زیلینسکي ویلي دي چې د اوکراین لپاره د امریکا امنیتي تضمینونه په سلو کې سلو کې چمتو دي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل، د اوکراین لپاره د امنیتي تضمینونو په اړه د متحده ایالاتو یو سند په بشپړه توګه چمتو دی، او کییف د دې سند د لاسلیک لپاره د وخت او ځای ټاکل کیدو ته په تمه دی.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي دي چې د اوکراین لپاره د امریکا امنیتي تضمینونه په سلو کې سل چمتو دي.
د جمعې او شنبې په ورځو، اوکرایني او روسي مرکچیانو په ابوظبۍ کې د امریکایي منځګړیو په ګډون خپله لومړۍ درې اړخیزه غونډه وکړه، ترڅو د واشنګټن پر چوکاټ خبرې وکړي.
ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل، د اوکراین لپاره د امنیتي تضمینونو په اړه د متحده ایالاتو یو سند په بشپړه توګه چمتو دی، او کییف د دې سند د لاسلیک لپاره د وخت او ځای ټاکل کیدو ته په تمه دی. هغه زیاته کړه چې په ابوظبۍ کې له روسیې سره د اونۍ په پای کې خبرو اترو یو څه پرمختګ کړی دی.
زیلینسکي د یکشنبې په ورځ د لیتوانیا پلازمینې ویلنیوس ته د سفر پر مهال یوې خبري غونډې ته وویل: "زموږ لپاره، امنیتي تضمینونه په لومړي سر کې د متحده ایالاتو لخوا د امنیت تضمین دی. سند ۱۰۰ سلنه چمتو دی، او موږ د خپلو شریکانو تایید ته په تمه یو ترڅو د لاسلیک نیټه او ځای وټاکي."
هغه وویل: "دا سند به بیا د متحده ایالاتو کانګرس او د اوکراین پارلمان ته د تصویب لپاره واستول شي."
د جمعې او شنبې په ورځو، اوکرایني او روسي مرکچیانو په ابوظبۍ کې د امریکایي منځګړیو په ګډون خپله لومړۍ درې اړخیزه غونډه وکړه، ترڅو د نږدې څلور کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د واشنګټن پر چوکاټ خبرې وکړي، خو کومه هوکړه ترې ترلاسه نه شوه.
په هرصورت، مسکو او کییف دواړو ویلي چې دوی نورو خبرو اترو ته چمتو دي، او یو امریکایي چارواکي خبریالانو ته د اونۍ په پای کې د خبرو اترو سمدستي وروسته وویل چې تمه کیږي نورې خبرې اترې به راتلونکې یکشنبه په ابوظبۍ کې وشي.
زیلینسکي وویل: "(په ابوظبۍ کې)، د (امریکا) پر ۲۰ ماده يیز پلان او ستونزمنو مسایلو خبرې کیږي. ډیرې ستونزمنې مسلې وې، خو اوس کمې دي."
هغه وویل مسکو غواړي هرڅه چې ممکن وي ترسره کړي ترڅو اوکراین د هغو ختیځو سیمو څخه لاس واخلي چې مسکو یې په نیولو کې پاتې راغلی دی.
خو هغه وویل، کییف له خپل دریځ څخه نه دی اوښتی چې د اوکراین ځمکنۍ بشپړتیا باید وساتل شي.
زیلینسکي وویل: "دا دوه بنسټیز مختلف دریځونه دي، د اوکراین او روسیې. امریکایان هڅه کوي چې یو جوړجاړی ومومي،" هغه زیاته کړه چې ټول اړخونه باید جوړجاړي ته چمتو وي، په شمول د امریکایانو.