نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ایټالیا او اسرائیل ترمنځ فیفا نړیوال جام غوراوي سیالۍ څخه مخکې پولیسو فلسطین پلوه فعالان په نښه کړل
د ایټالیا او اسرائیل ترمنځ د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام غوراوي سیالۍ څخه مخکې د ځینو فلسطین پلوه لاریون کوونکو او پولیسو ترمنځ نښتې وشوې.
ایټالیا او اسرائیل ترمنځ فیفا نړیوال جام غوراوي سیالۍ څخه مخکې پولیسو فلسطین پلوه فعالان په نښه کړل
ایټالیا او اسرائیل ترمنځ فیفا نړیوال جام غوراوي سیالۍ څخه مخکې پولیسو فلسطین پلوه فعالان په نښه کړل / Reuters

د ایټالیا او اسرائیل ترمنځ د فیفا نړیوال جام غوراوي سیالۍ څخه مخکې پولیسو فلسطین پلوه فعالان په نښه کړل

د ایټالیا او اسرائیل ترمنځ د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام غوراوي سیالۍ څخه مخکې د ځینو فلسطین پلوه لاریون کوونکو او پولیسو ترمنځ نښتې وشوې، په داسې حال کې چې زرګونو نورو کسانو د دې سیالۍ د ترسره کېدو په اعتراض کې د اوډینې په شمال ختیځ ښار کې په سوله ییز ډول لاریون وکړ.

شاوخوا ۱۰،۰۰۰ لاریون کوونکو په دې لاریون کې برخه اخیستې وه، سره له دې چې د دوشنبې په ورځ د غزې د اوربند تړون لاسلیک شو او د اسرائیل او حماس ترمنځ د بندیانو تبادله وشوه.

پولیسو د لاریون کوونکو یوه ډله د اوبو شیندلو او اوښکې بهوونکي ګاز په وسیله په نښه کړه.

چارواکو تر ۱،۰۰۰ ډېر پولیس او د پوځ سرتېري ځای پر ځای کړي وو، او چورلکو او بې پیلوټه الوتکو له سیمې څخه څارنه کوله.

لاریون کوونکي له بلوانرژي (Bluenergy) لوبغالي څخه څو کیلومتره لرې ساتل شوي وو، چېرته چې ایټالیا په "I" ګروپ کې اسرائیل ته ۳ د صفر په مقابل کې  ماتې ورکړه.

د ایټالیا روزونکي ګینارو ګتوسو له لوبې وروسته خبریالانو ته وویل: "بې ځایه ده چې پټه یې کړو. نن ورځ اسانه نه وه، نه زموږ لپاره او نه ستاسو لپاره."

"ډېرې ورځې داسې وې چې موږ فکر کاوه ښايي د لوبې نه کولو امکان هم وي. موږ دلته په دې پوهېدو راغلو چې فضا به د جشن نه وي."

د اسرائیل د غړیتوب ځنډولو غوښتنې

د ناکراریو د مخنیوي لپاره د لوبغالي شاوخوا د تلاشۍ پوستې، کانکریټي خنډونه او فلز موندونکي وسایل نصب شوي وو.

لاریون په سوله ییزه توګه پیل شو، چې پکې د "فلسطین ازاد کړئ" شعارونه ورکول کېدل او داسې شعارپاڼې لېږدول کېدې چې پرې لیکل شوي وو "اسرائیل ته سره کارت وښایاست"، خو پای یې په وړو نښتو تمام شو.

لاریون کوونکو له فیفا وغوښتل چې اسرائیل له نړیوالو سیالیو څخه وځنډوي، لکه څنګه چې یې په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین د جګړې له پیل وروسته روسیه ځنډولې وه.

د لوبغالي دننه، د ۱۰،۰۰۰ کسیزې غونډې ځینو برخو د اسرائیل د ملي سرود پر مهال د ناخوښۍ غږونه وکړل، خو وروسته د چکچکو غږ پرې غالب شو.

 

وپلټۍ
د بریتانیا لومړي وزیر: په غزه کې د روان وضعیت پر وړاندې "چوپتیا او بې‌تفاوتي نشم غوره کولی
نیوزیلینډ له اسرائیل څخه وغوښتل چې په نیول شوي لویدیځه غاړه کې د غیرقانوني میشت ځایونو پراختیا ودروي
د مهمو خبرونو سرټکي
ایران ژمنه وکړه تر هغې به مقاومت وکړي ترڅو چې تیري کوونکي په "بشپړه توګه پښیمانه" شي
د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر بینټ موجود لومړی وزیر نتانیاهو په جنايي غفلت تورن کړ
زیلینسکي اعلان وکړ چې روسیې په اوکراین کې د یوه ټلویزیوني چینل پر ودانۍ د بې‌ پیلوټه الوتکې برید وکړ
تورکیې د محکوم شوي جنګي جنایتکار راتکو ملادیچ د ستاینې غندنه وکړه
زیلینسکي:امریکا د روسیې او اوکراین د جګړې د ختمولو پر لارو چارو کار کوي، خو د روسیې بریدونه جاري دي
حماس اسرائیل تورن کړ چې د غزې د نسل وژنې د شواهدو د پټولو هڅه کوي
سموټریچ او بن ګویر پر برېتانیا د بندیزونو او د سفیر د شړلو غوښتنه وکړه
په کیف کې د روسیې د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي
حوثیانو د سعودي عربستان پر څلورو ښارونو بریدونه کړي چې له امله يي ۷۳ تنه ټپیان شوي دي.
روسیې وویل جرمني په بن کې زموږ جنرال کونسلګري په بې بنسټه پلمو وتړله
جرمني هغه پخواني اسرائیلي بندي ته تابعیت ورکړ چې د فلسطینیانو د اعدامولو غوښتنه یې کړې وه
اروپايي سیاستوالو په جرمني کې د افراطي ښي اړخي ګوند (AfD) پر تاریخي ایالتي بریا اندېښنه ښودلې