اوزبیکستان له افغانستان سره د غوراوي سوداګرۍ تړون تایید کړ

د اوزبیکستان  د عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې ولسمشر میرضیایف د یاد تړون د تایید اړوند فرمان لاسلیک کړی دی.

By
اوزبیکستان له افغانستان سره د غوراوي سوداګرۍ تړون تایید کړ / Reuters

د اوزبیکستان  ولسمشر شوکت میرضیایف د خپل هېواد او افغانستان ترمنځ د غوراوي سوداګرۍ تړون د تایید فرمان لاسلیک کړ.

د اوزبیکستان  د عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې ولسمشر میرضیایف د یاد تړون د تایید اړوند فرمان لاسلیک کړی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د دې تړون هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اسانتیا او د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ده. همدارنګه زیاته شوې چې د دغه سند له لارې د دوه اړخیزې سوداګرۍ لپاره د لا مناسبو شرایطو رامنځته کول په نښه شوي دي.

د دې فرمان پر بنسټ، د اوزبیکستان  د پانګونې، صنایعو او سوداګرۍ وزارت او د ګمرکونو کمېټې ته د تړون د پلي کېدو د څارنې دنده سپارل شوې ده. د دې ترڅنګ، د بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه شوې چې افغان لوري ته په رسمي ډول خبر ورکړي چې د اوزبیکستان  له خوا د تړون د نافذېدو لپاره ټول لازم کورني قانوني پړاوونه بشپړ شوي دي.

د غوراوي سوداګرۍ دغه تړون چې د ۲۰۲۵ کال په جون میاشت کې په تاشکند کې لاسلیک شوی و، د افغان لوري له خوا د داخلي پړاوونو له بشپړېدو وروسته به په رسمي ډول په کار پیل وکړي.

په تېرو ۵ کلونو کې د اوزبیکستان  او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲.۵ چنده زیاته شوې ده؛ یعنې په ۲۰۲۱ کال کې له ۶۵۳ میلیونه ډالرو څخه په ۲۰۲۵ کال کې ۱ میلیارډ او ۶۸۰ میلیونه ډالرو ته لوړه شوې ده. دواړه هېوادونه په پام کې لري چې د غوراوي سوداګرۍ د تړون په پلي کولو سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارډ ډالرو ته ورسوي.