نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
بریتانیا به د روانۍ اونۍ په پای کې فلسطین دولت په رسمیت وپیژني.
د 'ائي پېپر' (The i Paper) ورځپاڼې د حکومتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې برتانیا به د دې اونۍ په پای کې وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل رسمي سفر پای ته ورسوي، په رسمي توګه د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني.
بریتانیا به د روانۍ اونۍ په پای کې فلسطین دولت په رسمیت وپیژني.
/ Reuters

بریتانیا به د روانۍ اونۍ په پای کې فلسطین دولت په رسمیت وپیژني.

د 'ائي پېپر' (The i Paper) ورځپاڼې د حکومتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې برتانیا به د دې اونۍ په پای کې وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل رسمي سفر پای ته ورسوي، په رسمي توګه د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني.

د جولای په میاشت کې، لومړي وزیر کېیر سټارمر ویلي وو چې برتانیا به د سپټمبر په میاشت کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني، مګر دا چې اسرائیل په غزه کې د بشري وضعیت د ښه کولو او اوربند منلو لپاره "جدي ګامونه" پورته کړي.

راپور د چهارشنبې په ورځ زیاته کړه، د ټرمپ له تګ وروسته د دې اعلان د ځنډولو لامل دا دی چې دا کار "کېدای شو له واشنګټن سره تاوتریخوالی لا پسې ژور کړي، وروسته له هغه چې ټرمپ او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په غزه کې د اسرائیلو له ځمکنیو عملیاتو څخه کلک ملاتړ اعلان کړ."

د لومړي وزیر ویاند وویل چې د دې پېژندنې موخه د دوه دولتي حل لارې د بقا ساتنه ده.

هغه زیاته کړه: "دولت لرل د فلسطیني خلکو مسلم حق دی، او دا خورا مهمه ده چې د دوه دولتي حل لارې د بقا ساتنې لپاره موږ دا مسلم حق په ډاګه کړو."

تېر کال، ایرلنډ، ناروې او اسپانیا د هغو ۱۴۷ هېوادونو په نوملړ کې شامل شول چې اوس په رسمي توګه فلسطین پېژني.

فرانسې هم اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ پر مهال به د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني، او په دې سره به د جي-۷ (G7) لومړی غړی هېواد شي چې دا کار کوي. جي-۷ د نړۍ د اوو مخکښو صنعتي هېوادونو او ډیموکراسیو یوه غیر رسمي ټولنه ده.

وپلټۍ
د پاکستان په سویل لویدیځ کې په نښته کې ۱۱ امنیتي سرتېري او ۱۹ ترهګر وژل شوي
د ناټو د انقرې سرمشریزې اعلامیه خپره شوه
روسیه: اوکراین د نړیوالې انرژۍ زیربناوو پر وړاندې د ترهګریزو کړنو تمایل لري
ناټو سازمان ۳۶ مه سرمشریزه د کوربه هیواد تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په پرانیست وینا پیل شوه.
د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل چې د ایران سره اوربند پایته رسیدلی خو مذاکرات کیدای شي دوام ومومي
ایران وايي په بحرین او کویټ کې  په ۸۵ امریکايي مرکزونو توغندیز بریدونه کړي دي
امریکا پر ایران باندې د بریدونو نوې څپه پیل کړه
اردوغان په انقره کې د ناټو سرمشریزې په مېلمستیا کې د مشرانو کوربه توب وکړ
د تورکیې ولسمشر په پلازمینه انقره کې د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره لیدنه وکړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان په انقره کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د امریکا ولسمشر  ټرمپ سره لیدنه وکړه
د افغانستان د کرکټ پخوانی چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د اوږدې مودې ناروغۍ نه وروسته وفات شو.
کرملین: د انقرې د ناټو سرمشریزه له نږدې څارو
د انقرې ناټو سرمشریزه د دفاعي صنایعو د فورم په پرانیستلو سره پیل شوه
د سوریې په پلازمینه دمشق کې غبرګې چاودنې شوي دي.
د پاکستان په بلوچستان کې پر یوې امنیتي پوسته د ترهګریز برید په پایله کې ۹ پولیس وژل شوي