نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
په کاناډا کې نن پارلماني ټاکنې کیږي
پداسې حال کې چې  د کاناډا مشران د امریکا د ولسمشر ترمپ د سیاستونو له امله د اغیزمن شوو ټاکنو په خاطر د ملاتړ د ترسره کولو په خاطر هلې ځلې کولې د ټاکنیزو کمپاینونو  په وروستیو ساعتونو کې د وینکوور په ښار کې د موټر د برید د خبر سره ټولو ټکان وخوړ.
په کاناډا کې نن پارلماني ټاکنې کیږي
Last day of Canada election campaign jolted by Vancouver attack / AP

د لیبرال ګوند مشر او لومړی وزیر مارک کارني د دوشنبې په ټاکنو کې د محافظه‌کار ګوند له مشر پیېر پولییف څخه د بریا تمه لري، خو نظرپوښتنې ښيي چې په وروستیو ورځو کې سیالي سخته شوې ده.

لومړي وزیر د یکشنبې په ورځ خپل ټاکنیز کمپاین مهالویش لنډمهاله وځنډاوه ترڅو د هېواد خلکو ته وینا وکړي، وروسته له هغه چې یو موټرچلوونکي د لویدیځ ساحل په فیلیپیني سړک جشن کې پر خلکو موټر پر مټ برید وکړ ، چې په پایله کې ۱۱ کسان ووژل شول.

کارني، چې ۶۰ کلن او د څلورو ماشومانو پلار دی، د دې پيښې د قربانیانو او د هغوې د کورنیو نه  د ملاتړ په څرګندولو کې احساساتي شو. هغه وویل: "تېره شپه کورنیو خپلې خور، ورور، مور، پلار، زوی یا لور له لاسه ورکړل. دغه کورنۍ د یوې سترې غمیزې  سره مخ دي."

کارني د وینکوور ته نږدې د یوې بلې غونډې د لغوه کولو وروسته، د لیبرال ګوند وویل چې کارني به د یکشنبې په ورځ دغه ښار ته سفر وکړي.

د وینکوور پولیسو  وویل چې ددې برید په تړاو يي یو ۳۰ کلن  سړی چې د رواني ناروغۍ ستونزې او جرمي سابقه هم لري، نیول شوی دی. ویل کیږي دا کس ددینه مخکې هم د پولیسو سره په وسله والو نښته کې ښکیل شوی وو. په دې پېښه کې د ۱۱ تنو د وژل کیدو سربیره په لسګونه کسان ټپیان شوي دي.

د بله پلوه د کاناډا د محافظه کار ګوند مشر پییر پولییف، چې د خپلې مېرمنې سره د ټورنټو لویدیځ په میسیساګا ښار کې په یوه کلیسا کې څرګند شو، دغه برید یې د "بې‌معنا تاوتریخوالي عمل" په توګه وغنده. هغه وویل: "زموږ زړونه نن ستاسو سره دي. ټول کاناډایان د فیلیپیني ټولنې سره په یووالي کې ولاړ دي."

د وینکوور برید د لنډ وخت لپاره د هېواد پام د ټرمپ له پالیسيو واړاوه، چې د سوداګرۍ جګړې او د کاناډا د شمالي ګاونډي د الحاق ګواښونو له امله کاناډایان غوسه کړي دي.

نظرپوښتنې په دوامداره توګه ښيي چې کاناډایان باور لري کارني، چې یو پخوانی پانګه‌وال بانکدار دی او د کاناډا او بریتانیا د مرکزي بانکونو مشري یې کړې، د واشنګټن سره د مقابلې لپاره تر ټولو قوي نوماند دی.

له هغه وخت راهیسې چې کارني د مارچ په ۱۴مه د لومړي وزیر په توګه د جسټن ټروډو ځای ونیو، هغه هڅه کړې چې رایه ورکوونکي قانع کړي چې د هغه تجربه کاناډا د سوداګرۍ جګړې له لارې رهبري کولو او د هغو تعرفو ځواب ویلو لپاره چمتو کړې چې د موټرو او فولادو په څېر مهم سکتورونه اغېزمن کړي دي.

پییر پولییف، چې ۴۵ کلن دی او دوه لسیزې یې په پارلمان کې تېرې کړې دي، هڅه کړې چې د ژوند د لګښتونو په زیاتوالي تمرکز وکړي، کوم چې د ټروډو د واکمنۍ په لسیزه کې لوړ شوي دي. هغه استدلال کوي چې کارني به د هغه څه دوام ورکړي چې هغه یې د لیبرالانو ناکامه حکومتولي بولي.

د کاناډا ملي تلویزیون  ادارې د یکشنبې د ورځې د نظرپوښتنو ټولګه ښيي چې د لیبرالانو ملي ملاتړ ۴۲.۸ سلنه دی، په داسې حال کې چې د محافظه‌کارانو ملاتړ ۳۸.۸ سلنه دی.

لکه د امریکا په ټاکنو کې، ملي نظرپوښتنې ممکن پایله په بشپړ ډول وړاندوینه ونه کړي.

کله چې د دوشنبې په ورځ رایه ورکول پای ته ورسیږي، محافظه‌کاران به د کیڼ اړخي نوي ډیموکراټ ګوند او د جلا غوښتونکي بلاک کبیکوا د فعالیتونو نږدې څارنه وکړي.

په تېرو کاناډایي ټاکنو کې، په اونټاریو او برټیش کولمبیا کې د NDP قوي فعالیتونه او په کبیک کې د بلاک ښه فعالیت د لیبرالانو د څوکیو شمېر محدود کړی، خو نظرپوښتنې ښيي چې دواړه کوچني ګوندونه ممکن له ستونزو سره مخ وي.

وپلټۍ
روسیه: په کیف کې مو د اوکراین ترانسپورتي، لوجستیکي او د وېش مرکزونه په نښه کړل
د پاکستان په سوات کې د پولیسو په یو مرکز ځانمرګی برید شوی .
اسپانیا: د ۵۰ زره کډوالو ډېری برخه له سیوټا سیوټا څخه په خپله خوښه مراکش ته ستانه شول
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
روسیې د ټیلیګرام د بنسټ اېښودونکي "دوروف" د نیولو نړیوال حکم صادر کړ
اروپايي ټولنې د نتانیاهو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) د نیولو د حکم د پلي کولو غوښتنه وکړه
په جاپان کې د ۷.۱ درجې زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۳ کسانو ته ورسېد
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د یونان لخوا د"اخیلس شیلډ" دفاعي سیستم  پېرل په غزه کې د اسرائیلو له نسل وژنې سره خطرناکه همغږي ده
مکرون له تورکیې څخه فرانسې ته د اور وژنې الوتکو د لېږلو له امله مننه وکړه
د جاپان سویلي برخې د ریښتر په کچه  د ۷.۱ درجې په په شدت سره یوې زوروې زلزلې ولړزولې
پوتین: روسیه به خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هر څه چې لازم وي هغه به  وکړي