نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
په لندن کې د فلسطین ډیپلوماتیک ماموریت بشپړ سفارت ته لوړ شو
د "فلسطین د دولت سفارت" په نوم د دې ماموریت نوی عنوان، په داسې حال کې دی چې استرالیا او کاناډا په څېر هېوادونو هم په دې وروستیو کې د فلسطین دولت په رسمیت پېژندلی دی.
په لندن کې د فلسطین ډیپلوماتیک ماموریت بشپړ سفارت ته لوړ شو
په لندن کې د فلسطین ډیپلوماتیک ماموریت بشپړ سفارت ته لوړ شو / Social Media
7 جنوري 2026

په لندن کې د فلسطین ډیپلوماتیک ماموریت بشپړ سفارت ته لوړ شو

په لندن کې د فلسطین دیپلوماتیک ماموریت په رسمي توګه د سفارت په کچه لوړ شو، وروسته له هغې چې بریتانیې د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژانده. دا اقدام، چې د جنورۍ له پنځمې نیټې څخه نافذ دی، د دواړو دولتونو ترمنځ د بشپړو دیپلوماتیکو اړیکو د ټینګښت په لور یو رسمي ګام بلل کېږي.

د "فلسطین د دولت سفارت" په نوم د دې ماموریت نوی عنوان، په داسې حال کې دی چې استرالیا او کاناډا په څېر هېوادونو هم په دې وروستیو کې د فلسطین دولت په رسمیت پېژندلی دی.

په بریتانیا کې د فلسطین د دولت سفیر، حسام زوملوټ، په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې له ماموریت څخه سفارت ته دا لوړوالی د بریتانیې او فلسطین په اړیکو کې یو مهم بدلون دی. هغه دا "د فلسطین د خلکو د ازادۍ او خپلواکۍ په اوږده سفر کې یو مهم ګام" وباله. زوملوټ زیاته کړه، "د بریتانیې د خلکو پیوستون موږ سره مرسته کړې چې دې ځای ته ورسېږو او په راتلونکې اوږده لاره کې به هم خورا مهم وي."

د منځني ختیځ لپاره د بریتانیې وزیر، هامیش فالکنر، مخکې ویلي و چې د دې پرېکړې موخه "د دوه دولتیز حل د پایښت ساتنه او د اسرائیلي او فلسطینی خلکو لپاره د تلپاتې سولې په لور د یوې لارې جوړول دي." فالکنر په لندن کې د سفارت پرانیستل تایید کړل او د دیپلوماتیکو اړیکو د رسمي کېدو هرکلی یې وکړ.

هغه په غزه کې روان بشري ناورین ته هم اشاره وکړه او د مرستو په رسولو کې یې د ځینو پرمختګونو یادونه وکړه. هغه وویل: "غزې ته ډېر لارۍ ننوځي، او دا د هرکلي وړ ده. خو مهمې لارې لا هم تړلې دي، کاروانونه بېرته ګرځول کېږي، طبي او د سرپناه توکي بند دي، او پر نادولتي موسسو بندیز لګول شوی دی."

د سفارت دا لوړوالی د فلسطیني چارواکو سره د بریتانیې د نوې ښکېلتیا ښکارندويي کوي، په داسې حال کې چې په غزه کې د بشري اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې پراته خنډونه هم په ګوته کوي.

وپلټۍ
امريکا له وینزویلا وروسته، کيوبا ته سترګي پټي کړي.
د ناټو مشر وايي له ټرمپ سره د ډنمارک د یوې برخې په توګه د ګرینلنډ پر پاتې کېدو خبرې نه دي شوي
د پاکستان په یوه سوداګریز مرکز کې د اورلګېدنې له امله د مړو شمېر له ۶۰ واوښت
د یمن د دولتي ځواکونو پر کاروان بمي برید کې پنځه تنه وژل شوي
اسرائيلو د اوربند سره سره په غزه کې هوايي بریدونه او د ویجاړولو عملیات زیات کړي دي
کاناډا د امریکا د احتمالي یرغل پر ضد د جګړې لپاره پوځي پلان جوړوي.
روسیه او اوکراین د پولې په اوږدو کې د ملکي وګړو د وژل کېدو له امله یو بل ملامتوي
د سوریې په حسکه کې د YPG ترهګرې ډلې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۷ ملکیان ووژل شول
د ټرمپ 'ایرفورس ون' الوتکه  چې داووس ته روانه وه له نیمې لارې بیرته ستنه شوه.
د تورکیې ولسمشر د امریکا له ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې
په ۲۰۲۵ کال کې د میلیاردرانو شتمني نوره هم ډیره شوې.
د اوربند تړون له مخې د پوځ له پرمختګ وروسته د سوریې په شمال ختیځ کې نښتې کمې شوې
د تورکیې ولسمشر اردوغان په استانبول کې د NBA پخواني افسانوي ستوري شکیل اونیل سره باسکیټبال لوبه وکړه
اسرائیل په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د ملګرو ملتونو د ادارې په مرکزي دفتر کې ودانۍ ونړولې
انګلستان د سوریې د حکومت او  YPG ترهګرې ډلې منځ د اوربند د تړون هرکلی وکړ