منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
اکسیوس: "ټرمپ او نتنیاهو په اسرائیلو او امریکا کې له ټاکنو مخکې پر ایران د احتمالي برید په اړه خبرې
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په اسرائیلو کې د اکټوبر د ۲۷مې له عمومي ټاکنو او په امریکا کې د نوامبر د ۳مې د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران د نوي برید ترسره کولو د احتمال په اړه خبرې کړي دي.
اکسیوس: "ټرمپ او نتنیاهو په اسرائیلو او امریکا کې له ټاکنو مخکې پر ایران د احتمالي برید په اړه خبرې
ټرمپ - نتنیاهو

ټرمپ ته د نږدې سرچینو له قوله د اکسیوس د راپور له مخې، ټرمپ او نتنیاهو تېره اونۍ ټیلیفوني خبرې کړې دي.

په دې خبرو کې، په اسرائیلو کې د اکټوبر په ۲۷مه د عمومي ټاکنو او په امریکا کې د نوامبر په ۳مه د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران د نوي برید د ترسره کولو پر احتمال بحث وشو.

نتنیاهو په دې خبرو کې د خپلو هغو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ اندېښنه څرګنده کړه چې ښیي ایران د خپل اټومي پروګرام د بیارغولو لپاره د اندېښنې وړ ګامونه اخیستي دي.

د امریکا او اسرائیلو پوځونه د تیارسئ په حال کې دي

دا خبرې له هغه څه مخکې شوې چې ټرمپ ویلي و له منځمهاله ټاکنو مخکې به پر ایران برید ونه کړي، خو ویل کېږي چې د اسرائیلو او امریکا دواړو پوځونه د ټرمپ د نظر بدلېدو د احتمال له امله د تیارسئ په حال کې دي.

یوې امریکایي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل: "داسې ښکاري چې بي بي (نتنیاهو) غواړي بیا اقدام وکړي. هغه په دې اړه څو ځله له ټرمپ سره خبرې کړي او ټرمپ ورته ویلي، 'ته پوهېږې بي بي، ځه خپل چمتووالی ونیسه.' خو په حقیقت کې کومه قطعي ژمنه نشته. د 'ځه خپل چمتووالی ونیسه' معنی ښایي اوس، ښایي وروسته او یا ښایي هېڅکله وي."

سرچینو دې ته په اشارې سره چې ټرمپ او نتنیاهو په تېرو دوو اونیو کې پر ایران د بریدونو د دوام په اړه څو ځله خبرې کړي، ویلي چې نتنیاهو ټرمپ ته د ایران پر پوځي او اټومي تاسیساتو د برید کولو خبره کړې ده.

یوه اسرائیلي چارواکي یادونه کړې چې ټرمپ په پیل کې د بریدونو د دوام په برخه کې لېواله و، خو وروسته یې دې موضوع ته په احتیاط سره وکتل، په ورته وخت کې یوه امریکایي چارواکي هم وویل چې ټرمپ په دې اړه واضح دریځ نه لري.

سربېره پر دې، چارواکو ویلي چې په وروستیو ورځو کې نتنیاهو له خپلو سلاکارانو سره په غونډو کې ویلي چې پر ایران د نوي برید احتمال د ټرمپ له خوا مطرح شوی او په دې صورت کې ټرمپ له اسرائیلو غوښتي چې په بریدونو کې برخه واخلي.

د اسرائیلو د لوی درستیز د "ټاکنو" اندېښنه

سرچینو ویلي چې د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیت پر ایران د بریدونو د دوام تر ټولو پیاوړی ملاتړی دی، خو په مقابل کې د ټرمپ ډېری سلاکاران اوسمهال د اقتصادي فشارونو د دوام پلویان دي.

سرچینو زیاته کړه چې د اسرائیلو لوی درستیز ایال ضمیر له خپل امریکایي سیال ډان کاین سره په خبرو کې په ۳ اونیو کې دننه پر ایران د پراخو بریدونو د پیل پر احتمال بحث کړی، او دا یې ویلي چې د ایران احتمالي غبرګون ته په کتو سره، په دې موده کې د جګړې بیا پیلېدل ښایي په اسرائیلو کې د ټاکنو د ځنډېدو لامل شي.

د سپینې ماڼۍ له خوا (ردول)

له بلې خوا د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي اکسیوس ته په خپلو څرګندونو کې ویلي چې ټرمپ او نتنیاهو پر ایران د بریدونو د دوام په اړه خبرې نه دي کړي.

یاد چارواکي وویل: "ټرمپ ویلي چې هغه به له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران برید ونه کړي."

د نتنیاهو دفتر بیا په دې اړه په یوه اعلامیه کې ویلي: "لومړی وزیر له ولسمشر ټرمپ او لوړپوړو امریکایي چارواکو سره خپلو دوامداره اړیکو ته دوام ورکوي او موږ په دې اړه کومه تبصره نه کوو."

وپلټۍ
د پاکستان د پوځ مشر له ایران سره د 'نږدې همغږۍ' غوښتنه وکړه
غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو  یوه فلسطینۍ ښځه ووژله او ۱۰ نور یې ټپیان کړل
د فنلنډ ولسمشر تورکیه د اروپا یو مهم امنیتي لوبغاړی او د ناټو نه بېلېدونکی متحد وباله.
سعودي شرکت په پاکستان کې د ۳۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د انرژۍ زېربناوو د پراختیا هوکړه لاسلیک کړه
د منګولیا ولسمشر ویلي د فساد له تورونو وروسته به استعفا وکړي او ژمنه یې وکړه چې خپل نوم به پاک کړي.
د عراق پارلماني پلټنو په «جرف الصخر» کې د تېلو د قاچاق شواهد افشا کړل
فیدان وايي تورکیه باید د سیمه‌ییز اتصال د پیاوړتیا مشري پر غاړه واخلي
یو عدلي طب کارپوه وايي چې د اپسټین مړینه تر ځان‌وژنې ډېره له وژنې (قتل) سره ورته والی لري
وینس وايي د ټرمپ اداره به اجازه ورنه کړي چې له ایران سره جګړه پر یوې بلې «نه ختمېدونکې جګړې» بدله شي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان د تورکیې په کوربه‌توب د COP31 سرمشریزه په تاریخ کې «تر ټولو بریالۍ» سرمشریزه وبلله.
ایران وايي چې هرمز تنګي ته نږدې یې د امریکا یوه پوځي بې‌ پیلوټه الوتکه نیولې ده
عراقچي وايي،د امریکا لخوا د ایران د شرطونو د منلو په صورت کې په دوو ورځو کې به هرمز تنګی پرانیزو.
په هرمز تنګي کې درې د تېلو لېږدوونکې بېړۍ له سمندري ماینونو سره جنګیدلي دي.
شیخه حسینه واجد وايي چې د اعدام د سزا له ګواښ سره سره به په ډسمبر کې بنګله دېش ته ستنه شي.