سیاست
2 د لوستلو دقیقې
په امریکا کې د ټرمپ جبهې اسرائیلو ته د جګړې د ختمولو په اړه غوڅ پیغام ورکړ.
ټرمپ ته نږدې کسانو ویلي دي د  اسرائیلو لخوا د  جګړې نه ختمولو په صورت کې به ترینه ملاتړ پرې شي. نوموړو نتنیاهو ته خبرداری ورکړی دی چې د جګړې د ختمولو اراده وښايي.
په امریکا کې د ټرمپ جبهې اسرائیلو ته د جګړې د ختمولو په اړه غوڅ پیغام ورکړ.
/ Reuters

د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته  نږدې کسانو اسرائيلي چارواکو ته خبرداری ورکړی چې که په غزه کې جګړه پای ته ونه رسوي، د امریکا ملاتړ به  له لاسه ورکړي.

ټرمپ ته نږدې یوې سرچینې  د دوشنبې په ورځ ورځپاڼې ته ویلي: "د ټرمپ  نږدې کسان اسرائیلو ته وايي، 'که دا جګړه پای ته ونه رسوئ، موږ به له تاسو څخه خپل ملاتړ پایته ورسوو.'"

سرچینې زیاته کړه چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو سیاسي وسایل لري چې جګړه پای ته ورسوي، خو اراده یې نه لري.

ویل شوي چې نتنیاهو د ټرمپ له خوا تر فشار لاندې دی، چې د منځني ختیځ د سفر پر مهال یې اسرائیل له خپل سفر څخه بهر پرېښود.

نتنیاهو مخکې منلې وه چې د اسرائیلو نږدې متحدین "د لوږې د ډله ییزو انځورونو زغملو توان نه لري،" چې له امله یې لږ تر لږه مرستې بیا پیل شوې.

سرچینې وویل چې نتنیاهو د یکشنبې په شپه د کابینې په غونډه کې د مرستو د بیا پیلولو مفکوره په دې توګه وړاندې کړه چې دا یوازې یو تخنیکي اړخ دی.

د واشنګټن او تل ابیب ترمنځ د زیاتېدونکو اختلافاتو په ترڅ کې د امریکا لخوا ورکړل شوی خبرداری راپور شوی دی. ویل شوي چې ټرمپ له نتنیاهو سره مستقیمې اړیکې پرې کړې دي، ځکه باور لري چې نتنیاهو هغه ته فریب ورکړی دی.

په ورته وخت کې، د امریکا مرستیال ولسمشر جی ډي وینس او د دفاع وزیر پیټ هیګسیټ دواړو خپل اسرائیلو ته پلان شوې سفرونه لغوه یا ځنډولي دي.

د ټرمپ د منځني ختیځ استازي، سټیو وټکوف، هم ژمنه کړې چې پر اسرائیلو به فشار راوړي څو غزې ته بشري مرستې بیا پیل کړي.

تر دې دمه اسرائیلو په غزه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۵۳,۵۰۰ څخه زیات فلسطینیان وژلي دي.

دوی د غزې ډېره برخه په کنډوالو بدله کړې او نږدې ټول خلک یې بې ځایه کړي دي، په داسې حال کې چې د خوراک، اوبو، درملو، برېښنا او نورو اړینو بشري مرستو د ننوتلو مخه یې نیولې ده.

د نړیوالې جنایي محکمې لخوا تېر نوامبر په میاشت کې  د نتنیاهو او د هغه د پخواني دفاع وزیر یوآف ګالانټ لپاره د جګړې جرمونو او د بشریت پر وړاندې جرمونو په تور د نیولو امرونه صادر شوي دي.

اسرائیل د غزې پر وړاندې د جګړې له امله د نړیوالې محکمې لخوا د نسل وژنې قضیې سره هم مخ دی.

وپلټۍ
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو