نوې سوریه
3 د لوستلو دقیقې
د دمشق په کلیوالي سیمه بیت جن ښارګوټي باندې د اسرائیل په برید کې ۱۳ کسان وژل شوي دي.
د سوریې د دمشق په کلیوالي سیمه کې د بیت جن پر ښارګوټي او مزرعة بیت جن ته پر غځېدلې لار د جمعې په ورځ وختي د اسرائیلو په یوه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۳ کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.
د دمشق په کلیوالي سیمه بیت جن ښارګوټي باندې د اسرائیل په برید کې ۱۳ کسان وژل شوي دي.
د دمشق په کلیوالي سیمه بیت جن ښارګوټي باندې د اسرائیل په برید کې ۱۳ کسان وژل شوي دي. / Reuters

د دمشق په کلیوالي سیمه بیت جن ښارګوټي باندې د اسرائیل په برید کې ۱۳ کسان وژل شوي دي.

په سوریه کې د دمشق په کلیوالي سیمو کې پر بیت جن او نږدې سیمو د اسرائیلو له برید وروسته ګڼې کورنۍ بې ځایه شوي دي.

د سوریې د دمشق په کلیوالي سیمه کې د بیت جن پر ښارګوټي او مزرعة بیت جن ته پر غځېدلې لار د جمعې په ورځ وختي د اسرائیلو په یوه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۳ کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.

د انادولو خبري اژانس یوه خبریال د ځايي سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې په وژل شویو کې دوه ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي.

د سوریې دولتي تلویزیوني شبکې، الاخباریه، راپور ورکړی چې د بریدونو وروسته اسرائیلي بې پیلوټه الوتکو په سیمه کې، په ځانګړې توګه د دواړو ښارګوټو ترمنځ پر غځېدلې لار، الوتنو ته دوام ورکړی.

سرچینې زیاته کړې، چې ډیری قربانیان لا هم تر خاورو لاندې بند پاتې دي او اوسیدونکي یې د را ایستلو لپاره کار کوي.

د سوریې دولتي خبري اژانس (سانا) خبر ورکړی، چې د اسرائیلو له برید وروسته د ملکي دفاع ټیمونه او د دمشق د کلیوالي سیمې د روغتیا ریاست دوه امبولانسونه سیمې ته ننوتلي ترڅو مړي ولیږدوي او د ټپیانو درملنه وکړي.

الاخباریه راپور ورکړی چې له برید وروسته لسګونه کورنۍ له بیت جن څخه نږدې امن سیمو ته تښتېدلې دي.

تر دې مخکې، دې شبکې راپور ورکړی و چې یوه اسرائیلي ګزمه ښارګوټي ته ننوتې وه او له شاتګ وړاندې یې له ځايي اوسېدونکو سره لنډه نښته هم کړې وه.

د اسرائیلو پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د عملیاتو پر مهال یې شپږ سرتېري ټپیان شوي، چې د دریو تنو روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی. پوځ ادعا کړې چې د "جماعة الاسلامیه" غړي یې نیولي او تور یې پورې کړی چې هغوی "د سوریې په جنوب کې د بیت جن په سیمه کې فعالیت کاوه او د اسرائیلي ملکي وګړو پر وړاندې یې د بریدونو تابیا نیوله."

د سوریې چارواکو د اسرائیلو د برید او ادعا په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د اسرائیلو پوځ د نومبر په میاشت کې د سوریې په جنوب کې ۴۷ چاپې وهلې دي.

د حکومتي معلوماتو له مخې، د اسرائیلو پوځ د ۲۰۲۴ کال له ډسمبر راهیسې پر سوریې له ۱۰۰۰ ډېر هوايي بریدونه او پر جنوبي ولایتونو یې له ۴۰۰ ډېرې ځمکنۍ چاپې وهلې دي.

د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې د بشارالاسد د رژیم له ړنګېدو وروسته، اسرائیلو له سوریې سره د ۱۹۷۴ کال د بېلېدو تړون په نقضولو سره د حائلې سیمې په نیولو سره د سوریې د جولان د لوړو اشغال پراخ کړ.

 

وپلټۍ
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"