منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
غزې له ملي کمېټې وغوښتل چې په "بېړني" ډول دغه کلابندې سیمې ته ننوځي
په اعلامیه کې "د فلسطین د خاورې پر یووالي او د لویدیځې غاړې او غزې ترمنځ پر سیاسي جغرافیې" ټینګار شوی او ویل شوي چې په دې حساس پړاو کې د ملي یووالي پیاوړتیا تر ټولو لومړیتوب لري.
غزې له ملي کمېټې وغوښتل چې په "بېړني" ډول دغه کلابندې سیمې ته ننوځي
غزې له ملي کمېټې وغوښتل چې په "بېړني" ډول دغه کلابندې سیمې ته ننوځي / Reuters

د غزې دولتي رسنیو دفتر د پنجشنبې په ورځ د "غزې د ادارې پر ملي کمېټې" غږ وکړ چې په "بېړني" ډول دغه سیمې ته ننوځي او خپلې دندې پیل کړي. دغه دفتر ټینګار وکړ چې دولتي بنسټونه او کارمندان هر ډول همکارۍ ته بشپړ چمتووالی لري.

په اعلامیه کې ویل شوي: «د روانو سیاسي او اداري بدلونونو په رڼا کې او د بنسټیزو چارو د منظم فعالیت او د اړینو خدماتو د دوام په موخه، موږ یو ځل بیا د غزې د ادارې ملي کمېټې ته ښه راغلاست وایو او د خپلو دندو او ملي مسوولیتونو د ترسره کولو لپاره د هغوی پر بېړني شتون ټینګار کوو.»

دغه دفتر زیاته کړه چې دوی چمتو دي اړوند واکونه ور وسپاري او په مسلکي او قانوني چوکاټونو کې ټول اړین ګامونه پورته کړي ترڅو د اتباعو او کارمندانو حقونه خوندي او خدمات په لوړ کیفیت او شفافیت سره دوام ومومي.

ملي یووالی او سیمې ته د کمېټې د ننوتلو خنډونه

په اعلامیه کې "د فلسطین د خاورې پر یووالي او د لویدیځې غاړې او غزې ترمنځ پر سیاسي جغرافیې" ټینګار شوی او ویل شوي چې په دې حساس پړاو کې د ملي یووالي پیاوړتیا تر ټولو لومړیتوب لري.

دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې دغې کمېټې لا په غزه کې خپل کار نه دی پیل کړی. کمېټې د جنورۍ په نیمايي کې د مصر په پلازمېنه قاهره کې خپل کار پیل کړ، خو سیمې ته یې د غړو ننوتل د اسراییلو تر کنټرول لاندې لارو له لارې امنیتي همغږۍ ته اړتیا لري. تر اوسه د کمېټې لخوا د دې ځنډ په اړه کوم رسمي وضاحت نه دی ورکړل شوی او اسراییلو هم په دې اړه تبصره نه ده کړې.

مهم حقایق:

·        د اکتوبر میاشتې د ۱۰مې نېټې یوې اوربند هوکړې د اسراییلو دوه کلنه جګړه پای ته ورسوله چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۸مه پیل شوې وه.

·        فلسطیني چارواکي وايي چې په دې جګړه کې له ۷۲،۰۰۰ څخه ډېر کسان شهیدان او څه باندې ۱۷۱،۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.

·        د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، د غزې د بیارغونې لګښت نږدې ۷۰ میلیارده ډالره دی.

·        د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د اوربند له پیل راهیسې هم د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۵۹۱ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

 

وپلټۍ
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
په جرمني کې یو تن افغان وګړی د پولیسو په ډزو ووژل شو .
زیلینسکي: د اوکراین مذاکراتي پلاوی به سبا له ویټکوف او کوشنر سره وویني
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
حماس د غزې په روغتون کې د پوځي فعالیت په اړه د اسرائیلو ادعاوې رد کړې
هند د سټارلېنک د بندېدو په اړه د ماسک له ادعاوو وروسته د سپوږمکيز انټرنېټ پر مقرراتو رڼا واچوله
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
ایران ویلي د جګړې د پای ته رسولو په پار د امریکا طرحو ته ځواب به د منځګړو له لارې واستول شي.
فرانسې د طالبانو  له حکومت سره د افغان کډوالو د اېستلو پر سر مالي او تخنیکي خبرې پیل کړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ