نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې پر پولیسو خونړی برید وشو.
د ایالتي پولیسو کمیشنر، کریسټوفر پاریس، د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "زه تاییدولی شم چې نن پر پنځو پولیس افسرانو ډزې شوي، چې درې یې وژل شوي دي." هغه زیاته کړه چې دوه نور افسران په نازک روغتیايي وضعیت کې روغتون ته لېږدول شوي دي.
د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې پر پولیسو خونړی برید وشو.
/ AP

د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې پر پولیسو خونړی برید وشو.

یوه وسله وال کس د امریکا په ختیځ پنسلوانیا ایالت کې پر پنځو پولیس افسرانو ډزې کړې دي، چې درې یې وژلي او دوه نور یې سخت ټپیان کړي دي، او وروسته بریدګر خپله هم د پېښې په ځای کې وژل شوی دی. دا خبره د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي کړې ده.

د ایالتي پولیسو کمیشنر، کریسټوفر پاریس، د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "زه تاییدولی شم چې نن پر پنځو پولیس افسرانو ډزې شوي، چې درې یې وژل شوي دي." هغه زیاته کړه چې دوه نور افسران په نازک روغتیايي وضعیت کې روغتون ته لېږدول شوي دي.

دغه افسران د کورني تاوتریخوالي د یوې قضیې د څېړنې په لړ کې یوې پتې ته ورغلي وو چې ډزې پرې وشوې.

پاریس زیاته کړه: "زه تاییدولی شم چې بریدګر وژل شوی دی،" او ویې ویل چې شکمن کس د پولیسو له خوا ویشتل شوی.

هغه وویل چې په دې اړه څېړنې روانې دي او دا مهال خلکو ته کوم ګواښ نشته.

دا پېښه د چهارشنبې په ماسپښین د فلاډلفیا په ۲۱۰ کیلومترۍ سویل لویدیځ کې د یارک کاونټي په کوډورس ښارګوټي کې رامنځته شوه.

پاریس وویل: "ډېر داسې جزیات شته چې د څېړنو د روان بهیر له امله موږ دا مهال د هغو له شریکولو ډډه کوو."

هغه زیاته کړه، د دواړو ټپي افسرانو روغتیايي وضعیت نازک خو باثباته دی.

د پنسلوانیا والي، جاش شاپیرو، وویل: "دا د یارک کاونټي او د ټول پنسلوانیا ایالت لپاره یوه ډېره غمجنه او ویجاړوونکې ورځ ده."

د امریکا لویې څارنوالې پام بونډي پر اېکس (پخواني ټوېټر) ولیکل چې "اېف بي آی او اې ټي اېف اېچ کیو د پېښې په ځای کې دي او له ځايي پولیسو سره مرسته کوي." هغې زیاته کړه: "د قانون پلي کوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی یوه لویه بلا ده."

 

وپلټۍ
ایران د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې څخه مخکې د غزې د اقداماتو په اړه د اسرائیل غندنه وکړه
ادعا شوې ترمپ  چې لومړی یې «د حوثیانو پر وړاندې د عملیاتو» امر ورکړی و  له خپلې دې پرېکړې په شا شوی
د ایران سپاه پاسداران: «د هرمز په تنګي کې مو د MQ-1 ډوله بې پیلوټه الوتکه راپرزولې
ترامپ: «کولی شم ټول ایران ته انفجار ورکړم او له منځه یي یوسم»
په کانادا کې د کنیسې (سیناګوګ) مخې ته په وسله وال برید کې د یوه پولیس په ګډون دوه کسان ټپیان شول
د فرانسې ولسمشر ماکرون د کاناډا له لومړي وزیر کارني سره لیدنه کوي
امریکا د منځني ختیځ لپاره امنیتی خبرداری خپور کړ
د سعودي عربستان هوايي ځواکونو پر ریاض د حوثیانو توغندي توغولو هڅه شنډه کړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسمبلۍ لپاره امریکا ته سفر کوي
د اندونیزیا ولسمشر په یوه غونډه کې د «ازاد فلسطین» شعارونه ورکړل
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي
د سکانډیناویا هوایي شرکت  اسرائیل ته د الوتنو د بیا پیلولو پلان لغوه کړ
د یمن په پلازمېنه صنعاء کې د حوثیانو له لوري د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) له ویشتلو وروسته د چاودنو غږو