د عراق د کوت په ښار کې په یو سوداګریز مرکز کې د اورلګیدنې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني  د اورلګیدنې د لامل د معلومولو په خاطر د بیړنیو تحقیقاتو د ترسره کولو امر کړی دی.

/ AA

د عراق په ختیځ کې د کوت په ښار کې په یو سوداګریز مرکز کې د اورلګیدنې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د عراقي مسئولینو په وینا اورلګیدنه د سوداګریز مرکز په لومړي پوړ کې پیل شوې وه چې په لنډه موده کې نورو پوړونو ته وغځیده.

ویل کیږی دا سوداګریز مرکز نوی جوړ شوی وو. د فرانس پرس خبري اژانس ویلي دي چې دا سوداګریز مرکز یواځې ۵ ورځې مخکې افتتاح شوی وو.

د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني  د اورلګیدنې د لامل د معلومولو په خاطر د بیړنیو تحقیقاتو د ترسره کولو امر کړی دی.

عراقي چارواکیو ویلي دي چې د ۴۸ ساعتونو په دننه کې به د اورلګیدنې لامل معلوم او اعلان کړي.

ویل کیږي پدې پیښه کې لږ تر لږه ۶۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او ګڼشمیر نور ټپیان شوي دي.

د عراق د صدارات لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې لومړي وزیر السوډاني د کورنیو چارو وزیر ته هر څه ژر د پیښې د ځای نه د لیدنې لارښونه کړې ده. همداشان د ټپیانو د درملنې په موخه سیمه ته مجرب او مجهز روغتیايي ډلې استول شوي دي.

د عراق مقاماتو ددې سترې فاجعې له امله په کوت ښار کې درې ورځې ماتم اعلان کړ.