ولسمشر اردوغان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د « (د کلیو او ناحیو د مشرانو) د غونډې» په ترڅ کې د تورکیې له ګوټ ګوټ څخه له راغلو د ګذر وکیلانو سره وکتل.
اردوغان په دغه غونډه کې د خپلې وینا پر مهال وویل: «زموږ په سیمه کې د کړکېچونو یو داسې طوفان روان دی چې شدت یې مخ په زیاتېدو دی.»
نوموړي زیاته کړه: «کټ مټ زموږ په شمال کې د روسیې او اوکراین جګړه به څو میاشتې وروسته خپل پنځم کال پوره کړي. پر فلسطین د اسرائیلو بریدونه د لاسلیک شویو هوکړو سره سره له کوم ځنډ پرته دوام لري. زموږ په ګاونډي هېواد ایران کې لا کړکېچ په بشپړه توګه نه و پای ته رسېدلی، چې دا ځل په یمن کې د یوې نوې شخړې اور بل شو. زموږ پر دوست او ورور هېواد سعودي عربستان د حوثیانو بریدونو په سیمه کې د تاوتریخوالي لا زیاتېدو ته لاره هواره کړه. د ریاض پر هوايي ډګر د دوی په ترسره شوي برید کې د عمرې کوونکو په ګډون زموږ ګڼ شمېر مسلمانو وروڼو خپل ژوند له لاسه ورکړ او سلګونه نور ټپیان شول. لبنان ته چې ګورو، له بده مرغه هلته هم وضعیت هېڅ هیله بښونکی نه دی. له سوریې څخه ښه خبرونه راروان دي، خو صهیونیست اسراییل د هغه ځای د ګډوډولو لپاره هم خپله ټوله هڅه کوي. لکه څنګه چې زه وایم چې شاوخوا مو د اور کړۍ ده؛ هغه وضعیت چې موږ اوس پکې قرار لرو، کټ مټ همداسې دی.»
اردوغان څرګنده کړه: «موږ د ګډوډۍ او کړکېچ په داسې یوه فضا کې د دې لپاره چې تورکیې ته هېڅ ډول زیان ونه رسېږي، خپله شپه او ورځ مو یوه کړې ده. شکر دی، تر دې دمه په دې برخه کې هم بریالي شوي یو. خپل هېواد مو په شاوخوا کې له شته شخړو څخه لرې ساتلی دی. د نورو په پاروونکو هڅو نه یو تېر وتلي، په دامونو کې نه یو لوېدلي او د لمسوونکو کړنو ښکار شوي نه یو. موږ دا ټولې سختې پروسې په هوښیارۍ، زغم او بصیرت (سالم عقل) سره په بریالیتوب سره مدیریت کړې دي.»
ولسمشر خپلې خبرې په لاندې جملو سره پای ته ورسولې:
«موږ به هغو کسانو ته سر ټیټ نه کړو چې د نړۍ په استثمارولو (زبیښلو) او زموږ د سیمې د وینو په سیند بدلولو سره غواړي د ځان لپاره د هوساینې یو نظام جوړ کړي. موږ به د تورو او ناوړه لوبو پر وړاندې... د دې ټولو پر وړاندې خورا ډېر احتیاط وکړو. د هغو کسانو پر وړاندې به بیدار اوسو چې غواړي مسلمانان پخپلو کې سره واچوي. موږ به د هغو کسانو پر وړاندې تل چمتو او هوښیار واوسو چې غواړي زموږ د ملت هیلې ووژني، مورال یې کمزوری کړي او زموږ ترمنځ د نفاق دېوالونه پورته کړي.»





















