نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
امریکا وايي چې په قطر کې د ایران سره مخامخ لیدنه پلان شوې ده خو ایران بیا د هر ډول مخامخ لیدنې خبر ردوي.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
دونالد ترامپ،

ټرمپ وایي په قطر کې له ایران سره لیدنه ټاکل شوې، خو د ایران لخوا ابهام شتون لري
"د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې ایران د راتلونکې سه شنبې په ورځ په قطر کې د لیدنې غوښتنه کړې، خو تهران دا خبره ردوي چې له واشنګټن سره کومې مستقیمې خبرې پلان شوي دي.
دواړو لوریو تایید کړې چې دوحې ته خپل پلاوي استوي، خو د دې سفر د وخت او هدف په اړه یې متضاد مالومات ورکړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې د ایراني کارپوهانو یو ټیم به پدې اونۍ کې دوحې ته سفر وکړي، خو له امریکایانو سره یې هر ډول لیدنه په کلکه رد کړې ده."

عمان د هرمز تنګي د ټرانزیټي فیسونو مخالف دی خو د سمندري خدماتو په اړه خبرو ته چمتو دی
"عمان وایي دوی د هرمز تنګي څخه د تېرېدونکو کښتیو پر ټرانزیټ باندې د فیسونو له لګولو ملاتړ نه کوي، مګر د سمندري خدماتو پورې اړوند لګښتونو په اړه بحث ته چمتو دي.
د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي وویل چې مسقط په دې ستراتیژیکه اوبلار کې د تېرېدو (عبور) لپاره د فیسونو مخالف دی.
هغه زیاته کړه چې د سمندري خوندیتوب، بېړنیو حالاتو ته د چمتووالي او د ککړتیا ضد اقداماتو په څېر خدماتو پورې تړلي لګښتونه په پام کې نیول کیدی شي، او په دې برخه کې یې د مالاکا او سنګاپور تنګیو ماډلونو ته اشاره وکړه."

په غزه کې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې د یوې مور او ماشوم په ګډون اته فلسطینیان وژل شوي
"د روغتیايي سرچینو په وینا، په غزه کې د اسرائیلو د نویو بریدونو په لړ کې د یوې ښځې او د هغې د وړې لور په ګډون اته تنه وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي. دا بریدونه د اوربند څخه د اسرائیلو د پرله پسې سرغړونو په ترڅ کې شوي دي.
دا بریدونه په داسې حال کې کیږي چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۰مې نیټې راهیسې اوربند نافذ شوی دی.
د غزې د روغتیا وزارت وایي چې د اوربند څخه د اسرائیلو سرغړونو ۱۰۴۵ فلسطینیان وژلي او ۳۳۸۰ نور یې ټپیان کړي دي، چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي."

اردوغان: په انقره کې د ناټو سرمشریزه به د تجربو شریکولو لپاره 'تر ټولو قوي پلیټ فارم' وي
"د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي چې د جولای په اوومه او اتمه په انقره کې د ناټو سرمشریزه به د 'تجربو شریکولو لپاره تر ټولو قوي پلیټ فارم' وي.
په استانبول کې د ناټو د پارلماني رئیسانو په یوې غونډه کې اردوغان وویل چې تورکیه د سیمه ییزو بحرانونو د مدیریت په برخه کې خپله 'بې ساري وړتیا' او په اتحاد کې پراخه تجربه له نورو سره شریکوي.
هغه زیاته کړه چې تورکیه خپل دفاعي لګښتونه زیاتوي او د هغو ژمنو سره سم چې د ۲۰۲۵ کال په هاګ سرمشریزه کې شوې وې، د ناټو په ماموریتونو او عملیاتو کې د پنځو مخکښو ونډه والو هیوادونو په ډله کې راځي."

مراکش هالینډ ته په ماتې ورکولو سره د نړیوال جام ۱۶ غوره پړاو ته ورسېد
"مراکش په مونټري کې د لوبې تر اضافي وخت وروسته د ۱-۱ مساوي کیدو وروسته، هالینډ ته په پینالټي شوټ آوټ کې ماتې ورکړه او د نړیوال جام ۱۶ غوره پړاو ته ورسېد.
ګول ساتونکي یاسین بونو په پینالټي ګوزارونو کې د کریسنسيو سومرویل توپ مهار کړ او وروسته اسماعیل صیباري د بریا پینالټي ګول کړه چې لوبه ۳-۲ پای ته ورسیده.
مراکش به د شنبې په ورځ په هوسټن کې د ۱۶ غوره لوبډلو په پړاو کې له کاناډا سره مخامخ شي."

وپلټۍ
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې