نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
ټرمپ:امریکا به د "ګڼو کیندونکو ماشینونو" په کارولو د ایران یورانیم لیرې او خپل هېواد ته راانتقال کړي
امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا خپله ادعا تکرار کړې چې د سولې د تړون له مخې به د امریکا متحده ایالات او ایران په ګډه د کیندونکو ماشینونو په کارولو سره د تهران له اټومي تاسیساتو څخه یورانیم راوباسي، او وروسته به دا مواد د امریکا خاورې ته یوسي
ټرمپ:امریکا به د "ګڼو کیندونکو ماشینونو" په کارولو د ایران یورانیم لیرې او خپل هېواد ته راانتقال کړي
ټرمپ / AP


د ټرمپ دغه تازه څرګندونې په داسې حال کې دي چې ایران ټینګار کړی، چې د خپلو غني شویو یورانیمو زېرمې به "هېڅ ځای ته" ونه لېږدوي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا خپله ادعا تکرار کړې چې د سولې د هر ډول تړون له مخې به د امریکا متحده ایالات او ایران په ګډه د کیندونکو ماشینونو په کارولو سره د تهران له اټومي تاسیساتو څخه یورانیم راوباسي، او وروسته به دا مواد د امریکا خاورې ته ولېږدوي.

د ټرمپ دغه څرګندونې د جمعې په ورځ په داسې حال کې دي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مخکې ویلي وو چې د تهران د غني شویو یورانیمو زېرمه به "هېڅ ځای ته" ونه لېږدول شي.

ټرمپ د اریزونا ایالت په فینکس ښار کې د "ټرنینګ پواینټ یو اېس اې" په نوم محافظه کار خوځښت یوې غونډې ته وویل: "چا وپوښتل، چې موږ به دا هستوي ګرد څنګه ترلاسه کړو؟ موږ به له ایران سره په ګډه د ګڼو کیندونکو ماشینونو په وسیله لاړ شو او دا به ترلاسه کړو."

هغه زیاته کړه، "موږ تر ټولو لویو کیندونکو ماشینونو ته اړتیا لرو چې تاسو یې تصور کولی شئ."

"خو موږ به له ایران سره په ګډه ورشو. موږ به دا مواد ترلاسه کړو او ډېر ژر به یې بېرته امریکا ته خپل کور ته یوسو."

د ټرمپ دغه تازه څرګندونې په داسې حال کې دي چې ایران ټینګار کړی، چې د خپلو غني شویو یورانیمو زېرمې به "هېڅ ځای ته" ونه لېږدوي.

د لبنان او اسرائیل اوربند

د ټرمپ دا خبرې د پنجشنبې د ورځې د هغې ادعا تشریح وه چې ګواکې ایران د خپلو غني شویو یورانیمو پر سپارلو هوکړه کړې، خو د دې لېږد په اړه یې هېڅ جزئیات نه وو ورکړي.

د امریکا مشر په منظمه توګه د "هستوي ګرد" اصطلاح د ایران د غني شویو یورانیمو زېرمو ته کاروي، چې امریکا پر ایران تور لګوي چې د اټومي بم جوړولو لپاره یې ساتي.

خو هغه کله ناکله دا اصطلاح هغو موادو ته هم کارولې چې تېر کال په جون میاشت کې د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا له بریدونو وروسته پاتې شوي وو.

ټرمپ د جمعې په ورځ له ایران سره د سولې د تړون د چانسونو په اړه ډېر خوشبین برېښېده، او د فرانسې خبري اژانس ته یې وویل چې "هېڅ خنډ" نشته او تړون "ډېر نږدې" دی.

د ایران په اړه د هغه دا څرګندونې "ټرنینګ پواینټ یو اېس اې" ته د وینا پر مهال وې، چېرته چې هغه د ایریکا کرک لخوا معرفي شو. ایریکا د دې ډلې د بنسټګر چارلي کرک کونډه ده - چې د ټرمپ ملګری و او د سپټمبر په میاشت کې ووژل شو.

ټرمپ د ناټو پر پوځي تړون هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې امریکا اوس مهال د هغوی مرستې ته اړتیا نه لري. هغه د لبنان او اسرائیل اوربند هم وستایه، چې د هغه په وینا "له ۷۸ کلونو وروسته رامنځته شو"، او زیاته یې کړه چې امریکا به "لبنان بیا ستر کړي."

 

وپلټۍ
د نیپال او چین د سیلابونو له امله د مړو شمېر له ۱۳۰۰ څخه اوښتی او زرګونه کسان لا هم ورک دي
د بریتانیا حکومت پر لایپزیگ هوایي ډګر برید له امله روسي استازی احضار کړ
د امریکا د استازو جرګې د هغو پوهنتونونو لپاره د بندیزونو لایحه تصویب کړه چې پر اسرائیلو بایکاټ لګوي
پوتین وویل، د روسیې او اوکراین ترمنځ هوکړې ته د رسېدو لپاره چانس شته
د مونیخ د دفاعي صنایعو د یوه شرکت مخې ته د قصدي اور اچونې هڅه
د پاکستان پوځ: "په خېبر پښتونخوا کې ۱۵ وسله‌وال له منځه یوړل شول"
د امریکا پوځ په ختیځ ارام سمندر کې یوه کښتۍ د مخدره توکو د قاچاق په تور ډوبه کړه
ټرمپ د ایران جګړې د پای ته رسولو د اعلان په اړه غور کوي
روسیه وايي، د مسکو پر لور روانې ۳۷ بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي
روسیه: "موږ د اوکراین لوژستیکي مرکزونه او هغه کښتۍ چې د پوځي موخو لپاره کارول کېدې په نښه کړل."
د امریکا په مینیپولیس ښار کې وسله وال برید کې ۲ تنه وژل شوي
اوکراین ولسمشر زیلینسکي وویل چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د بریدونو په اړه د نړۍ غبرګون کافي نه دي
په جرمني کې د اورګاډي یو تمځای تر څېرمه چاودنه شوې
ټرمپ: "که زه د امریکا ولسمشر نه وای، اسرائیل به له منځه تللی وای."
د روسیې له خوا د انګلستان پر پوځي اډو د حملې ګواښ
د ایران بریدونو په منځني ختیځ کې د امریکا استخباراتي تاسیساتو ته پراخ زیان اړولی دی
د روسیې په کراسنودار سیمه کې د تېلو د تصفیې په یوه فابریکه کې د ډرون برید وروسته اور رامنځته شو
یوه ۱۰۱ کلنه ښځه د مخدره توکو د قاچاق په تور ونیول شوه
د روسي شرکت اوزون پر درې بېلا بېلا زېرمتونونو باندې د بې پیلوټه الوتکو حملې ترسره شوې
د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوټریش په کیف او نورو اوکرایني ښارونو د روسیې بریدونه په کلکه وغندل