استانبول به د 'غزې راتلونکي' په نوم د نړیوالې سرمشریزې کوربه توب وکړي
استانبول به د "غزې راتلونکي" په نوم د یوې نړیوالې سرمشریزې کوربه وي چې د تورکیې له ۲۰۰ څخه ډیر بنسټونه او د ۴۸ نورو هیوادونو استازي به په کې ګډون وکړي. د دې غونډې موخه د میلیونونو فلسطینیانو بیړنیو اړتیاوو ته د حل لارو موندل دي.

د تورکیې د اوقافو عمومي ریاست اړوند دیانت بڼسټ لخوا د "غزې راتلونکي" تر عنوان لاندې د غزې د بشري مرستو نړیواله سرمشریزه به د نومبر په ۱۱ او ۱۲ نیټه په استانبول کې جوړه شي. دا سرمشریزه د غزې بشري ناورین ته د پاملرنې او نړیوال پیوستون د پیاوړتیا په موخه جوړیږي.
تمه کیږي چې په دې غونډه کې به د مدني ټولنې د بنسټونو، د بشري حقونو مدافعینو، اکاډمیسنانو او د رسنیو د استازو په ګډون له ۴۰۰ څخه ډیر کسان برخه واخلي.
په دې سرمشریزه کې به د غزې دوه کلن بشري ناورین وڅیړل شي او د بنسټیزو جوړښتونو، روغتیا، تعلیم او استوګنې په برخو کې به د میلیونونو خلکو پر بیړنیو اړتیاوو تمرکز وشي. د دې ترڅنګ، له اوربند وروسته د دوامداره مرستو او بیارغونې څخه ملاتړ هم د دې غونډې له موخو څخه دي.
په دې دوه ورځنۍ سرمشریزه کې به پنځه کاري ورکشاپونه جوړ شي چې په غزې کې به د هراړخیز او سیستماتیکو بشري مرستو په ټولو اړخونو خبرې وشي.
د سرمشریزې په پای کې به یوه پایله لرونکې اعلامیه هم خپره شي.