افغانستان
3 د لوستلو دقیقې
افغان چارواکي: د پاکستان لخوا د قندهار په سپین بولدک باندې په بریدونو کې ۱۲ تنه شهیدان.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر پاکستاني ځواکونو تور لګولی چې "یو ځل بیا" یې په سپین بولدک ولسوالۍ کې "په سپکو او درنو وسلو" بریدونه کړي دي چې له امله يي ۱۲ تنه شهیدان او تر سلو ډیر ملکي وګړي ټپيان شوي .
افغان چارواکي: د پاکستان لخوا د قندهار په سپین بولدک باندې په بریدونو کې ۱۲ تنه شهیدان.
افغان چارواکي: د پاکستان لخوا د قندهار په سپین بولدک باندې په بریدونو کې ۱۲ تنه شهیدان. / Reuters
15 اکتوبر 2025

افغان چارواکي: د پاکستان لخوا د قندهار په سپین بولدک باندې په بریدونو کې ۱۲ تنه شهیدان او تر ۱۰۰ ډیر ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

افغان چارواکو د چهارشنبې په ورځ فرانس پریس اژانس ته ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر پوله په تازه نښتو کې پنځلس ملکي وګړي وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د قندهار ولایت د  اطلاعاتو ریاست د ویاند، علي محمد حقمل په وینا، نښتې تېره شپه د افغانستان په جنوبي ولسوالۍ سپین بولدک کې پیل شوې، چې په کې د نوموړي په خبره ۱۵ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د سپین بولدک ولسوالۍ د روغتون یوه چارواکي، عبدل جان بارک فرانس پریس اژانس ته دا شمېر تایید کړی او ویلي یې دي چې تر ۸۰ ډېرې ښځې او ماشومان ټپیان شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر پاکستاني ځواکونو تور لګولی چې "یو ځل بیا" یې په سپین بولدک ولسوالۍ کې "په سپکو او درنو وسلو" بریدونه کړي دي.

مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي چې ۱۲ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۱۰۰ نور ټپیان دي. په اعلامیه کې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې یادونه نه ده شوې.

خو په اعلامیه کې ویل شوي چې په سیمه کې اوس نښتې پایته ورسیدلي دي، افغان ځواکونه ټول متجاوز  پاکستاني سرتېري وژلي او پوستې او وسلې یې ترینه نیولي دي.

د فرانس پریس اژانس خبریال راپور ورکړی چې په سیمه کې ټول کاروبارونه تړلي دي او ډېری اوسېدونکي تښتېدلي دي.

پاکستان سمدستي څه نه دي ویلي، خو امنیتي سرچینو ویلي چې دوی د کرمې ولسوالۍ له لوري، چې تر سپین بولدک شمال لوري ته پرته ده، افغان پوستې په نښه کړي دي.

دا نوی تاوتریخوالی په داسې حال کې رامنځته شوی چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د امنیتي مسایلو له امله کړکېچ ډېر شوی او اسلام اباد پر افغانستان تور لګوي چې د پاکستاني طالبانو (TTP) په مشرۍ وسله والو ډلو ته پناه ورکوي.

نښتې لومړی د شنبې په ماښام هغه مهال پیل شوې، کله چې کابل د پولې په اوږدو کې په لږ تر لږه پنځو ولایتونو کې عملیات پیل کړل.

د طالبانو حکومت وویل، دوی پر پاکستاني امنیتي ځواکونو د هغو هوايي بریدونو په غچ کې برید کړی چې "پاکستاني پوځ پر کابل" کړي وو. دا بریدونه د پنجشنبې په ورځ په افغان پلازمېنه کې له هغو چاودنو وروسته وشول چې مسؤلیت یې چا ونه مانه.

اسلام اباد د یکشنبې په ورځ د کلک ځواب ورکولو ژمنه وکړه، او دواړو لورو ته د لسګونو کسانو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شول.

 

وپلټۍ
چین: افغانستان او پاکستان د یوې 'هراړخیزې حل لارې' پر لټولو موافقه وکړه
د افغانستان په جګړه کې د جنګي جرمونو په تور یو پخوانی استرالیايي سرتیری ونیول شو
په افغانستان باندې د پاکستان په بریدونو کې ۷۶۱ تنه وژل شوي او ۶۳۱ تنه نور ټپیان شوي دي
د افغانستان او پاکستان ځیني برخې  زوروې زلزلې لړزولي.
په افغانستان کې د وروستیو اورښتونو له امله د راوتلو سیلابونو په نتیجه کې ۵۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی
پاکستان او افغانستان په چین کې د جګړې د ختمولو لپاره خبرې پیل کړې دي
پاکستان او افغانستان په چین کې د خپلمنځۍ روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې اترې کوي
په افغانستان کې په تیرو دوو ورځو کې د سلابونو او مځکښویدنو له امله ۲۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی
کابل او اسلام‌اباد د اوربند له پای ته رسېدو وروسته یو ځل بیا په نښتو بوخت شول
په افغانستان کې د سیلابونو او ځمکې ښویدنې په پیښو کې لږ تر لږه ۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په کابل کې د پاکستاني برید د لسګونو قربانیانو لپاره دویمه ډله ییزه جنازه ادا شوه
د موقتي اوربند له پای ته رسېدو وروسته د پاکستان او افغانستان ترمنځ نښتې بیا پیل شوې
طالبانو حکومت یو امریکايي زنداني خوشې کړ د ګوانتانامو د وروستي افغان بندي د خلاصون غوښتنه تکرار شوه
پاکستان د اختر په مناسبت د افغانستان پر وړاندې لنډمهاله اوربند اعلان کړ.
په کابل کې د پاکستان په هوايي برید کې د وژل شوو سلګونو تنو ډله ییزه جنازه وشوه
د ناروې د کډوالو شورا: په کابل کې د پاکستان په هوايي برید کې سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
په کابل کې د معتادینو د درملنې پر مرکز د پاکستان په هوايي برید کې لږ تر لږه ۴۰۰ کسان وژل شوي
چین له پاکستان او افغانستان څخه د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو غوښتنه وکړه
۴۱ کلن افغان کډوال د امریکا د کډوالۍ ادارې په توقیف خونه کې ژوند د لاسه ورکړ
پاکستان پر پلازمینه کابل او د افغانستان پر سرحدي ولایتونو نوي هوايي بریدونه کړي دي