سیاست
2 د لوستلو دقیقې
کارول ناوراکی د پولنډ د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې.
محافظه کار کارول ناوراکي د پولنډ د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ستر بری ترلاسه کړ. د ویلو ده چې د رای شمیرنې د بهیر د پایته رسیدو نه وروسته دا معلومه شوه چې ناوراکي ټاکنې ګټلي او د نوي ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی.
کارول ناوراکی د پولنډ د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې.
/ AFP

کارول ناوراکی د پولنډ د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې.

 محافظه کار کارول ناوراکي د پولنډ د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ستر بری ترلاسه کړ. د ویلو ده چې د رای شمیرنې د بهیر د پایته رسیدو نه وروسته دا معلومه شوه چې ناوراکي ټاکنې ګټلي او د نوي ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی.

ناوراکي په دې سختو ټاکنو کې ۵۰.۸۹ سلنه رایې وګټلې، په داسې حال کې چې د لیبرال وارسا ښاروال رافال ټرزاسکوسکي ۴۹.۱۱ سلنه رایې ترلاسه کړې.

۴۲ کلن تاریخپوه ناوراکي، چې د بوکس یو شوقي لوبغاړی هم دی او د ملي یادونې د انسټیټیوټ مشري یې کړې، د دې ژمنې پر بنسټ کمپاین وکړ چې اقتصادي او ټولنیزې تګلارې به د پولنډیانو په ګټه وي، نه د نورو ملتونو په شمول د ګاونډي اوکراین څخه د کډوالو په ګټه.

که څه هم د پولنډ پارلمان زیات واک لري، خو ولسمشر کولی شي قوانین ویټو کړي. دا ټاکنې په اوکراین، روسیه، امریکا او د اروپایي اتحادیې په کچه په نږدې توګه څارل کېدې.

‘لومړی پولنډ ، لومړی پولېنډیان

هغه ژمنه وکړه چې د ګاونډي اوکراین لپاره د پولنډ ملاتړ به د روسیې د جګړې په وړاندې دوام وکړي، خو هغه اوکرایني  کډوالو سره ترسره شوې مرستې غندلي دي.

د هغه دا دریځ ښایي د اوکراین سره قوي اړیکې کمزورې کړي، ځکه چې هغه  کیف د اروپایي اتحادیې او ناټو د غړیتوب پلانونو باندې هم انتقاد لري او غواړي د اوکرایني کډوالو لپاره مرستې کمې کړي.

د ناوراکي ډېری پلویان غواړي چې د مهاجرت په اړه سخت محدودیتونه ولګول شي او د محافظه کاره ټولنیزو ارزښتونو ملاتړ وکړي او د اروپایي اتحادیې دننه د هېواد لپاره زیات خپلواکۍ وغواړي.

ناوراکي د " لومړی پولنډ ، لومړی پولېنډیان " شعار لاندې کمپاین وکړ.

ناوراکي د خپل کمپاین پر مهال سپینې ماڼۍ ته سفر وکړ او ویلي یې دي چې ټرمپ ورته ویلي: "تاسو به وګټئ."

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نویم هم د پولنډ په یوه محافظه کاره کنفرانس کې د ګډون پر مهال د ناوراکي ملاتړ وکړ او ویې ویل: "هغه باید راتلونکی ولسمشر شي."

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو
تورکیې د علي خان کوریش جنايي ډلې پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل.
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی
په کولمبیا کې د ډیرې زورورې زلزلې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
ټرمپ وايي که ایران د جګړې تاوان غواړي ، امریکا لخوا له ایران نه د تاوان غوښتنه کوي
د تورکیې په شرناق ولایت کې د ټیکنو فیسټ (TEKNOFEST) د بې پیلوټه الوتکو سیالۍ پیل شوې