منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
په سوریه کې پر امریکايي پوخيانو خونړی برید وشو. د برید پړه پر داعش اچول شوې ده.
د امریکا ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړ چې امریکا به ددې برید غچ واخلي. د ویلو ده چې پدې برید کې لږ تر لږه ۳ تنه امریکايي پوځیانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په سوریه کې پر امریکايي پوخيانو خونړی برید وشو. د برید پړه پر داعش اچول شوې ده.
په سوریه کې پر امریکايي پوخيانو خونړی برید وشو. د برید پړه پر داعش اچول شوې ده. / Reuters
14 دسمبر 2025

په سوریه کې پر امریکايي پوخيانو خونړی برید وشو. د برید پړه پر داعش اچول شوې ده.

د امریکا ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړ چې امریکا به ددې برید غچ واخلي. د ویلو ده چې پدې برید کې لږ تر لږه ۳ تنه امریکايي پوځیانو ژوند د لاسه ورکړی دی.د امریکا مرکزي قومانداني وایي، په سوریه کې د داعش په یوه کمین کې دوه امریکايي سرتېري او یو ملکي وګړی وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، وروسته له هغه چې په سوریه کې یو وسله وال بریدګر درې امریکايي پوځیان ووژل، که پر ځواکونو یې بیا برید وشي، متحده ایالات به د داعش پر وړاندې غچ واخلي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د شنبې په ورځ وویل، چې په سوریه کې د داعش د یوه وسله وال بریدګر له خوا په یوه کمین کې دوه امریکايي سرتېري او یو ملکي وګړی وژل شوي او درې نور پوځیان ټپیان دي.

سنټکام پر 'اېکس' ټولنیزه شبکه په یوه بیان کې ویلي: «د ډسمبر په ۱۳مه، په سوریه کې د داعش د یوه یوازیني وسله وال بریدګر په کمین کې دوه امریکايي سرتېري او یو امریکايي ملکي وګړی ووژل شول او درې نور سرتېري ټپیان شول.»

بیان زیاته کړې: «له بریدګر سره نښته وشوه او ووژل شو.»

د پنټاګون لوی ویاند، شان پارنل، د مرګ ژوبلې پخلی وکړ او ویې ویل چې وژل شوی ملکي وګړی یو امریکايي ژباړن و.

د سوریې له خوا مخکیني خبرداری

د سوریې د کورنیو چارو وزارت ویاند، نورالدین البابا، الاخباریه دولتي ټلوېزیون ته وویل چې د کورني امنیت ریاست "په بادیه سیمه کې خپلو شریکو ځواکونو ته د داعش له خوا د احتمالي سرغړونو یا تمه کېدونکو بریدونو په اړه مخکیني خبرداری" ورکړی و.

هغه وویل چې نړیوالو ایتلافي ځواکونو "د داعش د احتمالي سرغړونې په اړه د سوریې خبرداری په پام کې نه و نیولی."

ویاند وویل، له داعش سره تړلي یوه وسله وال د تدمر (پالمیرا) دښتې په سیمه کې د یوه امنیتي مرکز په دروازه کې ډزې وکړې.

هغه زیاته کړه، چارواکي "دا څېړي چې ایا بریدګر له داعش ډلې سره مستقیمې اړیکې لرلې او که یوازې یې د هغوی ایډیالوژي درلوده."

نوموړي وویل: "بریدګر د کورنیو امنیتي ځواکونو په لیکو کې هېڅ راز اړیکې نه لرلې او د مشرتابه کوم ساتونکی نه و."

سیمه ییزو رسنیو تر دې مخکې خبر ورکړی و چې په برید کې دوه سوري امنیتي سرتېري هم ټپیان شوي دي.

د سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام بارک دا برید په کلکه وغانده او هغه یې «بزدلانه ترهګریز کمین» وباله.

بارک پر 'اېکس' ټولنیزه شبکه ولیکل: "موږ د درېیو زړورو امریکايي سرتېرو او ملکي کارکوونکو پر وژل کېدو خواشیني یو او په برید کې ټپي شویو سوري سرتېرو ته د ژر تر ژره روغتیا هیله کوو."

"موږ له خپلو سوري شریکانو سره د ترهګرۍ ماتولو ته ژمن پاتې یو."

امریکايي ځواکونه په سوریه کې د داعش ضد نړیوال ایتلاف د یوې برخې په توګه فعالیت کوي، چې په ۲۰۱۴ کال کې د امریکا په مشرۍ جوړ شو. سوریه د ۲۰۲۵ کال د نوامبر په ۱۲مه له دې ایتلاف سره یوځای شوه.

دې ایتلاف له جوړېدو راهیسې په سوریه او عراق کې د داعش پر ضد پوځي عملیات کړي، چې ګڼ شمېر هېوادونه پکې شامل دي، که څه هم دمشق مخکې د دې ایتلاف برخه نه وه.

د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د بشارالاسد د پخواني رژیم تر ړنګېدو وروسته، د سوریې نوې اداره هڅه کوي چې امنیت ټینګ او په ټول هېواد کې وضعیت باثباته کړي.

 

وپلټۍ
د اسرائيلو د پارلمان وکیلان د فلسطيني بنديانو د په دار ځړولو لپاره د قانون د مسودې د تصویب هڅې کوي
امریکا په مصر، لبنان او اردن کې د اخوان المسلمین څانګې 'ترهګرې' ونومولې
روسیې او اوکراین پر یو بل تور ولګاوه چې د شپې یې د انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو هوايي بریدونه کړي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې په بمي چاودنه کې شپږ پولیس ووژل شول
ګرینلنډ له ناټو څخه د خپلې دفاع د تضمین غوښتنه کوي
د وای پي جي  ترهګرو د سوریې  په حلب ښار کې  په لسګونو ملکي وګړي وژلي، دمشق حکومت يي سخت ځواب ورکړ
د سوریې حکومت YPG ترهګرو د شړولو په خاطر لاس په کار شو
د افغانستان په شمال کې د اوسیدونکو او د سرو زرو د استخراج شرکت ترمنځ په نښته کې ۴ کسان ووژل شول
په لندن کې د فلسطین ډیپلوماتیک ماموریت بشپړ سفارت ته لوړ شو
ایران یو کس د اسرائیلو موساد ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړ
پولنډ چمتو دی چې د اوکراین د سولې په احتمالي تړون کې مخکښ لوژستیکي رول ولوبوي.
د سعودي په مشرۍ ایتلاف د بېلتون غوښتونکي مشر سره د کړکېچ په ترڅ کې د یمن په جنوب بریدونه کړي دي
ټرمپ وايي، امریکا به د وینزویلا تر ۵۰ میلیونه بیرله پورې  تېل ترلاسه کړي
ټرمپ د ګرینلینډ لپاره د "مختلفو انتخابونو" په اړه بحث کوي، د پوځي عملیاتو په ګډون: سپینه ماڼۍ
ملګري ملتونه وايي چې په وینزویلا کې د امریکا مداخله نړیوال قانون تر پښو لاندې کړی دی