ټرمپ غواړي چې د امریکا مرکزي بانک مشر په سمدستي ډول استعفا ورکړي

د امریکا ولسمشر د امریکا د مرکزي بانک پر رئیس یو ځل بیا نیوکې وکړې.

/ REUTERS

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د امریکا د مرکزي بانک  مشر جیروم پاول باید سمدستي استعفا ورکړي.

ټرمپ دغه څرګندونې په خپل ټولنیز پلیټفارم "ټروت سوشیل" کې وکړې. همداشان هغه د فدرالي کور جوړونې مالي ادارې مشر ویلیم پولټ  لخوا د کانګرس  نه د مرکزي بانک د رئیس پاول په اړه د پلټنو د پیلولو غوښتنه هم شریکه کړه.

ټرمپ وویل: "ډېر ناوخته دی، باید سمدستي استعفا ورکړي!!!" هغه د پاول لپاره خپل ځانګړی لقب وکاراوه، او د بلومبرګ هغه راپور ته یې اشاره وکړه چې د پولټ غوښتنه پکې ذکر شوې وه.

پولټ له کانګرس څخه وغوښتل چې د پاول په اړه د هغه څه په اړه پلټنې وکړي چې هغه یې "سیاسي تعصب" او "په سنا کې د اورېدنې پر مهال ګمراه کوونکي څرګندونې" وبللې.

پولټ تور ولګاوه چې پاول د فدرالي ریزرو د مرکزي دفتر د ۲.۵ میلیارد ډالرو د بیا رغونې د پلان په اړه دروغ ویلي، او دا یې د ناسم چلند یو څرګند مثال وباله.

پاول د ټرمپ له خوا د هغه د لومړۍ دورې په جریان کې د امریکا د مرکزي بانک د مشر په توګه نومول شوی و.

د ټرمپ وروسته جو بایډن  هم  هغه د دویمې دورې لپاره د مرکزي بانک د مشر په توګه وټاکه.

ټرمپ په وار وار پاول باندې نیوکې کړې، په ځانګړې توګه د "د سود د کچې د کمولو په ځنډ" باندې.