نن د نوامبر لسمه نیټه ده چې د تورکیې جمهوریت د بڼسټګر مصطفی کمال اتاترک د ۸۷ م تلین سره سمون خوري.
د غازي مصطفی کمال اتاترک د وفات ۸۷ کاله تېر شول، هغه شخصیت چې یو ناهیلی ملت یې د ملي مبارزې په اور سره راپورته کړ، اناتولیا یې په وطن بدله کړه او د تورکیې جمهوریت یې تاسیس کړ، چې نن ورځ ۱۰۲ کلن دی.
مصطفی کمال اتاترک څوک دی ؟
مصطفی کمال اتاترک په ۱۸۸۱ کال کې د نني یونان په سالونیک ښار کې زیږیدلی و. د خپلې مور زبیدې خانم په غوښتنه یې لومړنۍ زده کړې د حافظ محمد افندي په محلي ښوونځي کې پیل کړې، خو وروسته یې د خپل پلار علي رضا افندي په غوښتنه په شمسي افندي ښوونځي کې خپلې لومړنۍ زده کړې بشپړې کړې.
مصطفی کمال چې د منځنیو زده کړو لپاره د سالونیک ښار په ملکي برخه کې زده کړې کولې چې وروسته، په خپله خوښه یې هغه ښوونځی پرېښود او د سالونیک په پوځي رشته کې یې زده کړو ته دوام ورکړ. وروسته د مناستر له پوځي لېسې څخه په دوهمه درجه فارغ شو. د پوځي زده کړو ترڅنګ یې د بهرنیو ژبو زده کړې هم روانې وې او په دوبي کې به چې کله سالونیک ته په رخصتۍ تلو، د فرانسوي ژبې درسونه به یې هم ویل.
وروسته استانبول ته راغی او په ۱۸۹۹ کال کې په حربي پوهنتون کې شامل شو او په ۱۹۰۲ کال کې د دوهم بریدمن په رتبه فارغ شو. په ۱۹۰۵ کال کې یې له حربي اکاډمۍ څخه د تورن په رتبه فراغت ترلاسه کړ.
پوځي ژوند
مصطفی کمال په ۱۹۰۵ کال کې د نظامي زده کړو د بشپړولو لپاره په شام کې د پنځمې اردو قوماندانۍ ته واستول شو او د سوریې په سیمه کې د خپلو غوره خدمتونو له امله ورته د پنځمې رتبې مجیدي نښان ورکړل شو. په ۱۹۰۷ کال کې د مقدونیې په مناستر ښار کې د دریمې اردو قوماندانۍ ته وګمارل شو.
کله چې مصطفی کمال په مناستر او سالونیک کې دنده ترسره کوله، په ۱۹۰۹ کال کې یې په استانبول کې د "۳۱ مارچ پیښې" په ځپلو کې هم برخه واخیسته. په ۱۹۱۱ کال کې کله چې ایټالیا پر طرابلس برید وکړ، هغه طبرق ته واستول شو او هلته یې د ترکي ځواکونو په بریالیتوب سره مشري وکړه او د ایټالیا پر وړاندې یې د طبرق جګړه وګټله.
کله چې په ۱۹۱۲ کال کې د بالکان جګړه پیل شوه، مصطفی کمال په ګالیپولي او بولایر کې له خپلو ځواکونو سره په جګړه کې برخه واخیسته او د دیموتوکا او ادرنې په بېرته نیولو کې یې مهم رول ولوباوه.
"له هیواده دفاع څخه بل لوړ مسؤلیت نشته"
په ۱۹۱۳ کال کې د بالکان له جګړې وروسته، مصطفی کمال په صوفیه کې د پوځي اتشه په توګه وټاکل شو. کله چې لومړۍ نړیواله جګړه پیل شوه، هغه وغوښتل چې په جګړه کې فعاله ونډه واخلي. په ۱۹۱۵ کال کې د ۱۹مې فرقې د قوماندان په توګه وټاکل شو.
کله چې دښمن ځواکونو په ګالیپولي ټاپووزمه کې ځواکونه ځای پرځای کړل، د اتاترک تر قوماندې لاندې ځواکونو هغوی په شا وتمبول. مصطفی کمال پاشا خپلو هغو سرتېرو ته چې مرمۍ یې خلاصې شوې وې، وویل: "که مرمۍ نه لرئ، نو سرنیزې خو لرئ." او په دې سره یې د هغوی مورال لوړ کړ.
د چناق قلعه په جګړو کې د مصطفی کمال پاشا شهرت د "انافارتالار اتل" په نوم خپور شو. له چناق قلعه وروسته، هغه په ختیځه جبهه کې د ۱۶مې قول اردو د قوماندان په توګه وټاکل شو او په ۱۹۱۶ کال کې یې د روسیې بریدونه ودرول او بتلیس او موش ښارونه یې له دښمن څخه بېرته ونیول.
د هیواد اشغال او سامسون ته حرکت
کله چې د ۱۹۱۸ کال د موندورس اوربند وروسته د هیواد اشغال پیل شو، مصطفی کمال پاشا د ۱۹۱۹ کال د مې په ۱۹مه سامسون ته ولاړ او د خپلواکۍ مبارزه یې پیل کړه. هغه د ۱۹۱۹ کال د جون په ۲۲مه د اماسیا اعلامیه خپره کړه او ترک ملت ته یې خبر ورکړ چې "د هیواد تمامیت او د ملت خپلواکي له خطر سره مخ ده."
هغه له خپلې پوځي دندې استعفا وکړه او د ۱۹۱۹ کال د جولای په ۲۳مه یې په ارزروم او د سپټمبر په ۴مه یې په سیواس کې د جوړو شویو کنګرو مشري وکړه. په دې کنګرو کې پرېکړه وشوه چې "ملت به د دښمن د اشغال پر وړاندې له خپل هیواده دفاع کوي، د دې موخې لپاره به یو لنډمهاله حکومت جوړیږي او یوه ملي شورا به راغوښتل کیږي."
د تورکیې د لوی ملي مجلس تاسیس
د اتاترک په مشرۍ د ۱۹۲۰ کال د اپریل په ۲۳مه په انقره کې د تورکیې لوی ملي مجلس خپله تاریخي دنده پیل کړه او مصطفی کمال اتاترک د مجلس او حکومت د رئیس په توګه وټاکل شو.
د ملي مبارزې په ترڅ کې، د هغه تر قوماندې لاندې ترکي پوځ د یونان پوځ ته په ساکاریا او دوملوپنار جګړو کې سختې ماتې ورکړې. د ۱۹۲۲ کال د اګست په ۳۰مه د لوی برید په پایله کې دښمن له هیواده وشړل شو او د سپټمبر په ۹مه ترکي پوځ ازمیر ته داخل شو.
د لوزان تړون او د جمهوریت اعلان
د خپلواکۍ له جګړې وروسته، د ۱۹۲۳ کال د جولای په ۲۴مه د لوزان د سولې تړون لاسلیک شو، چې د تورکیې خپلواکي یې په رسمیت وپېژندله.
د ۱۹۲۳ کال د اکتوبر په ۲۹مه د تورکیې لوی ملي مجلس جمهوریت اعلان کړ او مصطفی کمال اتاترک د تورکیې لومړنی ولسمشر وټاکل شو. هغه تر ۱۹۳۸ کال پورې، چې وفات شو، څلور ځله پرله پسې د ولسمشر په توګه وټاکل شو او په دې توګه هغه ولسمشر شو چې تر ټولو اوږده موده یې دا دنده ترسره کړې.
په ۱۹۳۴ کال کې د یو قانون له مخې هغه ته د "اتاترک" تخلص ورکړل شو.
وروستي کلونه او وفات
اتاترک د "زما شخصي مسئله ده" په نوم د هاتای ولایت د تورکیې سره د یوځای کولو لپاره ډېرې هڅې وکړې، چې دا هدف یې له مړینې وروسته په ۱۹۳۹ کال کې ترسره شو.
مصطفی کمال اتاترک په خپل ۵۷ کلن ژوند کې د خپل ملت او هیواد د خپلواکۍ لپاره نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړې او له هرې مبارزې څخه بریالی راووت.
هغه د ۱۹۳۸ کال د نومبر په ۱۰مه د سهار په ۹:۰۵ بجو په استانبول کې د دولماباغچې په ماڼۍ کې د ۵۷ کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.
د اتاترک جنازه د یوې لویې غونډې په ترڅ کې انقرې ته ولېږدول شوه او د ۱۹۳۸ کال د نومبر په ۲۱مه د انقرې په توکمپوهنې موزیم کې په خپل لنډمهالي قبر کې خاورو ته وسپارل شوه. د هغه جسد تر ۱۰ نومبر ۱۹۵۳ پورې هلته پاتې شو، او وروسته خپل ابدي ارامګاه انیتکبیر ته ولېږدول شو.
اتاترک چې ویلي وو "زما عاجز وجود به یوه ورځ خاورې شي، خو د تورکیې جمهوریت به د تل لپاره پایښت ولري"، د تورکیې په زړه انیتکبیر کې د ترک ملت په زړونو کې ژوندی دی.























