تورکیې د سوریې د ولسمشر ال شرع د ساتنې لپاره له بریتانوي استخباراتو MI6 څخه د مرستې غوښتنه رد کړه

تورکیې هغه رسنیز راپور رد کړی چې پکې ادعا شوې وه چې تورکي استخباراتو د بریتانیا له استخباراتي ادارې څخه غوښتي چې د سوریې د ولسمشر احمد ال شرع امنیتي تدابیر زیات کړي.

By
الشرع / AA

د تورکیې د ناسمو معلوماتو ضد مرکز د رویټرز هغه راپور چې پکې ادعا شوې چې تورکیې د بریتانوي استخباراتو څخه د الشرع د ساتنې په خاطر د مرستې غوښتنه کړې، هیڅ حقیقت نلري .

تورکیې هغه رسنیز راپور رد کړی چې پکې ادعا شوې وه چې تورکي استخباراتو د بریتانیا له استخباراتي ادارې څخه غوښتي چې د سوریې د ولسمشر احمد ال شرع امنیتي تدابیر زیات کړي.

د جمعې په ورځ د تورکیې د عامه اړیکو ریاست د ناسمو معلوماتو  ضد مرکز په یوه اعلامیه کې وویل، هغه راپور چې ادعا کوي تورکیې د انګلستان د استخباراتي ادارې څخه د سوریې د  مشر د امنیت د ټینګښت غوښتنه کړې، "حقیقت نلري."

دغه مرکز وویل چې د تورکیې ملي استخباراتي اداره (MIT) له نړیوالې استخباراتي ټولنې او د ګاونډي هېواد سوریې له امنیتي بنسټونو سره د تروریزم ضد مبارزه کې اغېزمنه همکاري لري.

په اعلامیه کې زیاته شوې: "هغه بریالي عملیات چې په دې وروستیو کې د سوریې له چارواکو سره په ګډه د داعش ترهګرې ډلې پر ضد ترسره شوي، د دې همکارۍ له وروستیو بېلګو څخه دي."

مرکز ټینګار وکړ: "دا حقیقت نه لري چې MIT له MI6 څخه د سوریې د ولسمشر لپاره د امنیت چمتو کولو غوښتنه کړې وي او یا یې ترې غوښتي وي چې داسې رول په غاړه واخلي."

تر دې وړاندې، رویټرز خبري اژانس د پنځو باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې د تورکیې ملي استخباراتو ریاست تېره میاشت د انګلستان له استخباراتو څخه غوښتي وو چې د وروستیو ترور هڅو وروسته د الشرع په ساتنه کې رول ولوبوي.