نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
کریملین: روسیه د امریکا له خوا پر هند د تعرفو ګواښونه “مشروع” نه ګڼي
کریملین ویلي چې ماسکو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا هند ته د روسیې د تېلو د اخیستلو په تړاو د لوړو تعرفو د لګولو ګواښونه “قانوني” نه ګڼي.
کریملین: روسیه د امریکا له خوا پر هند د تعرفو ګواښونه “مشروع” نه ګڼي
/ AP

کریملین: روسیه د امریکا له خوا پر هند د تعرفو ګواښونه “مشروع” نه ګڼي

د کریملین ویاند وايي، خپلواک هېوادونه حق لري چې د خپلو ګټو پر بنسټ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو لپاره خپل شریکان وټاکي.

کریملین ویلي چې مسکو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا هند ته د روسیې د تېلو د اخیستلو په تړاو د لوړو تعرفو د لګولو ګواښونه “قانوني” نه ګڼي.

د کریملین ویاند دیمتري پېسکوف د سه‌ شنبې په ورځ خبریالانو ته په یوه خبري غونډه کې وویل: “موږ ډيري داسې څرګندونې اورو چې په حقیقت کې ګواښونه دي. هڅې کېږي چې هېوادونه اړ شي له روسیې سره سوداګري بنده کړي. موږ دا ډول څرګندونې مشروع نه ګڼو.” پېسکوف دا خبرې د هند د بهرنیو چارو وزارت د هغه بیان په اړه وکړې چې د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې خپور شوی و.

پیسکوف زیاته کړه چې خپلواک هېوادونه حق لري چې د خپلو ګټو پر بنسټ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو لپاره خپل شریکان وټاکي.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ په ټروت سوشیل پليټ فارم کې لیکلي و چې دی به پر هند لوړې تعرفې ولګوي، او پر نوي ډهلي یې تور پورې کړ چې د روسیې د تېلو له بیا پلورلو څخه ګټه اخلي.

امریکايي ولسمشر پرته له دې چې د تعرفې د لوړولو د کچې یا وخت په اړه نور جزییات ورکړي، ویلي و: “هغوی ته مهمه نه ده چې په اوکراین کې د روسیې د جنګي ماشین له خوا څومره خلک وژل کېږي. له همدې امله زه به د هند لخوا امریکا ته ورکول کېدونکې تعرفه په پراخه کچه لوړه کړم.”

په ځواب کې، د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جایسوال د دوشنبې په ورځ لیکلي چې د مسکو او کیف ترمنځ د روانې جګړې په پیل کې امریکا پخپله هڅه کوله چې هند له روسیې نه واردات وکړي، څو “د نړیوالو انرژي بازارونو ثبات پیاوړی” کړي.

وزارت په خپل بیان کې ویلي: “هند د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا له هغه وروسته چې د اوکراین جګړه پیل شوه، د روسیې د تېلو د وارداتو له امله په نښه شوی دی”، او دا یې “بې ‌دلیله او غیرمنطقي” بللي دي.

بیان کې دا هم زیاته شوې: “د هر لوی اقتصاد په څیر، هند به هم د خپلو ملي ګټو او اقتصادي امنیت د خوندي کولو لپاره ټول لازم ګامونه پورته کړي.”

وپلټۍ
په ۲۰۲۵ کال کې تورکیې ته د راغلو کډوالو شمېر د تیر کال په پرتله ۲۵.۲ سلنه زیات شوی دی
ملګري ملتونه: په غزه کې نږدې ۱.۷ میلیونه بې ځایه شوي فلسطینیان له ناورین سره مخ دي
ایران دا ادعا رد کړه چې ګواکې ازادې شوې پیسې باید پر امریکايي توکو مصرف شي
مارکو روبیو منځني ختیځ ته خپل سفر پیل کړ؛ خلیجي متحدین د ایران په اړه د لازمو ځوابونو په تمه دي
روسیه وايي تېره شپه یې د اوکراین ۳۲۳ ډرون الوتکې نسکورې کړې دي
د امریکا سنا مجلس د جګړې د واکونو پریکړه لیک تصویب کړ
ملګرو ملتونو څېړنه:ماشومانو په قصدي ډول په نښه کول په غزه کې د اسرائیلو د روانې نسل وژنې یوه برخه ده
ولسمشر اردوغان د  پزشکیان سره په ټلیفوني خبرو کې د سیمه ییزې سولې لپاره د مرستې ژمنه وکړه
د اوکراین لخوا د روسیې په ورونژ ښار په توغندیز برید کې ۵ کسان وژل شوي دي.
ایران وايي چې له امریکا سره په سویس کې تخنیکي خبرې اترې پای ته ورسیدې
د کاناډا په مونټریال کې په ډزو کې یو پولیس او یو ملکي وګړی وژل شوي
افغان طالبانو یو پلاوی د کډوالو پر مسئلې د خبرو په موخه اروپا ته سفر کوي.
د ایران لوړپوړی مذاکره کوونکی: د هرمز تنګی به د تهران لخوا اداره کیږي
د قطر لومړی وزیر: د امریکا او ایران خبرې 'هیله بښونکې' دي، خو باید محتاط واوسو
د طالبانو محتسبینو شاوخوا ۲۰ تنه مرستندویه کارکوونکي د "لنډو ږیرو" له امله نیولي دي