نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د بریتانیا وزیر: بریتانیا به موجود پارلمان په جریان کې فلسطین په رسمیت وپېژني
د بریتانیا  د سوداګرۍ او تجارت وزیر جوناتن رینولډز د دوشنبې په ورځ د سکای نیوز سره په خبرو کې، وویل چې وزیران غواړي او پلان لري چې د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني.
د بریتانیا وزیر: بریتانیا به موجود  پارلمان په جریان کې فلسطین په رسمیت وپېژني
/ Reuters

د بریتانیا حکومت به د ۲۰۲۹ کال د عمومي ټاکنو نه مخکې د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني، دا خبره  د حکومت یو وزیر وکړه.

د بریتانیا  د سوداګرۍ او تجارت وزیر جوناتن رینولډز د دوشنبې په ورځ د سکای نیوز سره په خبرو کې، وویل چې وزیران غواړي او پلان لري چې د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني.

کله چې ترې وپوښتل شول چې آیا دا پیژندنه به په دې پارلمان کې ترسره شي، رینولډز وویل: "په دې پارلمان کې، هو. زما مطلب دا دی، هغه څه ته چې اړتیا لرو که چیرې په اړه يي اجماع رامنځته شي خامخا به وشي."

هغه زیاته کړه: "خو مه هېروئ، موږ دا یوازې یو ځل کولی شو. که موږ دا په داسې ډول وکړو چې یوازې د نوم لپاره وي او د دې شخړې پای ته رسولو کې مرسته ونکړي، نو بیا هیڅ ګټه نلري؟"

د غزې په کړکېچن وضعیت په اړه ، هغه وویل: "د هوايي مرستو په اړه خبره دا ده چې موږ نشو انتظار کولی ، موږ باید یو څه وکړو."

"موږ ټول د انسانیت په برخه کې خپلې تشې او کمي ګانې په ډیره ښه او روښانه توګه وینو."

د راپورونو له مخې، د بریتانیا لومړی وزیر کییر سټارمر د حکومت د ځینو لوړپوړو غړو له خوا تر فشار لاندې دی چې سمدستي د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني.

د پارلمان د بهرنیو چارو کمیټې هم په دې وروستیو کې له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني او د اسرائیلیانو او فلسطینیانو لپاره د دوه دولتونو حل لارې لپاره له خپلو متحدینو سره په جرئت او زړورتیا چمتووالی ونیسي.

د کمیټې مشره، ایملي تورنبري، په یوه بیان کې وویل چې د بریتانیا د خلکو په منځ کې د حکومت په اړه "لویه ناهیلې" شته چې تل یې ډېر لږ او ډېر ناوخته عمل کړی دی.

په سټارمر باندې د فشار د بلې نښې په توګه، له ۲۰۰ څخه زیاتو پارلماني غړو د ګوندونو ترمنځ یوه ګډ لیک لاسلیک کړی چې له هغه څخه یې غوښتنه کړې چې د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني.

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان له وليعهد شهزاده سلمان سره خبرې وکړې
ایران: له عمان سره خبرې اترې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو په تګ راتګ تمرکز لري
د پاکستان په سوات کې د پولیسو په یو مرکز ځانمرګی برید شوی .
اسپانیا: د ۵۰ زره کډوالو ډېری برخه له سیوټا سیوټا څخه په خپله خوښه مراکش ته ستانه شول
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی