اقتصاد
2 د لوستلو دقیقې
د امریکا د تعرفو د لوړېدو له امله د هند اقتصادي ستونزې نورې هم زیاتې شوې دي
د هند روپۍ د جمعې په ورځ په تاریخي ډول ښکته ولوېده او د لومړي ځل لپاره یې د هر ډالر په وړاندې د ۸۸ کچې څخه پورته شوه، ځکه چې پانګه ‌والو د هندي توکو پر وړاندې د امریکا د جزایي تعرفو د اغېزو په اړه اندېښنې څرګندې کړې.
د امریکا د تعرفو د لوړېدو له امله د هند اقتصادي ستونزې نورې هم زیاتې شوې دي
/ Reuters

د امریکا د تعرفو د لوړېدو له امله د هند اقتصادي ستونزې نورې هم زیاتې شوې دي

د هند روپۍ تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې او په آسیا کې یې د تر ټولو خراب فعالیت کوونکې اسعارو مقام خپل کړی دی.

د هند روپۍ د جمعې په ورځ په تاریخي ډول ښکته ولوېده او د لومړي ځل لپاره یې د هر ډالر په وړاندې د ۸۸ کچې څخه پورته شوه، ځکه چې پانګه ‌والو د هندي توکو پر وړاندې د امریکا د جزایي تعرفو د اغېزو په اړه اندېښنې څرګندې کړې.

واشنګټن په روانه اونۍ کې د هند پر صادراتو ۲۵ سلنه اضافي ګمرکي تعرفه ولګوله، چې ورسره د هند پر وړاندې ټولې تعرفې ۵۰ سلنې ته ورسېدې. روپۍ د امریکا ډالر په وړاندې ۸۸.۲۹ ته ښکته شوه، چې له دې وړاندې یې تر ټولو ټیټه کچه په فبرورۍ کې ۸۷.۹۵ وه.

د هند د ریزرف بانک (RBI) د اسعارو په بازار کې له مداخلې وروسته روپۍ تر یوه حده بېرته راوخته او د ماسپښین پر مهال ۸۸.۱۲ ته ورسېده.

سږ کال تر اوسه روپۍ شاوخوا درې سلنه خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی. همدارنګه د جمعې په ورځ د چینایي یوان په وړاندې هم تر ټولو ټیټې کچې ته ښکته شوه.

اقتصادپوهانو خبرداری ورکړی چې که نوي ګمرکي تعرفې د یو کال لپاره پر ځای پاتې شي، نو کېدای شي د هند له اقتصادي ودې څخه ۶۰ – ۸۰ اساس ټکي کم کړي، چې دا به لا دمخه ورو شوي اقتصاد پر اوږو نور فشار واچوي. د هند مرکزي بانک اوس مهال د مالي کال (چې د مارچ په ۳۱ پای ته رسېږي) لپاره د ۶.۵ سلنې اقتصادي ودې اټکل کوي.

که څه هم د امریکا بازار ته د هند صادارت د کورني تولید ۲.۲ سلنه برخه جوړوي، خو لکه د ټوکر او ګاڼو صنعتونه په ځانګړي ډول زیانمن کېدونکي دي. شنونکي وايي، په دغو د کار ځواک پر بنسټ صنعتونو کې د پام وړ ورووالی کېدای شي د دندو د له منځه تلو لامل شي او پر اقتصاد نور فشارونه هم زیات کړي.

وپلټۍ
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
حماس د غزې په روغتون کې د پوځي فعالیت په اړه د اسرائیلو ادعاوې رد کړې
هند د سټارلېنک د بندېدو په اړه د ماسک له ادعاوو وروسته د سپوږمکيز انټرنېټ پر مقرراتو رڼا واچوله
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
ایران ویلي د جګړې د پای ته رسولو په پار د امریکا طرحو ته ځواب به د منځګړو له لارې واستول شي.
فرانسې د طالبانو  له حکومت سره د افغان کډوالو د اېستلو پر سر مالي او تخنیکي خبرې پیل کړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان او پوتین په ټیلیفوني خبرو کې په تور سمندرګي کې د امنیت او د روسیې-اوکراین د اړیکو په اړه خبر
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس وايي، ایران باید د جګړې پای ته رسولو لپاره د یورانیمو غني کول کم کړي
میسي د په زړه پورې لوبې وروسته له  اوښکو ډکو سترګو سره د ارجنټاین د ملي لوبډلې سره مخه ښه وکړه
هند د ټاکنو اړوند پراخو لاریونونو په ترڅ کې د اپوزیسیون مشر راهول ګاندي ونیوه
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي پر هوايي ډګرونو او پوځي اډو یې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي
څو مهم لنډ خبرونه
د اسټرالیا اپوزیسیون په تاریخ کې «د کډوالۍ د کچې د تر ټولو لوی کمښت» ژمنه وکړه
سي آی اې (CIA) خبرداری ورکړی چې د داخلي درزونو ژورېدل اسرائیل د کورنۍ جګړې له خطر سره مخ کوي .