اقتصاد
2 د لوستلو دقیقې
سږ کال پنځه تورکي دفاعي شرکتونه د نړۍ په ۱۰۰ غوره شرکتونو کې شامل شوي دي
د دفاعي خبرونو د نړیوالو ۱۰۰ غوره شرکتونو په لړ کې، اسلسان په ۴۳م،  TAIپه ۴۷م، راکټ سان  په ۷۱م، اسفات په ۷۸م، او MKE په ۸۰م درجه کې ځای لري.
سږ کال پنځه تورکي دفاعي شرکتونه د نړۍ په ۱۰۰ غوره شرکتونو کې شامل شوي دي
/ AA

سږ کال پنځه تورکي دفاعي شرکتونه د نړۍ په ۱۰۰ غوره شرکتونو کې شامل شوي دي

د دفاعي خبرونو د نړیوالو ۱۰۰ غوره شرکتونو په لړ کې، اسلسان په ۴۳م،  TAIپه ۴۷م، راکټ سان  په ۷۱م، اسفات په ۷۸م، او MKE په ۸۰م درجه کې ځای لري. 

د دفاعي خبرونو د ۲۰۲۵ کال د نړیوالو ۱۰۰ غوره دفاعي شرکتونو په لړ کې، د تورکیې پنځه دفاعي شرکتونه هم شامل دي.

اسلسان د تورکیې تر ټولو ارزښتناک دفاعي شرکت و چې په لړ کې یې ۴۳مه درجه ترلاسه کړه او د دفاعي عایداتو اندازه یې ۳.۵۴ میلیارد ډالر وه.

په ورته وخت کې، د تورکیې د فضايي صنعت (TAI) ۴۷م، راکټ سان ۷۱م، اسفات ۷۸م، او MKE ۸۰م ځای لري.

د تیر کال په پرتله،  د تورکیې فضايي صنعت شرکت (TAI) درې ګامونه پورته شو، اسفات ۱۶ ګامونه پورته شو، او MKE څلور ګامونه لوړ شو.

په ورته وخت کې، په لیست کې د غوره ۱۰ شرکتونو کې د امریکا څخه شپږ، د چین څخه دوه، او د انګلستان او فرانسې څخه یو یو شامل وو.

لاک‌ هیډ مارتن د دفاعي عایداتو په ۶۸.۳۹ میلیارد ډالره سره خپل لومړی مقام ساتلی، وروسته RTX  او چینايي هوافضایي ساینس او صنعت شرکت شامل دي.

نارتروپ ګرومن څلورم، جنرل ډاینامیکس پنځم، او BAE سیستمونه شپږم مقام لري.

بوئینګ اووم، چین سټېټ شیپ ‌بیلډینګ کارپورېشن اتم،  L3Harris ټکنالوژۍ نهم، او تیلس لسم ځای لري.

په لړ کې ۴۸ شرکتونه له امریکا، شپږ له بریتانیا، له تورکیې، فرانسې، او چین څخه پنځه پنځه څلور له آلمان، له سویلي کوریا او اسرائيل څخه درې درې شامل وو.

وپلټۍ
امریکا په اروپا کې ناټو ته ورکړل شوې الوتکې او جنګي کښتۍ کموي
ټرمپ ادعا کوي چې له ایران سره به «لویه» هوکړه په اروپا کې لاسلیک شي
غزه کې د اسرائیلو په ډزو کې درې فلسطینیان ټپیان شوي، پوځ په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې کور ویجاړ کړ
په سوریه کې د بهرنیو چارو په وزارت سایبري برید شوی
اسرائیل په فلسطین کې خپل اشغال ته وسعت ورکوي
نړیوال قدرتونه د امریکا او ایران ترمنځ د زغم غوښتنه کوي
تورکیې د جنوبي قبرس د یوناني ادارې او فرانسې ترمنځ د ځواکونو د تړون په اړه سخت غبرګون وښود
ایران له وروستیو امریکايي بریدونو وروسته اوربند "بې مانا" اعلان کړ
د برېتانیا وزیر په شمالي آیرلنډ کې د کډوالۍ ضد تاوتریخوالی 'نژادپاله بدماشي' وبلله او ویې غندله
د سویس او فرانسې په پوله د جي-۷ (G7) سرمشریزه؛ د لاریونونو له وېرې سخت امنیتي تدابیر
اسرائیل وايي چې له لبنان څخه توغول شوي توغندي یې ځواکونو ته نږدې لګیدلي دي
په سویلي چین کې یوې چاودنې اووه کسان ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل
د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس: نتانیاهو 'بې له شکه ځینې غلط کارونه کړي دي'
په ایران کې دننه د امریکا پراخو نویو بریدونو ګڼې موخې لړزولې دي
ایران وايي په اردن کې یې د امریکا په هوايي اډه برید کړی او ادعا کوي چې جنګي الوتکې یې ویجاړې کړې دي