اقتصاد
3 د لوستلو دقیقې
تورکیې د رقابت قوانینو نه د سرغړونې له امله د ویزه او ماسټرکارډ  بانکي کارتونو پر خلاف پلټنه پیل کړې
د تورکیې د رقابت ادارې د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې ماسټرکارډ او ویزا، چې د نړۍ ستر بانکی کارتونو سیستمونه دي، د رقابت د قوانینو د احتمالي سرغړونې په تور تر پلټنې لاندې نیول شوي دي.
تورکیې د رقابت قوانینو نه د سرغړونې له امله د ویزه او ماسټرکارډ  بانکي کارتونو پر خلاف پلټنه پیل کړې
/ AP

تورکیې د رقابت د قوانینو نه د سرغړونې له امله د ویزه او ماسټرکارډ  بانکي کارتونو پر خلاف پلټنه پیل کړې ده.

د تورکیې لخوا د سترو تادیاتو شرکتونو په اړه پلټنه پیل شوې ده، ترڅو وټاکل شي چې آیا ماسټرکارډ او ویزه کارت د رقابت قوانین مات کړي دي که نه.

د تورکیې د رقابت ادارې د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې ماسټرکارډ او ویزا، چې د نړۍ ستر بانکی کارتونو سیستمونه دي، د رقابت د قوانینو د احتمالي سرغړونې په تور تر پلټنې لاندې نیول شوي دي.

د رقابت بورډ په خپله اعلامیه کې ویلي چې دا پلټنه د دې معلومولو لپاره پیل شوې چې آیا ماسټرکارډ او ویزا د تادیاتي مؤسسو مخه نیولې، تر څو دوی نشي کولای له هیواد څخه بهر سوداګرو ته خدمات وړاندې کړي.

د پلټنې تمرکز پر دې دی چې دا دوه شرکتونه ښايي هغو تادیاتي خدمت‌ وړونکو ته، چې نړیوال حلونه وړاندې کوي، ستونزې جوړې کړي وي. دوی له بهرنیو سوداګرو سره د هغو تادیاتو/POS (پلور‌نقطې) بنسټ ته د لاسرسي اجازه نه ورکوله، کوم چې د تورکیې د بانکدارۍ قانون (شمېره ۵۴۱۱) له مخې د بانکونو له خوا نورو تادیاتي مؤسسو ته وړاندې کېږي.

بورډ زیاتوي، هغه تادیاتي مؤسسې چې په تورکیه کې فعالیت کوي، کولای شي د خپلو بهرنیو دوه‌ اړخیزو هوکړو له لارې د هغو مصرفوونکو لپاره خدمات برابر کړي چې غواړي له بهرنیو سوداګرو سره تادیه وکړي.

د سکیم اصول او بندیزونه

د بورډ په وینا، د دغو دوه ‌اړخیزو هوکړو له مخې، نړیوال تادیات محلي بڼه غوره کوي او د ماسټرکارډ یا ویزا د سرحدونو څخه تېرېدونکو معاملو فیسونو ته اړتیا نه لري.

"د دې موضوع په تړاو د ترسره شوو ابتدايي پلټنو موندنې ښيي چې ماسټرکارډ او ویزا له بېلابېلو لارو چارو، لکه پر بانکونو بندیزونه لګول — چې ګواکې د دوی له ټاکل شوو سکیم ‌اصولو څخه سرغړونه کوي — د هغو تادیاتي مؤسسو فعالیتونه یې خنډ کړي چې دوه‌اړخیزې هوکړې لري."

"د همدې له مخې، په نړیوال کارت ‌تادیه سیستم بازار کې د فعالیت کوونکو ماسټرکارډ او ویزې پر ضد پلټنه پیل شوې."

دا پلټنه به دا تورونه وڅېړي چې ماسټرکارډ او ویزې له هغو سوداګرو څخه چې له تورکیې بهر موقعیت لري، د کارت ‌تادیې/POS بنسټ کارول بند کړي او بدیلو تادیاتي حللارو ته یې لاره بنده کړې.

په پای کې اداره یادونه کوي چې د پلټنې پریکړه دا معنا نه لري چې دغو شرکتونو حتمي قانون مات کړی یا به پرې بندیز لګول کېږي.

وپلټۍ
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"