نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
روسیې د اوکراین نور کلي هم ونیول، په داسې حال کې چې د ټرمپ او پوتین لیدنه لا هم ناڅرګنده ده
روسیې په اوکراین کې د نویو ځمکنیو لاسته راوړنو ادعا کړې، په داسې حال کې چې د ملکي تلفاتو د زیاتوالي له امله ډیپلوماسي له ستونزو سره مخ ده.
روسیې د اوکراین نور کلي هم ونیول، په داسې حال کې چې د ټرمپ او پوتین لیدنه لا هم ناڅرګنده ده
روسیې د اوکراین نور کلي هم ونیول، په داسې حال کې چې د ټرمپ او پوتین لیدنه لا هم ناڅرګنده ده / AP

روسیې د اوکراین نور کلي هم ونیول، په داسې حال کې چې د ټرمپ او پوتین لیدنه لا هم ناڅرګنده ده

روسیې په اوکراین کې د نویو ځمکنیو لاسته راوړنو ادعا کړې، په داسې حال کې چې د ملکي تلفاتو د زیاتوالي له امله ډیپلوماسي له ستونزو سره مخ ده.

د روسیې دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې ځواکونو یې د اوکراین په سوېل ختیځ کې د پولې هاخوا د بریدونو د زیاتوالي په ترڅ کې دوه نور کلي هم نیولي دي.

دغه وزارت پر ټلګرام په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې روسي ځواکونو د زاپوریژیا په سیمه کې د پاولویکا (Pavlivka) او په ګاونډي دنیپروپتروفسک (Dnipropetrovsk) کې د ایوانوفکا (Ivanivka) کنټرول ترلاسه کړی دی.

دغه راز یې ادعا کړې چې د روسیې پر ملکي اهدافو د بریدونو په ځواب کې یې د اوکراین د انرژۍ تاسیسات هم په نښه کړي دي.

روسیې او اوکراین د شپې له خوا پر یو بل درانه توغندیز بریدونه تبادله کړل، چې دا داسې شخړه ده چې د کمېدو هېڅ نښې یې نه ښکاري.

اوکرایني چارواکو تر دې مخکې د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی و چې د روسیې په بریدونو کې په کییف او شاوخوا سیمو کې د دوو ماشومانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي او په ټول هېواد کې یې د برېښنا پراخې پرچاوۍ رامنځته کړي دي.

د اوکراین پوځ په جلا توګه ویلي، چې د روسیې په بریانسک سیمه کې یې د فرانسې او برېتانیا په جوړو "سټورم شېډو" توغندیو پر یوه کیمیاوي کارخانه برید کړی او دا برید یې د روانو دفاعي عملیاتو یوه برخه بللې ده.

تېره اونۍ، پوتین او ټرمپ ټیلیفوني خبرې وکړې او په هنګري کې یې د یوې سرمشریزې پر جوړولو هوکړه وکړه، چې د کرملین په وینا په څو اونیو کې ترسره کېدای شي.

د جګړې د درولو لپاره ډیپلوماتیکې هڅې ټکنۍ شوي، او سپینې ماڼۍ ویلي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د روسي سیال ولادیمیر پوتین ترمنځ د لیدنې لپاره کوم نږدې پلان نشته.

ټرمپ ویلي چې نه غواړي یوه بې ځایه غونډه ولري – هغه څه چې مسکو هم وايي غواړي مخه یې ونیسي.

خو روسي چارواکو ویلي، چې د سرمشریزې لپاره چمتووالی دوام لري.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف خبریالانو ته وویل: "نېټې لا نه دي ټاکل شوي، خو تر هغه مخکې بشپړ چمتووالي ته اړتیا ده، او دا وخت نیسي."

"دا روښانه ده چې دا هرڅه د ډېرو ګنګوسو، اوازو او داسې نورو شیانو په منځ کې راګیر دي. ډېری یې په بشپړه توګه ناسم دي. تر اوسه کوم نوی خبر نشته."

رویټرز خبري اژانس ته درېیو سرچینو ویلي، چې دا ځنډ وروسته له هغه راغی چې روسیې امریکا ته د سولې تړون ته د رسېدو لپاره خپل پخواني شرایط بیا تکرار کړل، چې په کې دا هم شامل دي چې اوکراین باید د سوېل ختیځ ډونباس سیمې بشپړ کنټرول پرېږدي.

دا د ټرمپ د تېرې اونۍ د هغې وینا ردول وو چې ویلي یې وو دواړه لوري باید په اوسنیو جبهو کې ودریږي.

د ریا دولتي خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر سرګي ریابکوف له قوله ویلي، چې هغه نه شي تاییدولی چې مسکو خپل دریځ رسولی دی.

د ریابکوف له قوله ویل شوي: "د سرمشریزې لپاره چمتووالی دوام لري. زه کوم لوی خنډ نه وینم."

 

وپلټۍ
ادعا شوې ترمپ  چې لومړی یې «د حوثیانو پر وړاندې د عملیاتو» امر ورکړی و  له خپلې دې پرېکړې په شا شوی
د ایران سپاه پاسداران: «د هرمز په تنګي کې مو د MQ-1 ډوله بې پیلوټه الوتکه راپرزولې
ترامپ: «کولی شم ټول ایران ته انفجار ورکړم او له منځه یي یوسم»
په کانادا کې د کنیسې (سیناګوګ) مخې ته په وسله وال برید کې د یوه پولیس په ګډون دوه کسان ټپیان شول
د فرانسې ولسمشر ماکرون د کاناډا له لومړي وزیر کارني سره لیدنه کوي
امریکا د منځني ختیځ لپاره امنیتی خبرداری خپور کړ
د سعودي عربستان هوايي ځواکونو پر ریاض د حوثیانو توغندي توغولو هڅه شنډه کړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسمبلۍ لپاره امریکا ته سفر کوي
د اندونیزیا ولسمشر په یوه غونډه کې د «ازاد فلسطین» شعارونه ورکړل
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي
د سکانډیناویا هوایي شرکت  اسرائیل ته د الوتنو د بیا پیلولو پلان لغوه کړ
د یمن په پلازمېنه صنعاء کې د حوثیانو له لوري د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) له ویشتلو وروسته د چاودنو غږو
په پاکستان کې د یوه جومات ترڅنګ چاودنه شوې چې له امله يي ۱۵ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان دي