نړۍ
1 د لوستلو دقیقه
د پاکستان په سویل کې د طبیعي ګاز یوه نللیکه په بمونو والوزول شوه
د پاکستان په سویل کې د طبیعي ګاز یوه نللیکه په بمونو والوزول شوه، چې له امله یې څو ولسوالیو ته د ګازو جریان ودرول شول.
د پاکستان په سویل کې د طبیعي ګاز یوه نللیکه په بمونو والوزول شوه
د پاکستان په سویل کې د طبیعي ګاز یوه نللیکه په بمونو والوزول شوه / AP

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

د "سوي سدرن ګاز کمپنۍ" (SSGC) یوه ویاند وویل، نامعلومو کسانو د بلوچستان ایالت د مرکز کوېټې ښار په څنډو کې د ۱۸ انچه قطر لرونکې د ګازو یوه اصلي نللیکه په بمونو الوزولې ده. بلوچستان یو له ناارامو ایالتونو څخه دی چې له افغانستان او ایران سره ګډه پوله لري.

هغه زیاته کړه چې د دغه برید له امله د ښار یو شمېر برخو او لږ تر لږه پنځو نورو ولسوالیو ته د ګازو رسول بند شوي دي.

په دې سیمه کې بېلتون غوښتونکي وسله وال او اسلامپالي سختدریځې ډلې فعالیت لري.

بېلتون غوښتونکي له ډېرې مودې راهیسې د دولت پر ضد جګړه کوي، حکومت او پوځي تاسیسات په نښه کوي. دوی په اسلام اباد کې مرکزي حکومت تورنوي چې د سیمې له معدني او طبیعي بډایه سرچینو څخه ځايي خلکو ته د هغوی حق نه ورکوي او هغوی یې له خپلو حقونو بې برخې کړي دي.

د ګازو د شرکت (SSGC) ویاند وویل چې انجینران د نللیکې د بېرته ترمیمولو په کار بوخت دي.

وپلټۍ
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو
تورکیې د علي خان کوریش جنايي ډلې پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل.
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی
په کولمبیا کې د ډیرې زورورې زلزلې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده