نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
په هیمالیا کې د خونړي سیلاب نه وروسته پوځ د لا درکه شوو کسانو د موندولو په موخه په پلټنو پيل وکړ
په هیمالیا کې د رامنځته شوي خونړي سیلاب نه وروسته  د لا درکه شوو کسانو د موندولو په موخه د هند پوځ د چهارشنبې په ورځ  د پلټنې فعالیتونه پيل کړل. ویل کیږي د پلټنو په عملیاتو کې  د کشفي سپینانو، ډرونونو  او بیلدوزرونو نه هم استفاده کیږي.
په هیمالیا کې د خونړي سیلاب نه وروسته پوځ د لا درکه شوو کسانو د موندولو په موخه په پلټنو پيل وکړ
/ AP

په هیمالیا کې د رامنځته شوي خونړي سیلاب نه وروسته  د لا درکه شوو کسانو د موندولو په موخه د هند پوځ د چهارشنبې په ورځ  د پلټنې فعالیتونه پيل کړل. ویل کیږي د پلټنو په عملیاتو کې  د کشفي سپینانو، ډرونونو  او بیلدوزرونو نه هم استفاده کیږي.

په دې پېښه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۰۰ کسان ورک دي، چې په کې ۱۱ پوځیان هم شامل دي. دا پیښه وروسته له هغې رامنځته شوه چې د خټو او اوبو یوه لویه څپه د اوتراکنډ ایالت د دارالي ښارګوټي په تنګ دره کې راپریوته.

پوځ د چهارشنبې په ورځ وویل: "اضافي پوځیان، د سپيانو د پلټنې ډلې، ډرونونه، لوژستیک ډرونونه او ماشین الات سیمې ته لېږدول شوي دي ترڅو د ژغورنې هڅې ګړندۍ شي."

پوځي هیلیکوپټرونه د اړینو توکو، درملو راوړلو او د بند پاتې کسانو د ایستلو لپاره کار کوي.

د اوتراکنډ ایالت لومړي وزیر، پشکر سینګ دهامي، وویل چې دا سېلاب د باران شدید اورښت له امله رامنځته شوی او د ژغورنې ډلې لکه د  "جګړه ییز حالت" په څیر کې اماده باش شوي دي.

د هند په رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو کې ښودل شوي چې د خټو او اوبو یوه ویرونکې څپه د سېلانیانو په سیمه کې څو پوړیزه ودانۍ له منځه وړي. څو کسان لیدل کېږي چې د تیښتې هڅه کوي، خو د خټو تیارو څپو یې لاندې کیږي او ودانۍ یې له بڼسټونو څخه ویستل کیږي.

د هندوستان د دفاع وزیر سنجی سیټ، د سه شنبې په شپه د پریس ټرسټ آف انډیا (PTI) خبري اژانس ته وویل چې د "څلورو کسانو د مړینې او شاوخوا ۱۰۰ کسانو د ورکیدو راپورونه" ترلاسه شوي دي.

‘شدیدې پېښې’

د موسمي بارانونو دوامداره ورښت لا هم روان دی.

پوځ زیاته کړه: "د اوبو د کچې د لوړیدو له امله اوسیدونکي لوړو سیمو ته انتقال شوي دي."

د حکومت د هوا پېژندنې ادارې د چهارشنبې په ورځ وویل چې د اوتراکنډ ټولې لویې سیندونه د خطر له کرښې پورته روان دي.

د پوځ لخوا خپاره شوي عکسونه، چې د اصلي سېلاب له تېرېدو وروسته اخیستل شوي، ښيي چې د خټو یوه ورو ورو خوځیدونکې سیند په سیمه کې پاتې دی.

د ښار یوه لویه برخه د خټو لاندې شوې، او د ژغورنې چارواکو اټکل کړی چې په ځینو ځایونو کې د خټو ژوروالی ۵۰ فوټه (۱۵ متره) دی، چې ځینې ودانۍ یې په بشپړه توګه پوښلي دي.

په باراني موسم کې، چې له جون څخه تر سپتمبر پورې دوام کوي، مرګوني سېلابونه او ځمکښویېدنې عامې دي، خو کارپوهان وایي چې د اقلیم بدلون او ښاري پراختیا د دې پېښو د زیاتوالي او شدت سبب ګرځي.

د ملګرو ملتونو د نړیوالې هوا پېژندنې سازمان تېر کال وویل چې د سېلابونو او وچکالیو زیاتیدونکي شدت د اقلیم بدلون له امله د اوبو د دوران د غیر متوقع کیدو یوه "اندیښمنه نښه" ده.

د اوبو پېژندنې کارپوه، منیش شریسته، وویل چې په سېلاب ځپلې سیمه کې په ۲۴ ساعتونو کې ۲۷۰ ملي متره (۱۰ انچه) باران د "شدیدې پېښې" په توګه ګڼل کېږي.

شریسته، چې د نیپال په نړیوال مرکز کې د غرونو د پراختیا لپاره کار کوي، وویل چې په غرونو کې داسې باران د ټیټو سیمو په پرتله "زیات متمرکز" اغېز لري.

هغه زیاته کړه: "داسې شدید باراني پېښې په زیاتیدونکي ډول عامې کیږي، او دا د اقلیم بدلون سره تړاو لرلی شي."

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د تورکیې د والیبال بریا؛ د ښځو او نارینه وو ملي لوبډلې د ملتونو لیګ (VNL) پایلوبو ته ورسېدې
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو