منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
اسرائيلي ځواکونو په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې یو ۱۵ کلن فلسطیني هلک وواژه
د فلسطیني سرچینو په وینا، پوځیانو رام الله ته نږدې د سلواد په ښارګوټي کې د چاپې پر مهال رښتينې مرمۍ، اوښکې بهونکی ګاز او بې هوښه کوونکي لاسي بمونه کارولي دي.
اسرائيلي ځواکونو په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې یو ۱۵ کلن فلسطیني هلک وواژه
اسرائيلي ځواکونو په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې یو ۱۵ کلن فلسطیني هلک وواژه / AA

اسرائيلي ځواکونو په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې یو ۱۵ کلن فلسطیني هلک وواژه

د فلسطیني سرچینو په وینا، پوځیانو رام الله ته نږدې د سلواد په ښارګوټي کې د چاپې پر مهال رښتينې مرمۍ، اوښکې بهونکی ګاز او بې هوښه کوونکي لاسي بمونه کارولي دي.

د اسرائيلي ځواکونو لخوا يو ۱۵ کلن فلسطينی هلک د اشغال شوې لوېديځې غاړې د رام‌الله ښار د سلواډ په کلي کې د يوې چاپې پر مهال وژل شوی دی.

د فلسطين د خبري اژانس (وافا) د راپور له مخې، عسکرو د رښتينو مرمیو، اوښکې بهوونکی ګاز او بې هوښه کوونکي لاسي بمونه وغورځول، چې له امله یې نښتې رامنځته شوې چې په کې یمن صمد حامد ووژل شو.

سرچينو وويل چې اسرائيلي ځواکونو امبولانس ته اجازه ورنه‌ کړه چې ټپي هلک روغتون ته ولېږي، او هغه يې د لنډ وخت لپاره پر ځمکه پرېښود، مخکې لدې چې روغتيايي کارکوونکو ته د وررسېدو اجازه ورکړه.

په رام الله کې د فلسطین طبي کمپلیکس وروسته د هغه د مړینې اعلان وکړ.

د فلسطين د شمېرو له مخې، له اکتوبر ۲۰۲۳ کال راهيسې د اشغال شوې لوېديځې غاړې په اوږدو کې د اسرائيلو بريدونه ډېر شوي، چې تر اوسه له ۱,۰۶۲ زيات فلسطينیان وژل شوي او ۱۰,۳۰۰ نور ټپيان شوي دي.

تېر جولای د عدالت نړیوالې محکمې (ICJ) په يوه مهم نظر کې د اسرائيلو اشغال غيرقانوني اعلان کړ او د لوېديځې غاړې او ختيځ بيت‌ المقدس د ټولو مېشت ‌ځایونو د تخليې غوښتنه يې وکړه.

وپلټۍ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.