منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
د غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو د پوځ تر ساتنې لاندې د یوسف ع مقبرې باندې چاپه واچوله
اسرائیلي ځواکونه سړکونه بند کړل، د فلسطینیانو بامونه ته وختل او په ختیځ نابلس کې یې تګ راتګ محدود کړ ځکه چې د غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکي د مذهبي مراسمو د ترسره کولو لپاره جنجالي ځای ته ننوتل.
د غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو د پوځ تر ساتنې لاندې د یوسف ع مقبرې باندې چاپه واچوله
د غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو د پوځ تر ساتنې لاندې د یوسف ع مقبرې باندې چاپه واچوله / َAA

د پنجشنبې په سهار وختي، سلګونو ناقانونه اسرائیلي ښارګوتو اوسیدونکي د اشغال شوې لوېدیځې غاړې د نابلس ښار د یوسف ع مقبرې ته د اسرائیلي ځواکونو تر ساتنې لاندې ننوتل، ترڅو مذهبي مراسم ترسره کړي. اسرائیلي ځواکونه په ټوله سیمه کې ځای پر ځای شوي وو او څو سړکونه یې تړلي وو.

سیمه ییزو سرچینو انادولو ته وویل چې اسرائیلي سرتیرو، د پوځي بلډوزر سره یوځای، د نابلس په ختیځ کې چاپه وهلې ترڅو ځای ته د میشتو کسانو د ننوتلو ډاډ ترلاسه کړي.

سرتیرو د زیارت شاوخوا، نږدې سړکونو او د تګ راتګ پر لارو خپل مورچلونه جوړ کړل.

د فلسطینیانو پر تګ راتګ محدودیتونه او د اسرائیلي ځواکونو لخوا د کورونو نیول

سرچینو ویلي چې اسرائیلي ځواکونو د څو فلسطیني کورونو پر بامونو خپل سرتیري ځای پر ځای کړي او د دغو کورونو ځینې برخې یې په پوځي قرارګاوو بدلې کړې دي.

همدارنګه، لوی سړکونه او څلورلارې تړل شوې دي، چې له امله یې په سیمه کې د میشتو فلسطینیانو تګ راتګ له خنډونو سره مخ شوی دی.

د سرچینو په وینا، سلګونو ناقانونه اسرائیلي ميشتي‌ کسان د پوځي ځواکونو تر ساتنې لاندې سیمې ته ننوتل او څو ساعته یې مذهبي مراسم ترسره کړل.

د زیارت د هویت په اړه اختلاف

د یوسف ع مقبره د نابلس ښار په ختیځه څنډه کې موقعیت لري او ناقانونه اسرائیلي میشتي په وار وار د پوځي ځواکونو په بدرګه له دې ځایه لیدنه کوي.

د ناقانونه اسرائیلي ښارګوتو اوسیدونکي ادعا کوي چې په دې ځای کې د انجیل د روایت له مخې یوسف ع ښخ دي؛ هغه څوک چې له مصر څخه راوړل شوی او دلته خاورو ته سپارل شوی دی. خو فلسطیني روایتونه او لرغون پوهان دا ادعا ردوي او وايي چې دغه ودانۍ د یوسف دویکات په نوم د یوه مسلمان دیني شخصیت مقبره ده.

که څه هم دغه ځای د فلسطیني ادارې تر واک لاندې دی، خو ناقانونه اسرائیلي میشتي کسان په منظم ډول د اسرائیلي ځواکونو په ملتیا دې ځای ته ننوځي، چې ډیری وخت د شپېنیو چاپو پر مهال ترسره کېږي.

د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې پر غزې د اسرائیلو د نسل ‌وژونکې جګړې له پیل راهیسې، په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلي ځواکونو او غیرقانوني اسرائیلي میشتو بریدونه زیات شوي دي.

د فلسطیني ارقامو له مخې، له هغه وخت راهیسې په نیول شوې لویدیځه غاړه کې له ۱۲۲۰ څخه ډیر فلسطینیان وژل شوي، شاوخوا ۱۳۷۴۶ ټپیان شوي او له ۲۶۰۰۰ څخه ډیر نیول شوي دي.

وپلټۍ
متحده عربي اماراتو ملي تېلو شرکت«اډنوک» اعلان وکړ چې یوه بېړۍ یې په هرمز تنګي کې تر برید لاندې راغلی
د حوثیانو له خوا توغول شوی یو کروز توغندی د ریاض په سیمه کې له منځه یوړل شو
د ایران پوځ په کویټ کې د امریکا په هوايي اډه کې د پېټریوټ دفاعي سیسټمونو د ویشتو ادعا وکړه.
امریکا د ایران پر قیشم ټاپو ګڼ شمېر بریدونه کړي دي.
د پاکستان د پوځ مشر له ایران سره د 'نږدې همغږۍ' غوښتنه وکړه
غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو  یوه فلسطینۍ ښځه ووژله او ۱۰ نور یې ټپیان کړل
د عراق پارلماني پلټنو په «جرف الصخر» کې د تېلو د قاچاق شواهد افشا کړل
ایران وايي چې هرمز تنګي ته نږدې یې د امریکا یوه پوځي بې‌ پیلوټه الوتکه نیولې ده
عراقچي وايي،د امریکا لخوا د ایران د شرطونو د منلو په صورت کې په دوو ورځو کې به هرمز تنګی پرانیزو.
په هرمز تنګي کې درې د تېلو لېږدوونکې بېړۍ له سمندري ماینونو سره جنګیدلي دي.
د غزې روغتیايي چارواکي وايي، اسرائیلو په غزه کې په تازه بریدونو کې درې فلسطینیان وژلي دي
په غزه کې  د کنډوالو له منځه د راویستل شویو ۷۰ تنو فلسطینیانو جنازې خاورو ته وسپارل شوې
د سوریې پلازمېنه دمشق د موټر بم مرګونې چاودنې ولړزوله.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
حماس په غزه کې د سیلابونو له امله د نړۍوال بیړني اقدام غوښتنه وکړه.
د سولې بورډ د  ټرمپ د غزې د سولې پلان د «سمدستي او له نور ځنډ پرته» د پلي کېدو غوښتنه وکړه
د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د حوثي ملیشو بې پیلوټه الوتکه وویشتله.
اسرائیلو په هالنډ کې خپل سفیر د بن ګویر او سموټریچ په اړه د څرګندونو له امله بیرته هیواد ته راوبللو.
اسرائیلو د غزې پر ناصر روغتون په برید کې د یوه جراح  ډاکټر په ګډون لږ تر لږه ۶ کسان وژلي دي
ایران د امریکا لخوا د ایران د اټومي پروګرام په اړه د انعام ټاکل وغندل