سپورت
3 د لوستلو دقیقې
د تورکیې د والیبال ښځینه ملي لوبډلې یو بل تاریخي بری ترلاسه کړ او د نړۍوال جام پایلوبې ورسیده
د تورکیې د والیبال ښځینه ملي لوبډلې د نړۍوالو اتلولیو د سیالیو په نیمه پایلوبه کې د جاپان لوبډلې ته د ماتې په ورکولو سره پایلوبې ته لار پیدا کړه.
د تورکیې د والیبال ښځینه ملي لوبډلې یو بل تاریخي بری ترلاسه کړ او د نړۍوال جام پایلوبې ورسیده
د ترکيې د واليبال لوبډله / AA

د تورکیې د والیبال ښځینه ملي لوبډلې د نړۍوالو اتلولیو د سیالیو په نیمه پایلوبه کې د جاپان لوبډلې ته د ماتې په ورکولو سره پایلوبې ته لار پیدا کړه.

د تورکيې د واليبال ښځینه ملي لوبډلې د نړۍوال جام د سیالیو په لړ کې د جاپان لوبډلې ته ۳ د ۱ په مقابل کې د ماتې په ورکولو سره یو تاریخي بری ترلاسه کړ.

جاپان په لومړي سیټ کې لوبه  ښه پیل کړه ، د قوي دفاع او اغېزمنو بریدونو په مرسته یې  ۲۵ د ۱۶ پر وړاندې  وګټه. په دویم سیټ کې تورکیې ځواب ورکړ، چې په دې کې ملیسا وارګاس او ادا اردم دوندار مهم رول ولوباوه، او لوبډله یې په بشپړه توګه برلاسي شوه، سیټ یې ۲۵ د ۱۷ پر وړاندې  وګاټه او لوبه یې مساوي کړه.

تورکیې خپل بري ته  دوام ورکړ او په درېیم سیټ کې یې په جاپان فشار زیات کړ. دوی په لومړیو کې مخکې شول او خپل برلاسی یې وساته، سیټ یې ۲۵ د ۱۸ پر وړاندې وګاټه او لوبه يي ۲ د یو په مقابل کې په خپله ګټه کړه .

څلورم سیټ خورا هیجاني و، دواړو لوبډلو نمرې تبادله کړې او لوبه ۲۴-۲۴ مساوي شوه. تورکیې په وروستیو شېبو کې خپل مورال  وساته  او سیټ یې ۲۷ د ۲۵ په مقابل کې  وګاټه، چې په دې سره یې ۳ د ۱ په مقابل کې  بریا خپله کړه.

تورکیه به د یکشنبې په ورځ د ایټالیا یا برازیل په وړاندې د اتلولۍ په پایلوبه کې مخامخ شي.

د بله پلوه د تورکیې د باسکتبال ملي لوبډلې هم د سویډن په وړاندې ۸۵ د ۷۹ پر وړاندې بریا خپل کړ  او د یورو باسکټ ۲۰۲۵ نیمه پایلوبې ته يي لار ومونده.

د تورکيې د نارينه وو د ملي باسکټبال لوبډله به د سپتمبر په ۹مه د پولنډ او بوسنيا او هرزګوينا د لوبې ګټونکي سره مخامخ شي. سویډن د لوبې په پیل کې تورکیه حیرانه کړه، د خپلو لومړیو لسو شوټونو څخه یې نهه بریالي کړل او په لومړۍ نیمایي کې یې برلاسی وساته، چې په نیمایي کې یې ۴۲-۳۷ مخکې والی درلود.

د سر روزونکي ارګین اتامان د دویمې نیمایي لپاره بدلونونه راوستل، چې د ۱۴-۰ منډې لامل شول او د اوو نمرو توپیر یې په برلاسي بدل کړ.

تورکیې په درېیمه څلورمه کې ۱۱ نمرې مخکې والی ترلاسه کړ، خو سویډن د لودویګ هاکانسون او سیمون بیرګندر په مرسته بیا هڅه وکړه او په وروستۍ څلورمه کې یې لوبه دوه ځله مساوي کړه.

په وروستیو شېبو کې، چې لوبه ډېره نږدې وه، الپرین سینګون مخکښ شو، شپږ پرله‌پسې نمرې یې ترلاسه کړې، چې په دې کې یو ځواکمن ډنک هم شامل و، او بریا یې خپله کړه.

سینګون ۲۴ نمرې او ۱۶ ریبونډونه ترلاسه کړل، په داسې حال کې چې سیډي عثمان ۱۷ نمرې او ارکان عثماني ۱۴ نمرې او ۹ ریبونډونه ترلاسه کړل.

وپلټۍ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.