امریکا د کولمبیا د ولسمشر ګوستاو پیترو ویزه د هغه د "بې پروایۍ او پاروونکو اقداماتو له امله لغوه کړه
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ پر اېکس (X) ټولنیزه شبکه ولیکل: "موږ به د پیټرو ویزه د هغه د بې پروا او لمسونکو اقداماتو له امله لغوه کړو."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د کولمبیا د ولسمشر ګوستاوو پیټرو ویزه به لغوه کړي، ځکه هغه په نیویارک کې "له امریکايي سرتېرو وغوښتل چې له امرونو سرغړونه وکړي او تاوتریخوالي ته لمن ووهي."
د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ پر اېکس (X) ټولنیزه شبکه ولیکل: "موږ به د پیټرو ویزه د هغه د بې پروا او لمسونکو اقداماتو له امله لغوه کړو."
د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړه: "نن وختي، د کولمبیا ولسمشر د نیویارک ښار پر یوه سړک ودرېد او له امریکايي سرتېرو یې وغوښتل چې له امرونو سرغړونه وکړي او تاوتریخوالي ته لمن ووهي."
پیټرو، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې لپاره نیویارک ته تللی و، د ملګرو ملتونو د مرکز بهر یوې غونډې ته وویل: "زه د امریکا متحده ایالتونو د پوځ له ټولو سرتېرو غواړم چې خپل ټوپکونه د خلکو په لور ونه نیسي. د (ولسمشر ډونالډ) ټرمپ له امرونو سرغړونه وکړئ. د انسانیت د امرونو اطاعت وکړئ!"
د هغه دفتر او د کولمبیا د بهرنیو چارو وزارت د تبصرې لپاره غوښتنو ته سمدستي ځواب ونه وایه.
پیټرو د سې شنبې په ورځ نړیوالې غونډې ته په خپله وینا کې پر ټرمپ هم سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې د امریکا مشر په غزه کې "په نسل وژنه کې شریک" دی او د کارابین په اوبو کې د مخدره توکو د قاچاق پر مشکوکو کښتیو د امریکا د توغندیزو بریدونو په اړه یې د "جنایي تعقیب" غوښتنه وکړه.
د جمعې په ورځ د پیټرو په ټولنیزو رسنیو کې لیدل شوي چې هغه په نیویارک کې د فلسطین پلوه لاریون کوونکو په غونډه کې د خپلو خبرو څو ویډیويي کلیپونه بیا خپاره کړي دي.
پیټرو پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي: "فلسطین ازاد کړئ. که غزه سقوط وکړي، انسانیت به مړ شي."
د کولمبیا مشر، چې په غزه کې د اسرائیلو د جګړې سخت مخالف دی، اسرائیلو ته یې د ډبرو سکرو صادرات هم ځنډولي دي.
د کولمبیا ولسمشر ګوستاوو پیټرو د اپرېل په میاشت کې، ویلي و چې ممکن امریکا یې ویزه لغوه کړې وي، ځکه د کډوالۍ او ډیپلوماتیکو پالیسیو پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی و.
هغه زیاته کړه: "ما ویزې ته اړتیا نه درلوده، خو ښه ده. ما ډونالډ ډک (کارتوني کرکټر) څو ځله لیدلی، نو زه به نور شیان هم ووینم."
پیټرو به دویم کولمبیایي ولسمشر وي چې د امریکا ویزه یې لغوه کیږي.
په ۱۹۹۶ کال کې، د ولسمشر ارنستو سمپر ویزه د کلینټن ادارې لخوا د مخدره توکو د قاچاق په تړاو د تورونو له امله لغوه شوې وه.