افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
امریکا متحده ایالتونو د افغانستان پاسپورت لرونکو ته د ویزو ورکول وځنډول.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د افغان پاسپورټ لرونکو ته یې د ویزو ورکړه ځنډولې ده.
امریکا متحده ایالتونو د افغانستان پاسپورت لرونکو ته د ویزو ورکول وځنډول.
امریکا متحده ایالتونو د افغانستان پاسپورت لرونکو ته د ویزو ورکول وځنډول. / AP

امریکا متحده ایالتونو د افغانستان پاسپورت لرونکو ته د ویزو ورکول وځنډول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د افغان پاسپورټ لرونکو ته یې د ویزو ورکړه ځنډولې ده.

د دغه وزارت له خوا د امریکا مېشتي X شرکت پر ټولنیزه رسنۍ په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې له افغان پاسپورټ سره سفر کوونکو کسانو ته د ویزو ورکړه سمدستي ځنډول شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي: "وزارت د امریکا د ملي او عامه امنیت د ساتنې لپاره ټول اړین اقدامات کوي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په دې اړه پر X په یوه خپاره کړي پوسټ کې لیکلي: "د امریکا لپاره زموږ د هېواد او خلکو له ساتنې پرته بل هیڅ مهم لومړیتوب نشته."

د وزارت دغه پرېکړه سپینې ماڼۍ ته نږدې د ملي ګارد د دوو سرتېرو تر ویشتل کېدو او د یوه تن تر وژل کېدو وروسته وشوه.

- په پلازمېنه واشنګټن کې برید

د واشنګټن د پولیسو ادارې خبر ورکړی و چې د چهارشنبې په ورځ د ځايي وخت له مخې شاوخوا دوه بجې او ۱۵ دقیقې  سپینې ماڼۍ ته نږدې سیمه کې د ملي ګارد دوه سرتېري ویشتل شوي او شکمن کس نیول شوی دی.

د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) مشر کاش پټېل ویلي و چې د دوی د موندنو له مخې بریدګر یو کس و او هغه نیول شوی دی.

د امریکا د کولمبیا ولسوالۍ څارنوال جینین پیرو ویلي  و چې د برید شکمن کس ۲۹ کلن افغان وګړی رحمن الله لکڼوال دی او ویشتل شوي د ملي ګارد غړي ۲۰ کلنه سارا بېکسټروم او ۲۴ کلن انډریو وولف دي.

پیرو زیاته کړه چې د برید شکمن، رحمن الله لکڼوال، به د ملي ګارد د غړې سارا بېکسټروم د وژل کېدو له امله د لومړۍ درجې قتل په تور تورن شي.

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسټ هم ډومینیکن جمهوریت ته د خپل سفر پر مهال په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې له دې برید وروسته به په پلازمېنه کې د ملي ګارد د سرتېرو شمېر زیات کړي او د ولسمشر ټرمپ په لارښوونه به ۵۰۰ نوي سرتېري واشنګټن ته واستول شي.

 

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو
تورکیې د علي خان کوریش جنايي ډلې پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل.
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی
په کولمبیا کې د ډیرې زورورې زلزلې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
ټرمپ وايي که ایران د جګړې تاوان غواړي ، امریکا لخوا له ایران نه د تاوان غوښتنه کوي
د تورکیې په شرناق ولایت کې د ټیکنو فیسټ (TEKNOFEST) د بې پیلوټه الوتکو سیالۍ پیل شوې