نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د پاکستان پوځ د افغانستان پولې ته څېرمه د اکتوبر د ۷مې د مرګوني برید سره تړاو لرونکي ۳۰ ترهګر ووژل
د پاکستان پوځ د جمعې په ورځ وویل چې افغان پولې ته نږدې د اکتوبر د ۷ مې د پاکستاني پوځي قافلې پر کمین کې ښکېل ۳۰ وسله ‌وال ترهګر یې وژلي، چې په دې برید کې نهه سرتېري او دوه افسران وژل شوي وو.
د پاکستان پوځ د افغانستان پولې ته څېرمه د اکتوبر د ۷مې د مرګوني برید سره تړاو لرونکي ۳۰ ترهګر ووژل
پاکستاني پوځ / AP

د پاکستان پوځ د افغانستان پولې ته څېرمه د اکتوبر د ۷مې د مرګوني برید سره تړاو لرونکي ۳۰ ترهګر ووژل

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په هغه برید کې یې ۳۰ ترهګر وژلي دي چې ۱۱ سرتیري یې وژلي وو، او هند یې د زیاتیدونکي سیمه يیز تاوتریخوالي په منځ کې د بریدګرو په ملاتړ تورن کړی دی.

د پاکستان پوځ د جمعې په ورځ وویل چې افغان پولې ته نږدې د اکتوبر د ۷ مې د پاکستاني پوځي قافلې پر کمین کې ښکېل ۳۰ وسله ‌وال ترهګر یې وژلي، چې په دې برید کې نهه سرتېري او دوه افسران وژل شوي وو.

د پاکستان د تحریک طالبان ډلې (TTP)، چې د حکومت د ړنګولو او د یوه سخت اسلامي نظام لرونکې ادارې د رامنځته کولو هڅه کوي، د اکتوبر د ۷ مې په اورکزۍ ولسوالۍ کې د دې برید مسؤلیت منلی و.

پوځ په یوه بیان کې وویل: "د عملیاتو په جریان کې، د باوري استخباراتو پر بنسټ ... د سختو ډزو تبادلې وروسته، ټول دیرش هندي تمویل شوي خوارج چې په ترهګریزه پیښه کې ښکیل وو وژلي دي."

پاکستان، چې له هند سره یې اړیکې د می په میاشت کې د لسیزو راهیسې د ګاونډیانو تر ټولو ناوړه شخړې وروسته خرابې شوې دي، نوی ډیلی د هغو ترهګرو په تمویل او ملاتړ تورنوي چې د دوی په پولو کې بریدونه کوي.

هند دا تورونه ردوي، او "بې بنسټه" یې بولي.

د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند تر اوسه د پاکستان د بیان په اړه د تبصرې غوښتنې ته سمدستي ځواب نه دی ویلی.

پاکستان دا هم ویلي چې ترهګر له ګاونډي افغانستان څخه د پاکستان پر وړاندې د بریدونو د روزنې او پلان جوړولو لپاره کار اخلي، چې کابل دغه تور ردوي.

له ۲۰۲۱ کال راهیسې، کله چې د متحده ایالاتو په مشرۍ د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته لنډمهاله د طالبانو اداره واک ته ورسیده، د پاکستان او افغانستان اړیکې کړکېچنې شوې دي.

د پوځ دغه بیان وروسته له هغه خپور شو چې په کابل کې چاودنې واورېدل شوې، او په داسې حال کې چې د افغانستان د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هند ته سفر کړی– دا د واک تر نیولو وروسته د طالبانو د مشر هند ته لومړی سفر دی.

د طالبانو ادارې، چې د پنجشنبې په ورځ یوه چاودنه تایید کړه، وویل چې هېڅ مرګ ژوبله نه ده رامنځته شوې او موضوع تر څېړنې لاندې ده.

وپلټۍ
پنټاګون د لاکهیډ مارټین دفاعي صنایع شرکت سره  د ۸۵۰ ایف-۳۵ الوتکو تړون لاسلیک کړ
ټرمپ پر الهان عمر د جعلي هویت د کارولو تور و لګاوه او د هغې د استعفا غوښتنه یې وکړه
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د نښتې له امله ۴ پولیس او ۲ وسله وال وژل شوي دي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
سپینې ماڼۍ ویلي امریکا به د نوامبر د ۳مې نېټې د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران برید ونکړي
د اروپا او منځني ختیځ لوړپوړي ډیپلوماټان به د منځګړیتوب ۹مې غونډې لپاره په استانبول کې راټول شي
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي