د هند په ختیځ کې په روغتون کې اورلګېدنې لږترلږه لس ناروغان وژلي دي

چارواکو ویلي دي چې د هند په ختیځ کې په یوه دولتي روغتون کې د اور لګېدو له امله لږ تر لږه ۱۰ تنه ناروغان ووژل شول چې د ټراما پاملرنې په څانګه کې بستر شوي وو.

By
د هند په ختیځ کې په روغتون کې اورلګېدنې لږترلږه لس ناروغان وژلي دي / AFP

دا پېښه د هند په روغتیايي مرکزونو کې د خوندیتوب د کمزورو معیارونو له امله تکراري خطرونه په ګوته کوي.

چارواکو ویلي دي چې د هند په ختیځ کې په یوه دولتي روغتون کې د اور لګېدو له امله لږ تر لږه ۱۰ تنه ناروغان ووژل شول چې د ټراما پاملرنې په څانګه کې بستر شوي وو.

په هند کې د ودانیو اور اخیستل عموماً د اور وژنې تجهیزاتو د نشتوالي او د امنیتي مقرراتو د نه رعایت له امله عامه پېښه ده.

د اوډیشا ایالت وزیر اعلی موهن چرن ماجي خبریالانو ته وویل چې د کټک ښار د SCB طبي کالج او روغتون په لومړي پوړ کې اور د دوشنبې په سهار ولګېد.

هغه زیاته کړه: «یو سرکټ د ټراما ICU څانګې کې د اور لګېدلو لامل شو، چیرې چې ناروغان درملنه کېدل.» هغه دا هم وویل چې په دغه پوړ کې ۲۳ ناروغانو بستره وه.

د اور لګېدلو وروسته لس کسان وژل شوي، او پاتې ناروغان نورو څانګو ته انتقال شوي دي.

لږ تر لږه ۱۱ د روغتون کارکوونکي د ناروغانو د ژغورنې په هڅه کې د سوځېدو ټپونه ترلاسه کړل.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په ټولنیزو رسنیو کې دا پېښه «ډېره دردناکه» وبلله او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړه.

هغه د زیانمنو کورنیو لپاره د ۲۱۶۰ ډالرو معاوضې اعلان هم وکړ.

په هند کې د خراب ساتل شوي بریښنایي تارونو له امله رامنځته شوي لنډ مدارونه د اور لګېدلو تر ټولو مهم لامل ګڼل کېږي.

په ۲۰۲۴ کال کې، د هند په جنوبي ایالت تامیل ناډو کې په یوه خصوصي روغتون کې اورلګیدنې  لږ تر لږه شپږ کسان وژلي او له دوه څلویښتو زیات یې ټپيان کړي وو.

په ورته کال کې، د شمالي ایالت اترپردیش کې په یوه روغتون کې د اور لګیدو له امله ۱۰ نوي زیږیدلي ماشومان ووژل شول.