افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځه ستونزه به حل کړي.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د يکشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستی تاوتريخوالی به هوار کړي، او ادعا يې وکړه چې دی د جګړو په هوارولو کې ماهر دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځه ستونزه به حل کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځه ستونزه به حل کړي. / Reuters

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځه ستونزه به حل کړي.
د امريکا ولسمشر وویل  "زه د جګړو په هوارولو او د سولې په راوستلو کې ښه يم"

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د يکشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستی تاوتريخوالی به هوار کړي، او ادعا يې وکړه چې دی د جګړو په هوارولو کې ماهر دی.

ټرمپ اسرائيل ته پر لاره په 'اېرفورس ون' الوتکه کې خبريالانو ته وويل: "دا به زما اتمه جګړه وي چې ما هواره کړې ده، او اورم چې اوس د پاکستان او افغانستان ترمنځ جګړه روانه ده."

هغه زياته کړه: "ما وويل چې زه به تر بېرته راستنېدو پورې انتظار کوم. زه يوه بله جګړه هم هواروم. ځکه زه د جګړو په هوارولو او د سولې په راوستلو کې ښه يم، او دا کار کول زما لپاره يو وياړ دی. ما د ميليونونو انسانانو ژوند ژغورلی، د ميليونونو انسانانو ژوند."

دواړو خواوو د يکشنبې په ورځ تاييد کړه چې د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ د شپې په نښتو کې لسګونه سرتېري وژل شوي، چې دا په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له خوا د افغانستان تر بيا نيولو وروسته د دواړو خواوو ترمنځ تر ټولو خونړۍ نښتې دي.

دا وروستی تاوتريخوالی وروسته له هغه رامنځته شو چې د افغانستان حکومت ادعا وکړه چې پاکستاني پوځ د پنجشنبې په شپه د دغه هېواد له هوايي حريم څخه سرغړونه کړې او د پاکستان سره په پوله د پکتيکا ولايت په مرغه سيمه کې يې پر يوه بازار بمباري کړې ده.

د دوشنبې په ورځ، ټرمپ اسرائيل ته لاړ، چېرته چې تمه کېږي نوموړی به د اسرائيلي بنديانو له کورنيو سره وګوري او اسرائیل پارلمان ته به وينا وکړي.

هغه به وروسته د مصر شرم الشيخ ته لاړ شي، او  د شرم الشيخ د سولې په سرمشريزه کې به ګډون وکړي. پدې سرمشریزه کې به د نړۍ د څه باندې ۲۰ هیوادونو مشران ګډون وکړي.

د قاهرې په وينا، دغه سرمشريزه چې د ټرمپ او د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السيسي په ګډه مشري جوړېږي، موخه يې "په غزه کې د جګړې پای ته رسول، منځني ختيځ ته د سولې او ثبات د راوستلو لپاره د هڅو پياوړي کول او د سيمه‌ييز امنيت او ثبات د نوي پړاو پيلول" دي.

 

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې
انګلستان به د حوثیانو پر وړاندې د دفاع په موخه سعودي عربستان ته جنګي الوتکې واستوي.
د امریکا د کډوالۍ ادارې د تاوتریخوالي ډکې نیونې پر مهال د یوه امریکایي وګړي مټ مات کړی
ایران د امریکا اړوند د یوې بلې ام کیو ۹ پرمختللې ډرون الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ
تورکیه، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي صنایعو تړون لاسلیکوي
د مالي په میناکا سیمه کې پر کمپونو بریدونو کې ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي
اوکراین: د روسیې د تېرې شپې په بریدونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي
امریکا اوکراین ته د پیټریوټ (Patriot) توغندیو د لېږد تایید ځنډولی
روسیه او ایران د لا نږدې همکارۍ په لټه کې دي
د یمن پوځ ویلي دي چې د حوثیانو پر خلاف  "په ۱۱۶۴ عملیاتو کې ۵۵۸ حوثیان له منځه وړل شوي".
نتنیاهو ټرمپ سره په ټيلیفوني خبرونو کې ایران ته په اشارې سره وویل موږ یو کار لرو چې باید بشپړ یې کړو
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د یونان ساموس ټاپو ته نږدې د کښتۍ ډوبېدو له امله ګڼشمیر کډوالو ژوند د لاسه ورکړی.