تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د مې ۱۹مې په مناسبت د ولسمشر اردوغان د مبارکۍ پیغام
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د "مۍ ۱۹مې؛ د اتاترک د یادښت، ځوانانو او سپورت ورځې" په مناسبت یو لیکلی بیان خپور کړ.
د مې ۱۹مې په مناسبت د ولسمشر اردوغان د مبارکۍ پیغام
ولسمشر رجب طیب اردوغان

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د مۍ ۱۹مې په مناسبت په خپل پیغام کې وویل: "په هېواد کې دننه او بهر ټولو مېشتو ځوانانو ته خپل سلامونه او محبت وړاندې کوم. د هیواد د ټولو شهیدانو نه چې زموږ د ملت لپاره خپل ځانونه قرباني کړي په درنښت سره یادونه کوم او غازیانو ته د نېکمرغه او روغ رمټ ژوند هیله کوم."

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د "مۍ ۱۹مې؛ د اتاترک د یادښت، ځوانانو او سپورت ورځې" په مناسبت یو لیکلی بیان خپور کړ.

ولسمشر اردوغان په دغه پیغام کې داسې ویلي:

"زموږ ټولو ځوانانو ته د مۍ ۱۹مې 'د اتاترک د یادښت، ځوانانو او سپورت د ورځې مبارکي وایم؛ په هېواد کې دننه او بهر مېشتو زموږ ټولو ځوانانو ته خپل سلامونه او محبت وړاندې کوم.

د ملي مبارزې (د خپلواکۍ جګړې) عمومي قوماندان غازي مصطفی کمال اتاترک، د هغه د سنګر ملګري او زموږ د اردو (چې په تورکیه کې د پېغمبر د همسنګرانو په نوم پېژندل کېږي) اتل غړي په درناوي سره یادوم.

د هیواد د ټولو شهیدانو نه چې زموږ د ملت لپاره خپل ځانونه قرباني کړي په درنښت سره یادونه کوم او د الله د دربار څخه ورته د رحمت او مغفرت غوښتنه کوم او غازیانو ته چې ژوندي دي د هوسا ژوند غوښتنه کوم او هغه چې ددې فاني نړۍ نه يي سترګې پټې کړي دي د رحمت او مغفرت غوښتنه کوم.

یو ځل بیا د هیواد ځوانانو د مې د ۱۹ مې په مناسبت مبارکي وړاندې کوم.

وپلټۍ
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه