نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
سویلي کوریا او پولنډ دفاعي اړیکې پیاوړې کوي
د سویلي کوریا ولسمشر لي جاي میونګ او د پولنډ لومړي وزیر ډونالډ توسک هوکړه کړې چې اړیکې یوې جامع ستراتیژیکې ملګرتیا ته لوړې کړي، چې د دواړو هېوادونو د اړیکو په مرکز کې به د دفاعي همکاریو پراخول وي.
سویلي کوریا او پولنډ دفاعي اړیکې پیاوړې کوي
سویلي کوریا او پولنډ دفاعي اړیکې پیاوړې کوي / AP

سویلي کوریا په وروستیو کلونو کې د پولنډ د وسلو له مخکښو عرضه کوونکو څخه ګرځېدلې ده، ځکه چې وارسا د روسیې-اوکراین جګړې وروسته په چټکۍ سره د خپل پوځ د عصري کولو هڅې کوي.

د سویلي کوریا ولسمشر لي جاي میونګ او د پولنډ لومړي وزیر ډونالډ توسک هوکړه کړې چې اړیکې یوې جامع ستراتیژیکې ملګرتیا ته لوړې کړي، چې د دواړو هېوادونو د اړیکو په مرکز کې به د دفاعي همکاریو پراخول وي.

د دوشنبې په ورځ د ولسمشرۍ په بلو هاوس کې د خبرو تر پیل وړاندې، لي وویل چې دواړه هېوادونه به د ۲۰۲۲ کال د ۴۴.۲ میلیارد ډالرو په ارزښت د لاسلیک شوي چوکاټي تړون له مخې د دفاعي صنعت همکاري نوره هم پراخه کړي.

 

لی وویل: "K2 ټانکونه،  K9 ځان ‌چلې توپونه، FA-50  سپکې جنګي الوتکې، او چونمو څو راکټي سیسټمونه — چې د سویلي کوریا ټکنالوژي او ویاړ لري — اوس د پولنډ د پراخو سیمو امنیت او د خلکو ساتنه کوي.”

د سویلي کوریا ولسمشر وویل چې دا شراکت یوازې د وسلو تر خرڅلاو محدود نه دی، بلکې ګډ تولید، ټکنالوژۍ لېږد او روزنه هم پکې شامل دي.

ډونالډ توسک سویلي کوریا د پولنډ لپاره “له متحده ایالاتو وروسته تر ټولو مهم متحد، په ځانګړي ډول د دفاعي صنعت په برخه کې” وباله او ویې ویل چې دی به شخصاً د دواړو هېوادونو د دفاعي همکاریو پراختیا څاري.

د دفاعي چوکاټ تړون

هغه وویل چې دا لوړ شوی شراکت به دا معنی ولري چې دواړه هیوادونه به ګډ مسؤلیت په غاړه واخلي او باید د نړیوالې سولې او نړیوال ثبات په برخه کې رول ولوبوي.

دواړو مشرانو همدارنګه د بېلابېلو برخو په پراخې همکارۍ ټینګار وکړ، چې پکې د انرژۍ د رسولو سلسلې، زیربنا، ساینس او ټکنالوژي، پرمختللي صنعتونه، فضا او د خلکو ترمنځ اړیکې شاملې دي.

سویلي کوریا په وروستیو کلونو کې د پولنډ د وسلو له مهمو عرضه کوونکو څخه ګرځېدلې ده، ځکه چې وارسا د روسیې-اوکراین جګړې وروسته په چټک ډول د خپل پوځ د عصري کولو هڅې کوي.

په ۲۰۲۲ کال کې، سویلي کوریا او پولنډ یو دفاعي چوکاټي تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې سویلي کوریايي شرکتونه پولنډ ته وسلې برابروي او همدارنګه په ګډه د پولنډ په خاوره کې پوځي تجهیزات تولید کړي.

له هغه وخت راهیسې، د هانوا ایرو سپیس او هیوندای روټیم په ګډون دفاعي شرکتونو د ټانکونو او توغندیو لانچرونو په څیر تجهیزاتو رسولو لپاره د څو ملیارد ډالرو تعقیبي قراردادونه لاسلیک کړي دي.

وپلټۍ
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو