نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د عملیاتو پر مهال ۸ وسله وال ووژل شول
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه ایالت په کلات سیمه کې د وسله والو ډلو پر وړاندې عملیات ترسره شوي دي.
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د عملیاتو پر مهال ۸ وسله وال ووژل شول
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د عملیاتو پر مهال ۸ وسله وال ووژل شول / Reuters

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د عملیاتو پر مهال ۸ وسله وال ووژل شول

د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې د بلوچستان په ایالت کې د امنیتي عملیاتو پر مهال ۸ وسله وال چې ویل کیږي د هند له ملاتړه برخمن وو، له منځه وړل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه ایالت په کلات سیمه کې د وسله والو ډلو پر وړاندې عملیات ترسره شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ۸ وسله وال چې د هند له ملاتړه برخمن بلل شوي، وژل شوي او د هغوی وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم نیول شوي دي.

د پاکستان د ترهګرۍ ستونزه

په پاکستان کې وسله وال بریدونه، په ځانګړې توګه خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې زیات شوي دي.

په دواړو ایالتونو کې وسله والې ډلې چې د پښتنو او بلوڅو قومونو د حقونو د دفاع ادعا کوي، د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو بریدونه کوي.

اسلام اباد ادعا کوي چې TTP (تحریک طالبان پاکستان) په افغانستان کې مرکزونه لري او له هغه ځایه خپل بریدونه تنظیموي، خو افغان حکومت دا ادعاوې ردوي.

په بلوچستان کې بیا د بلوڅو د ازادۍ پوځ (BLA) بریدونه ډېر دي. BLA غواړي چې بلوچستان ایالت له پاکستان څخه جلا شي او بلوڅ خلک پر دغې سیمې واکمن شي.

 

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان له وليعهد شهزاده سلمان سره خبرې وکړې
ایران: له عمان سره خبرې اترې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو په تګ راتګ تمرکز لري
د پاکستان په سوات کې د پولیسو په یو مرکز ځانمرګی برید شوی .
اسپانیا: د ۵۰ زره کډوالو ډېری برخه له سیوټا سیوټا څخه په خپله خوښه مراکش ته ستانه شول
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی