ټرمپ د امریکا پوځ لخوا په یوې بلې کښتۍ چې د هغه په وینا نشه يي توکو قاچاق يي کولو د برید نه خبر ورکړ

ټرمپ د جمعې په ورځ په خواله رسنیو کې په یوه پوسټ کې وویل چې په دغه برید کې درې کسان وژل شوي او دا برید پر داسې یوې کښتۍ شوی چې "د امریکا د سویلي قومندانۍ  تر مسؤلیت لاندې سیمه کې یې د مخدره توکو قاچاق کاوه.

/ Reuters

ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د امریکا پوځ په روانه میاشت کې د مخدره توکو د قاچاق په یوې تورنې کښتۍ خپل دریم وژونکی برید ترسره کړی دی.

ټرمپ د جمعې په ورځ په خواله رسنیو کې په یوه پوسټ کې وویل چې په دغه برید کې درې کسان وژل شوي او دا برید پر داسې یوې کښتۍ شوی چې "د امریکا د سویلي قومندانۍ  تر مسؤلیت لاندې سیمه کې یې د مخدره توکو قاچاق کاوه او له یوې ټاکل شوې ترهګرې ډلې سره یې تړاو درلود."

هغه د برید د ځای په اړه نور کره جزئیات نه دي ورکړي.

امریکا په روانه میاشت کې دوه ځله د مخدره توکو د قاچاق په هغو تورنو کښتیو بریدونه کړي چې له وینزویلا څخه راغلې وې.

د ټرمپ ادارې د وینزویلا پر ولسمشر نیکولاس مادورو تور لګولی چې د مخدره توکو د یوې کارټل مشري کوي، او د هغه د نیولو لپاره یې د ۵۰ میلیونه ډالرو انعام اعلان کړی دی.

مادورو د ټرمپ پر ادارې تور لګوي چې د رژیم د بدلون په موخه د یرغل پلان جوړوي.

وینزویلا د ملګرو ملتونو د څېړنو غوښتنه کوي

وینزویلا وايي چې په سیمه کې د امریکا د پوځي فعالیتونو په ځواب کې یې د کارابین په خپل "لا اورچیلا" ټاپو کې پوځي تمرینونه پیل کړي دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو پر کښتۍ د امریکا دا برید "له محکمې پرته وژنه" بللې ده.

کله چې (څو ورځې وړاندې) له ټرمپ څخه وپوښتل شول چې امریکا څه ثبوت لري چې کښتۍ مخدره توکي لېږدول، هغه ځواب ورکړ، "موږ ثبوت لرو. تاسې یوازې هغه بار ته وګورئ چې په ټول سمندر کې خپور شوی و — هرې خواته د کوکاینو او فینټانیل لویې کڅوړې پرتې وې."

وینزویلا ویلي، چې د خپلو سواحلو سره نږدې په نړیوالو اوبو کې به د امریکا د هغو بریدونو په اړه د ملګرو ملتونو د څېړنو غوښتنه وکړي چې لږ تر لږه په دوو کښتیو کې یې ۱۴ تورن قاچاقبران وژلي دي.

د وینزویلا لوی څارنوال طارق ویلیم صعب د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، "په یوې کوچنۍ کښتۍ کې د بې دفاع کب نیوونکو د وژلو لپاره د توغندیو او وسلو کارول بشري ضد جنایتونه دي چې باید د ملګرو ملتونو له خوا وڅېړل شي."