نن د اګست ۳۰ مه په تورکیه کې د یرغلګرو ځواکونو پر وړاندې د ستر بري د ۱۰۳ مې کلیزې سره سمون خوري.

دا ورځ په تورکیه، شمالي قبرس تورکي جمهوریت او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د تورکیې په سیاسي ، کولتوري او فرهنګي  نماینده ګیو کې د ځانګړو مراسمو سره لمانځل کیږي.

/ AA

د ویلو ده چې د لمانځونو لومړنی ادرس  د تورکیې د جمهوریت بڼسټ ایښودونکي مصطفی کمال اتاترک قبر وو.

د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ هیئت لومړی د اتاترک قبر زیارت وکړ. پدې مراسمو کې د ولسمشر اردوغان سربیره د ملي شورا رئیس نعمان کورلتولموش، د سیاسي ګوندونو مشرانو، د کابینې وزیرانو، پارلمان وکیلانو او پوځي او ملکي چارواکیو ګډون کړی وو.

ولسمشر اردوغان لومړی د اتاترک په قبر د ګلانو ګیډۍ کیښوده او وروسته د هغه معنوي حضور ته د درناوي مراسم ترسره شول. وروسته ملي سرود وغږول شو.

وروسته ولسمشر اردوغان د اتاترک د مزار په ځانګړي کتاب کې  لاسلیک وکړ او داسې ولیکل،

عزیز اتاترک، نن موږ ټول ملت په ګډه د لویې بریا ۱۰۳مه کلیزه په ویاړ سره لمانځو. هغه کسان چې د بریدګرۍ خوبونه په سر کې لري، لکه څنګه چې یو پېړۍ مخکې یې په دې لاره کې کار کاوه، نن هم نه ارامېږي او د پټو توطیو پسې دي. زموږ د سیمې د بې ثباته کولو پلانونو په وړاندې، زموږ دولت د خپل امنیت او د خپلو خلکو د ارامۍ لپاره هر ډول تدابیر نیولي او نیسي. ستاسې روح دې ښاد وي..