اقتصاد
2 د لوستلو دقیقې
اوزبیکستان له افغانستان سره د غوراوي سوداګرۍ تړون تایید کړ
د اوزبیکستان  د عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې ولسمشر میرضیایف د یاد تړون د تایید اړوند فرمان لاسلیک کړی دی.
اوزبیکستان له افغانستان سره د غوراوي سوداګرۍ تړون تایید کړ
اوزبیکستان له افغانستان سره د غوراوي سوداګرۍ تړون تایید کړ / Reuters

د اوزبیکستان  ولسمشر شوکت میرضیایف د خپل هېواد او افغانستان ترمنځ د غوراوي سوداګرۍ تړون د تایید فرمان لاسلیک کړ.

د اوزبیکستان  د عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې ولسمشر میرضیایف د یاد تړون د تایید اړوند فرمان لاسلیک کړی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د دې تړون هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اسانتیا او د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ده. همدارنګه زیاته شوې چې د دغه سند له لارې د دوه اړخیزې سوداګرۍ لپاره د لا مناسبو شرایطو رامنځته کول په نښه شوي دي.

د دې فرمان پر بنسټ، د اوزبیکستان  د پانګونې، صنایعو او سوداګرۍ وزارت او د ګمرکونو کمېټې ته د تړون د پلي کېدو د څارنې دنده سپارل شوې ده. د دې ترڅنګ، د بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه شوې چې افغان لوري ته په رسمي ډول خبر ورکړي چې د اوزبیکستان  له خوا د تړون د نافذېدو لپاره ټول لازم کورني قانوني پړاوونه بشپړ شوي دي.

د غوراوي سوداګرۍ دغه تړون چې د ۲۰۲۵ کال په جون میاشت کې په تاشکند کې لاسلیک شوی و، د افغان لوري له خوا د داخلي پړاوونو له بشپړېدو وروسته به په رسمي ډول په کار پیل وکړي.

په تېرو ۵ کلونو کې د اوزبیکستان  او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲.۵ چنده زیاته شوې ده؛ یعنې په ۲۰۲۱ کال کې له ۶۵۳ میلیونه ډالرو څخه په ۲۰۲۵ کال کې ۱ میلیارډ او ۶۸۰ میلیونه ډالرو ته لوړه شوې ده. دواړه هېوادونه په پام کې لري چې د غوراوي سوداګرۍ د تړون په پلي کولو سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارډ ډالرو ته ورسوي.

 

وپلټۍ
متحده عربي اماراتو ملي تېلو شرکت«اډنوک» اعلان وکړ چې یوه بېړۍ یې په هرمز تنګي کې تر برید لاندې راغلی
د حوثیانو له خوا توغول شوی یو کروز توغندی د ریاض په سیمه کې له منځه یوړل شو
د روسیې په کېمېروو سیمه کې د یوې پوځي ترانسپورتي الوتکې د لوېدو له امله ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ایران پوځ په کویټ کې د امریکا په هوايي اډه کې د پېټریوټ دفاعي سیسټمونو د ویشتو ادعا وکړه.
امریکا د ایران پر قیشم ټاپو ګڼ شمېر بریدونه کړي دي.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ټرمپ: د روسیې او اوکراین جګړه حل ته «ډېره نږدې» شوې ده
په ټوله اروپا کې د امریکا سفارتونو  خپلو اتباعو ته د احتمالي امنیتي ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ
د پاکستان د پوځ مشر له ایران سره د 'نږدې همغږۍ' غوښتنه وکړه
غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو  یوه فلسطینۍ ښځه ووژله او ۱۰ نور یې ټپیان کړل
د فنلنډ ولسمشر تورکیه د اروپا یو مهم امنیتي لوبغاړی او د ناټو نه بېلېدونکی متحد وباله.
سعودي شرکت په پاکستان کې د ۳۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د انرژۍ زېربناوو د پراختیا هوکړه لاسلیک کړه
د منګولیا ولسمشر ویلي د فساد له تورونو وروسته به استعفا وکړي او ژمنه یې وکړه چې خپل نوم به پاک کړي.
د عراق پارلماني پلټنو په «جرف الصخر» کې د تېلو د قاچاق شواهد افشا کړل
فیدان وايي تورکیه باید د سیمه‌ییز اتصال د پیاوړتیا مشري پر غاړه واخلي