نړۍ
1 د لوستلو دقیقه
روسیې په اوکراین کې پر یو بندر او په یوې روانې باري بېړۍ د برید نه خبر ورکړی دی.
د روسیې دفاع وزارت خبر ورکړی، چې په اوکراین کې یې د چرنومورسک په بندر کې د بې پیلوټه سمندري وسایطو د تولید پر تاسیساتو او همدارنګه پر هغې باري بېړۍ برید کړی، چې د اودیسا بندر ته یې د پوځ لپاره توکي لېږدول.
روسیې په اوکراین کې پر یو بندر او په یوې روانې باري بېړۍ د برید نه خبر ورکړی دی.
روسیې په اوکراین کې پر یو بندر او په یوې روانې باري بېړۍ د برید نه خبر ورکړی دی.

 د دغه وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې روسي پوځ د تېرې شپې پر مهال د اوکراین د بندرونو پر زیربناوو او هغو بېړیو چې د اوکرایني وسله والو ځواکونو د اړتیاوو پوره کولو لپاره کارول کېدې، د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) پر مټ خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې د چرنومورسک په بندر کې د بې پیلوټه سمندري وسایطو د تولید پر تاسیساتو برید شوی، او زیاته شوې ده چې یوه باري بېړۍ چې د اوکرایني پوځ د اړتیاوو لپاره یې د اودیسا بندر ته توکي لېږدول، هم د حرکت په حال کې ویشتل شوې ده.

د یاد وزارت په یوه بله اعلامیه کې بیا دا معلومات ورکړل شوي، چې د روسیې هوایي مدافعې سیستمونو تېره شپه د مسکو او شاوخوا سیمو په ګډون، په بېلابېلو سیمو کې د اوکراین ۶۱۶ بې پیلوټه الوتکې له منځه وړي دي.

 

وپلټۍ
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې