تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
استانبول به د 'غزې راتلونکي' په نوم د نړیوالې سرمشریزې کوربه توب وکړي
استانبول به د "غزې راتلونکي" په نوم د یوې نړیوالې سرمشریزې کوربه وي چې د تورکیې له ۲۰۰ څخه ډیر بنسټونه او د ۴۸ نورو هیوادونو استازي به په کې ګډون وکړي. د دې غونډې موخه د میلیونونو فلسطینیانو بیړنیو اړتیاوو ته د حل لارو موندل دي.
استانبول به د 'غزې راتلونکي' په نوم د نړیوالې سرمشریزې کوربه توب وکړي
استانبول به د 'غزې راتلونکي' په نوم د نړیوالې سرمشریزې کوربه توب وکړي / AA

استانبول به د 'غزې راتلونکي' په نوم د نړیوالې سرمشریزې کوربه توب وکړي

استانبول به د "غزې راتلونکي" په نوم د یوې نړیوالې سرمشریزې کوربه وي چې د تورکیې له ۲۰۰ څخه ډیر بنسټونه او د ۴۸ نورو هیوادونو استازي به په کې ګډون وکړي. د دې غونډې موخه د میلیونونو فلسطینیانو بیړنیو اړتیاوو ته د حل لارو موندل دي.

د تورکیې د اوقافو عمومي ریاست اړوند  دیانت  بڼسټ  لخوا د "غزې راتلونکي" تر عنوان لاندې د غزې د بشري مرستو نړیواله سرمشریزه به د نومبر په ۱۱ او ۱۲ نیټه په استانبول کې جوړه شي. دا سرمشریزه د غزې بشري ناورین ته د پاملرنې او نړیوال پیوستون د پیاوړتیا په موخه جوړیږي.

تمه کیږي چې په دې غونډه کې به د مدني ټولنې د بنسټونو، د بشري حقونو مدافعینو، اکاډمیسنانو او د رسنیو د استازو په ګډون له ۴۰۰ څخه ډیر کسان برخه واخلي.

په دې سرمشریزه کې به د غزې دوه کلن بشري ناورین وڅیړل شي او د بنسټیزو جوړښتونو، روغتیا، تعلیم او استوګنې په برخو کې به د میلیونونو خلکو پر بیړنیو اړتیاوو تمرکز وشي. د دې ترڅنګ، له اوربند وروسته د دوامداره مرستو او بیارغونې څخه ملاتړ هم د دې غونډې له موخو څخه دي.

په دې دوه ورځنۍ سرمشریزه کې به پنځه کاري ورکشاپونه جوړ شي چې په غزې کې به د هراړخیز او سیستماتیکو بشري مرستو په ټولو اړخونو خبرې وشي.

د سرمشریزې په پای کې به یوه پایله لرونکې اعلامیه هم خپره شي.

وپلټۍ
اسرائیل وايي چې له لبنان څخه توغول شوي توغندي یې ځواکونو ته نږدې لګیدلي دي
په سویلي چین کې یوې چاودنې اووه کسان ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل
د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس: نتانیاهو 'بې له شکه ځینې غلط کارونه کړي دي'
په ایران کې دننه د امریکا پراخو نویو بریدونو ګڼې موخې لړزولې دي
ایران وايي په اردن کې یې د امریکا په هوايي اډه برید کړی او ادعا کوي چې جنګي الوتکې یې ویجاړې کړې دي
د ایران جګړه د ملیونونو خلکو لپاره د شدیدې لوږې خطر زیاتوي: د خوړو نړۍوال پروګرام
ټرمپ ایران د یوې موافقې د نه لاسلیکولو په صورت کې د سختې بیې په پرې کولو وګواښه.
د امریکا د بریدونو وروسته زرګونه ايرانيان د اوبو له کمښت سره مخ دي
ایران په اردن او بحرین کې د امریکا پر اډو بریدونه وکړل
ولسمشر اردوغان: په سوریه او لبنان د اسرائیلو بریدونه تورکیې ته هم ګواښ دی
امریکا د نړۍوال جام سومالیايي لوبڅار ته امریکا ته د ننوتو اجازه ورنکړه
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، په کانګو کې د M23 جنګیالي زرګونه کسان نیسي او ځوروي یې
د جنوبي افریقا پولیس ویلي په جوهانسبرګ کې ډله‌ییزو ډزو ۱۲ کسان وژلي او ۹ نور یې ټپیان کړي دي
د امریکا یوې محکمې د طالبانو یو پخوانی قومندان د یرغمل نیونې په تور پر ۴۲ کاله بند محکوم کړ
فرانسې پر افراطي ښي اړخي اسرائیلي وزیر سموتریچ د لوېدیځې غاړې د ځمکو غصبولو له امله بندیز ولګاوه