍ نېټه به ۲۵ سلنې ته لوړه شي.

هغه وویل، دا اقدامات به تر هغه وخته پر ځای وي چې "د ګرینلنډ د بشپړ او ټولیز پیرود" لپاره یوه هوکړه وشي.

"د امریکا لپاره ملي امنیت"

ټرمپ له ډېرې مودې راهیسې له ډنمارک څخه د ګرینلنډ د اخیستلو په اړه د امریکا پر نیت ټینګار کړی، او استدلال کوي چې واشنګټن د "ملي امنیت" په ګټه دې خپلواکې ارکټیک سیمې ته اړتیا لري.

هغه وویل، "نړیواله سوله په خطر کې ده! چین او روسیه ګرینلنډ غواړي، او ډنمارک یې په اړه هیڅ هم نشي کولی."

ټرمپ ټینګار وکړ چې که څه هم امریکا له ډنمارک او نورو هېوادونو سره خبرو اترو ته چمتو ده، خو د "نړیوالې سولې او امنیت" د ساتنې لپاره "کلک اقدامات" اړین وو.

 

وپلټۍ
شیخه حسینه واجد وايي چې د اعدام د سزا له ګواښ سره سره به په ډسمبر کې بنګله دېش ته ستنه شي.
د غزې روغتیايي چارواکي وايي، اسرائیلو په غزه کې په تازه بریدونو کې درې فلسطینیان وژلي دي
پاکستان : د سیمه‌ییزې همکارۍ د پرمختګ لپاره افغانستان باید د ګاونډیان اندیښنې حل کړي
روسیه وايي چې ۱۳۰۰ اوکرایني ډرونونه یې غورځولي دي، چې سلګونو یې د مسکو پر لور روانې وې
امریکا منځني ختیځ کې دریمه الوتکې وړونکې بیړنۍ واستوله
په غزه کې  د کنډوالو له منځه د راویستل شویو ۷۰ تنو فلسطینیانو جنازې خاورو ته وسپارل شوې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په بدخشان کې د سروزرو د کان دوه تنه کانکیدونکي مړه او ګڼشمیر نور ټپیان شوي
د سوریې پلازمېنه دمشق د موټر بم مرګونې چاودنې ولړزوله.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
حماس په غزه کې د سیلابونو له امله د نړۍوال بیړني اقدام غوښتنه وکړه.
زیلینسکي خبرداری ورکړی چې د امریکا او روسیې امنیتي خبرې کولی شي ناټو کمزورې او اروپا وګواښي .
ټرمپ، شي جینپینګ او پوتین به په چین کې خپله لومړنۍ درې اړخیزه غونډه وکړي.
په استانبول کې د مشرانو تر لیدنې وروسته د تورکیې او قطر مهم دفاعي تړون لاسلیک کړ .
د مهمو خبرونو غورچاڼ