سیاست
2 د لوستلو دقیقې
چین په وینزویلا او لاتینه امریکا کې د امریکا له 'مداخلې' سره مخالفت کوي او د دیپلوماسۍ غوښتنه کوي
د چین د  بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د چهارشنبې په ورځ په بېجینګ کې په یوه عادي خبري کنفرانس کې وویل: "چین له هر هغه اقدام سره مخالف دی چې د ملګرو ملتونو د منشور له موخو او اصولو څخه سرغړونه کوي یا د نورو هېوادونو پر حاکمیت او امنیت تېری کوي."
چین په وینزویلا او لاتینه امریکا کې د امریکا له 'مداخلې' سره مخالفت کوي او د دیپلوماسۍ غوښتنه کوي
چین په وینزویلا او لاتینه امریکا کې د امریکا له 'مداخلې' سره مخالفت کوي او د دیپلوماسۍ غوښتنه کوي / Reuters

چین په وینزویلا او لاتینه امریکا کې د امریکا له 'مداخلې' سره مخالفت کوي او د دیپلوماسۍ غوښتنه کوي

بېجینګ د لاتینې امریکا او کارابین د لا زیاتې بې ثباتۍ د مخنیوي لپاره د دیپلوماسۍ او همکارۍ غوښتنه کړې ده.
چین په داسې حال کې د وینزویلا په چارو کې د "بهرنیو ځواکونو" له مداخلې سره مخالفت څرګند کړی چې په لاتینه امریکا کې د امریکا پوځي عملیات پراخېږي.

د چین د  بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د چهارشنبې په ورځ په بېجینګ کې په یوه عادي خبري کنفرانس کې وویل: "چین له هر هغه اقدام سره مخالف دی چې د ملګرو ملتونو د منشور له موخو او اصولو څخه سرغړونه کوي یا د نورو هېوادونو پر حاکمیت او امنیت تېری کوي."

هغه زیاته کړه، بېجینګ تر هرې پلمې لاندې "د وینزویلا په کورنیو چارو کې د بهرنیو ځواکونو له مداخلې سره مخالفت کوي"، او پر ټولو خواوو یې غږ وکړ چې په ګډه لاتینه امریکا او کارابین "د سولې د یوې سیمې" په توګه وساتي او د وضعیت د لا خرابېدو مخه ونیسي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې له څو میاشتو راهیسې په لاتینه امریکا کې د امریکا پوځي عملیات پراخ شوي، او د داسې ګنګوسو په منځ کې یې سمندري ځواکونه (مارینز)، جنګي بېړۍ، جنګي او بم غورځوونکې جټ الوتکې، اوبتلونه او بې پیلوټه الوتکې ځای پر ځای کړي چې واشنګټن ښایي پر وینزویلا برید وکړي.

تر دې دمه، د امریکا پوځ د نشه يي توکو د قاچاق پر شکمنو کښتیو ۲۱ بریدونه کړي، چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۸۳ کسان وژل شوي، کوم چې ادارې "د نشه یي توکو ترهګر" بللي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ د واشنګټن او دغه جنوبي امریکایي هېواد ترمنځ د کړکېچ په وروستي زیاتوالي کې اعلان وکړ چې د وینزویلا پورتنی او شاوخوا هوايي حریم باید "په بشپړ ډول تړل شوی" وګڼل شي.

 

وپلټۍ
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
په جرمني کې یو تن افغان وګړی د پولیسو په ډزو ووژل شو .
زیلینسکي: د اوکراین مذاکراتي پلاوی به سبا له ویټکوف او کوشنر سره وویني
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
حماس د غزې په روغتون کې د پوځي فعالیت په اړه د اسرائیلو ادعاوې رد کړې
هند د سټارلېنک د بندېدو په اړه د ماسک له ادعاوو وروسته د سپوږمکيز انټرنېټ پر مقرراتو رڼا واچوله
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
ایران ویلي د جګړې د پای ته رسولو په پار د امریکا طرحو ته ځواب به د منځګړو له لارې واستول شي.
فرانسې د طالبانو  له حکومت سره د افغان کډوالو د اېستلو پر سر مالي او تخنیکي خبرې پیل کړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ